سرچینې المرصاد ته: د ميرويس ښارګوټي د تیرې میاشتې عملیاتو کې د داعشي خوارجو دوه مهم مسؤلین وژل شوي

المرصاد له خپلو باوري سرچینو معلومات ترلاسه کړي چې د تیرې ذوالحجې میاشتې په ۲۶تمه (۲۴ سرطان / ۱۵ جولای) د کابل ولايت د بګرامیو ولسوالۍ په میرویس ښارګوټي کې د خوارجو پر یوه پټنځای په ترسره شویو عملياتو کې د داعشیانو دوه مهم مسؤلین وژل شوي دي.

په دې وژل شویو مسؤلینو کې یو د نجيب په نوم یادیږي، چې اصلا د کندز ولایت و او د داعشي خوارجو د خراسان څانګې لخوا د نیمروز ولایت د مسؤل په حیث ټاکل شوی و. بل مهم وژل شوی کس انس نومېده، چې د ازبکستان تبع او د داعشیانو د عملیاتو پلانوونکی قومندان و.

د سرچينو په خبره، نجیب او انس پلان درلود چې په کابل ښار کې د بریدونو پلانونه طرح او تطبيق کړي، خو خپلې شومې موخې ته تر رسېدو وړاندې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې له منځه ولاړل.

د یوه بل خبر له مخې، د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د داعشيانو يو مهم ګروپ نيول شوی دی. په نیول شویو کسانو کې یو تاجکستانی وګړی هم شته. دې ګروپ په بلخ او کندز ولايتونو کې د ملکي او نظامي اهدافو پر ضد د تخریبي فعالیتونو پلان درلود.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version