د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې دوه داعشيان وژل شوي

#image_title

المرصاد راپور تر لاسه کړی چې تېره شپه د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د ديوګل درې په سپېدار کلي کې د داعشي خوارجو پر يوه پټنځای د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات ترسره شوي، چې په نتیجه کې یې دوه داعشيان وژل شوي دي.

 

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په عملیاتو کې دوه ميله وسلې، مهمات، لاسي بمونه او ځينې مهم اسناد هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

 

المرصاد ته يوې امنيتي سرچينې تایيد کړې چې په وژل شويو کسانو کې يو د آئين او بل د سلمان په نامه دي، دواړه فعال داعشيان وو او په خپله ولسوالۍ کې د فتنه اچونې له امله امنيتي ځواکونو ته مطلوب وو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version