د شلمي پېړۍ په آخري لسیزه کې، چې کله د افغانستان په قلمرو کې د سرو لښکرو ماته رامنځته شوه او په نتیجه کې یې یو نوی اسلامي حکومت وجود ته راغلی، په داسې توګه چې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د خپلو امیدونو او هیلو څرک په نظر ورغلی او د اسلامي امت د خوځښت یوه نوي بهیر ته ټول سترګې په لار شول، عین په همدغه وخت کې د نړۍ یو بل زبر ځواک امریکا ته د افغانستان یاد اسلامي حکومت د هضم وړ نه و، نو ځکه یې په بېلابېلو بهانو غوښتل تر څو دا اسلامي حکومت را وپرځوي او په ټوله نړۍ کې چې د اسلامي امت د نوي خوځښت کومې هیلې راپورته شوې دي، د خاورو کندې ته وغورځوي.
ددې کار لپاره امریکا په سیمه کې یو ښه امتثالي او خبره منونکي دولت او حکومت ته اړتیا درلوده، داسې حکومت چې د افغانستان سره پوله، مشترکات او د اړتیا له مخې هر ډول امکانات ګډ ولري. او داسې هیواد په سیمه کې ایران او پاکستان کېدلای شول، خو د ایران سره د امریکا پخوانی رقابت و او د پاکستان ستونزه دا وه چې حکومت یې د ملت د نماینده ګانو و او هغوی د اسلامي حکومت د راپرځولو لپاره د امریکا په شان د ستر کافر حمایه نه شوه ترسره کولای. ځکه د امریکا او پاکستاني پوځ په ګډ پلان سره د ملت نماینده حکومت نسکور شو او پر ځای یې د پاکستاني پوځ یو تن جنرال پروېز مشرف د حکومت چاري په لاس کې واخیستې، تر څو په وچ کلک زور پر ملت هغه پریکړي وتپي کومې چې د ملت نماینده حکومت د ملت له ویري نه شي ترسره کولای.
چې په دې لړ کې یوه لویه پرېکړه چې د افغانستان د اسلامي حکومت پر ضد وه، امریکا ته په پاکستان دننه کې اډې سپارل وې او دا کار پروېز مشرف د ملت له رضا پرته په ډېره بې شرمۍ سره ترسره کړ. د پاکستان هوایي میدانونه، فضایي حریم، سمندر او ځمکنۍ لارې ټولې یې امریکا ته وسپارلې او ملت ته یې په سپکه لهجه تهدید هم ورکړ چې که چا یې پر وړاندې آن یوازي خبره هم وکړه، د مځکي له مخه به یې ورک کړم.
ښکاره خبره ده، د پاکستان هیواد ملت متدین او له دین سره ژورې اړیکې لري او د پاکستان یاد اقدام د هغوی ضمیر ته هیڅ د منلو نه و. خو د ویري او استبداد له کبله یې څه ونه ویل، خاموشي یې اختیار کړه. البته د خپل وس تر حده یې د افغانستان اسلامي حکومت سره خپله خواخوږي او همکاري نه سپمول، په دې بهیر کې په ځانګړې توګه د قبایلي سیمو غیور او مسلمان ملتونه ډېر کړېدل او هڅه یې دا وه چې په خپلو همکاریو سره د افغانستان اسلامي حکومت او غیرتمند مسلمان ملت ته وښیي چې د پاکستاني پوځي جنرال پرېکړه کې دوی هیڅ ونډه نه لري او هغه د کفر د غلامۍ لپاره خپل سنګرونه هغوی ته سپارلي.
دې خبرې ته پروېز مشرف هم متوجه و او غوښتل یې چې امریکا ته وښیي چې دی د امریکا ګټو ته دومره وفاداره دی چې خپل ملت هم ځورولای، ترټلای او په قتل رسولای شي. ځکه یې په لومړي سر کې د قبایلي سیمو خلک په یوه او بل نوم بندیانول، وروسته یې د بندیزونو لړۍ پیل کړه او هره دوهمه ورځ به یې د کرفیو په نوم ګرد بندیز لګاوه، تر څو امریکا ته وښیي چې زه هر خدمت ته تیار یم. خو د سخت زړه او د امریکا ګټو ته د سختي وفادارۍ له کبله یې په دې هم کفایت ونه کړه او رسماً یې مسجدونه، مدرسې او کلي ورته وران کړل.
بمبارونه یې پیل کړل، د سر خلک یې ټول یا ژوندي ورک کړل او یا یې هم په بمبارونو کې په شهادت ورسول. کیسه یې تر دې هم زیاته کړه او د امریکایي ډرون په وسیله یې ټوله قبایلي سیمه په شورش کړه. د کلونو په اوږدو کې امریکایي ډرونونه په ساحو کې ګرځېدل او د سیمې خلک به یې په نښه کول.
