د پاکستان پوځي رژیم د خپل تور تاریخ په اوږدو کې نه یوازې د پاکستاني ملت غوښتنو او اړتیاوو ته ځواب نه دی ویلی، بلکې همېش یې هڅه کړې ده چې له تشدد، وحشت او د ټولو انساني اصولو خلاف کړنو په تر سره کولو سره خپل ځان ځواکمن وښيي او له خپلو بهرنیو بادارانو څخه امتیاز او شاباسی تر لاسه کړي. تاریخ دا هم ثابته کړې ده چې پوځي رژیم تر اوسه هېڅ وخت هم خپلې خاورې او ملت ته کوم ملي ویاړ نه دی ور په نصیب کړی، همېشه یې د امریکا، انګلستان او نورو ځواکمنو هېوادونو د رضایت او مالي امکاناتو د تر لاسه کولو لپاره په خپلو اتباعو او ارزښتونو سوداګري کړې ده، چې په پایله کې یې په کور د ننه د ناخوښیو یا عدم رضایت کچه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې او دا ناخوښي د ټي ټي پي او بي اېل اې (بلوڅ ازادي غوښتونکي) یا نورو ډلو په رامنځته کېدو سره څرګنده شوې ده.
د پاکستان پوځي رژیم د همدې هیواد د بهرني سیاست تر ټولو ستر دښمن هم دی او ددې هېواد څېره یې د نړیوالو په سترګو کې د یوه سوداګر، کرايي قاتل او نیابتي ترهګرې ډلې په توګه ثبت کړې ده چې وروستۍ شرمونکې کړنه یې هم د مظلومې غزې او غزه والو پر ځای له اشغالګرو اسرائیلو څخه ملاتړ څرګندول دي چې هېڅ د سلیم عقل خاوند به یې توجیه نه شي کړلی، دا کار به خامخا کوي، ځکه چې پوځي رژیم او اسرائیل یو له بل سره هېڅ توپیر نه لري، دا دواړه پوځونه له کرايي او وژونکو ډلو څخه جوړ هغه قاتلین دي چې تر شا یې یهودي سوداګر، عیسوي پانګه وال او د یهودي ملاتړې کمپنۍ شاملې دي، څو د اسلام او مسلمانانو د سوکالۍ او وحدت مخنیوی وکړي. دوی نه اصول پېژني، نه قوانین او نه هم نړیوال تړونونه، بلکې اصلي هدف یې پیسې تر لاسه کول، د نا مشروع واک غځول او پوځي پراختیا غوښتنه ده.
پوځي رژیم په خپل یوه تازه وحشت کې د روژې په مبارکو شېبو کې په ننګرهار او لویه پکتیا کې خپل ړانده عملیات تر سره کړل او ټولې نړۍ ولیده چې دا یوه دروغجنه ادعا وه، نه کوم بهرنی وسله وال په کې ووژل شو او نه هم کوم رسمي او دولتي بنسټ په کې ویجاړ شو، بلکې لسګونه افغان وګړي یې شهیدان کړل چې ښځې، ماشومان او بوډاګان په کې شامل وو.
د ننګرهار په بهسودو کې د یوه ملکي وګړي په کور د شوي برید ویرانې او د هغه اوښکې هر بشرپال او هیښ زړه ماتوي، انساني وجدان یې ښايي د ماښام په تیاره او بیا روژه کې درد او فریاد تحمل نه شي کړلی، بیا چې پر دې سربېره د پوځي رژیم دا ادعا هم ورسره ملګرې وي چې ګني موږ خپل دښمنان او ترهګر په نښه کړي دي، له شک پرته چې افغانستان اوس د ترهګرو کور نه دی، خو دښمنان یې خامخا په نښه کړي دي، ځکه چې افغان ولس د پوځي رژیم اصلي دښمن دی، له یوې خوا هلته مېشت بېوزلي کډوال په زور سره را شړي، حتی خپل کورونه ورباندې را نړوي او له بلې خوا یې په خپله خاوره کې هم په داسې وحشت په نښه کوي چې د نړۍ هېڅ قانون او کتاب جواز نه شي ورکولی.
که څه هم افغان دفاع وزارت په ډاګه وویل چې د پوځي رژیم داسې کړنې بې ځوابه نه پاتې کېږي او په یوه مناسب وخت کې به ځواب ورکوي، چې دا خبر د افغان مجاهد ولس نظر او ډاډ دی، خو پاکستانی ملت هم باید دا درک کړي چې اسلامي امارت او افغان ځورېدلی ملت تل په حق دی، هېڅکله یې هم د پاکستان پر وړاندې غیر قانونه کړنه نه ده تر سره کړې، بلکې دا خپله پوځي رژیم دی چې نه یې په پاکستان دننه په خپلو خلکو باندې رحم کړی دی او نه یې هم په بهر کې پاکستان ته کوم نېک نوم پرېښی دی، ځکه خو د کرکې وړ دی او هېڅ داسې هېواد به نه وي چې ښه خاطره ورڅخه ولري.
ننی افغانستان هغه پخوانی هېواد نه دی چې سرنوشت یې دې امریکا او ناټو وټاکي یا دې حاکمه اداره د پټو او ښکاره مصلحتونو په سبب د داسې کړنو پر وړاندې خاموش پاتې شي، بلکې ننی افغانستان تر بل هر وخت ځواکمن دی او د خپل ځان دفاع کولی شي، مستقل دریځ او نظر لري او خامخا به غچ اخلي او د ځان دفاع وړتیا به یې خوندي وي.
اصله خبره دا ده چې پوځي رژیم اوس دغه حقیقت ته غاړه نه ږدي، خپلې نیمګړتیاوې او د ناسمو کړنیو د پایلو پړه په نورو ور اچوي او دا هغه سیاست دی چې د پاکستان تور تاریخ ورڅخه ځان نه شي پاکولی. تر ټولو بده یې لا دا ده چې پوځي رژیم د اسلام او مسلمانانو په نامه تر ناوړه سوداګري کړې ده، د اسلام د نوم بدۍ لپاره یې له هېڅ ډول معاملې څخه درېغه نه دې کړې، خو برعکس افغان مسلمان ملت تل اسلام ته ارزښت ورکړی، په اسلام باندې یې هېڅ ډول معاملې ته غاړه نه ده اېښې، بلکې تل یې قربانۍ ورکړې، د شهادتونو اوږد تاریخ لري.
په دې باید باور ولرو چې د روژې په ماښام د شهیدو افغان ماشومانو او میندو چیغې به خامخا رنګ راوړي او د شهیدانو وارث نظام اسلامي امارت به د خپل ولس دفاع په هر صورت کې وکړي. یو پښتو متل دی چې د مېږي ورکه راشي نو وزرې کوي، اوس په پوره ډاډ سره ویلی شو چې د پاکستان پوځي رژیم د زوال شپې ورځې راتلونکي دي، الهي عدالت به هم د پاکستان ولس او هم دغه کرايي قاتلانو ته حساب کتاب ورکړي.
د پاکستان ملکي دولت چې په اصطلاح ددغه هېواد د واک او حکومت چلونې تمثیل کوي، مسوولیت لري چې نور د خلکو سترګو کې خاورې ونه شیندي، په ډاګه ووايي چې د جنرال منیر او امریکايي استخباراتي ادارو تر جبر او واک لاندې ژوند کوي، دا تش په نوم حکومت دومره کمزوری دی چې په خپل هېواد د ننه هم د ولس د مدیریت او ساتنې ظرفیت نه لري، د ستونزو او ناخوالو پړه په نورو ور اچوي او ځان ته مصنوعي شخصیت تراشي.