په داسې حالت کې د قبایلي سیمو خلکو څو څو ځله جرګې وکړې، حکومت او د پوځ حنرالانو ته یې د خدای رویونه ور وړل، د جمهوري اصولو په رڼا کې یې ټول کوټلي ګامونه واخیستل خو هیڅ فایده یې ونه کړه، لا نور له تعذیبونو سره مخ شول، کړاوونه یې لا زیات شوه، دربدرۍ یې د پوځ له لوري مخ په لوړېدو شوې. نو دوی هم تنګ آمد بجنګ آمد ته ودرېدل، او لازمه یې وبلل چې اوس باید له دې ستونزمن او کړکېچن حالت څخه نور ووزو، چې په هر قیمت که وي.
ددې لپاره قبائلي مشرانو او دیني او سیمیزو مخورو غونډې راوبللې، د حالاتو ارزونه یې وکړه، هغه واقعیت یې ارزیابي کړ کوم کې چې دوی واقع و. ددې حالاتو شرعي مخینه یې هم وکتله او له هرې زاویې یې پکې غور او فکر وکړ. بلاخره دې نتیجې ته ورسېدل چې د پوځي جنرالانو لخوا زموږ عزت او ناموس تر پښو لاندې شوی دی، زموږ کورونه نړول شوي او بمبارد شوي دي، زموږ دیني شعائر جوماتونه، مدرسې، قرآنونه او دیني کتابونه د بارودو په لمبو کې سوځول شوي دي، زموږ سپین ږیري مشران بې عزته شوي، ترټل شوي او وهل شوي دي، زموږ تورسري په خپل کور او انګړ کې بې عزته شوي، زموږ ځوانان په بېلابېلو نومونو ورک شوي او لا ورک دي، زموږ د ننګ او شهامت زلمي بې موجبه تر خاورو لاندې کیږي، محبسونو ته ټېل وهل کیږي او دې ته ورته هره بدبختي د پوځ جنرالان موږ ته راوړي.
دوی په دې باور او یقین و چې دا هر څه پوځي جنرالان د امریکا د ګټو ساتلو او په دې توګه د خپلو ذاتي اغراضو د حصول لپاره کوي. دوی په دې عقیده و چې د پوځ جنرالان د افغانستان د مقدس جهاد د مخنیوي په خاطر قبایلي سیمې شکنجه ساتي، ځکه نو دوی د ملي، شرعي او قبایلي وجیبې له مخې پرېکړه وکړه چې نور باید د پوځي جنرالانو په ضد قیام وشي او د خپل عزت، ناموس او دیني شعائرو څخه دفاع ترسره شي.
په همدې موخه په کال ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې په بیلابېلو قبایلي سیمو کې په مختلفو نومونو د پوځي جنرالانو د ظلم او استبداد د مخنیوي په خاطر او د هغوی کړنو ته د ځواب ورکولو او دفاع لپاره خوځښتونه رامنځته شول، چې په دې لړ کې سوات، وانا، وزیرستان، خیبر او مهمند ایجنسۍ کې سیمیز پاڅونونه پیل شول او چیرته چې به پوځي جنرالانو دین وژنه او یا هم پر ناموس تېری ترسره کاوه، دوی به یې په وړاندې مسلح مقاومت کاوه.
خو پوځي جنرالان پر ځای د دې چې د قضیې اهمیت درک کړي او له خپلو استبدادي کړنو په شا شي، د طاقت په نشه مست او زورواکۍ ته یې لاس کړ، د جبر کړۍ یې لا هم پراخه کړه، په څنګ کې یې له امریکا هم مرسته وغوښته او د امریکایي ډرونونو په وسیله یې خپل ولس ته بمونه او بارود ور اورول پیل کړل. په قبایلي سیمو کې یې د نلامنۍ یو نوی اور بل کړ، کلي او کورونه یې د وینو له طوفانه سره مخ کړل، مندې یې بوري کړې، تورسري یې کونډې کړې، بچیان یې یتیمان کړل او تعمیرونه یې ویجاړ کړل.
په دې سره سیمیز بېلابېل مقاومتونه چې هر یوه یې خپل مقاومت تر خپلې سیمې را محدود کړی او نظم یې نه درلود، د جنرالانو د ظلم او استبداد او د امریکایي لوري رسمي مداخلې په شتون کې را یو ځای شول او په کال ۲۰۰۷ کې یې د ټولو سیمو لپاره یو مجهز تنظیم را منځ ته کړ، ځانګړی مشر یې ورته وټاکه، فعالیتونه یې د جنرالانو په وړاندې ټول پاکستان ته وغځول، او د جنرالانو سره په لویه کچه لاس او ګریوان شول.
که څه هم پوځي جنرالانو خپلو استبدادي کړنو ته د جواز موندلو په خاطر د زور او جبر له لارې رسنۍ او ژبې ټولې یرغمل کړې وې او داسې تبلیغات به یې کول تر څو خپل جنایتونه سم او د ولس رسا غږ جنایت معرفي کړي، ولې ولس، علماء، سیاستوالو او د هر قشر خلکو د پوځ هر څه په دیده سترګو لیدل، د امریکا سره د پوځ مخامخ حمایه، د امریکا لپاره ځمکه، فضا او سمندر ټول سپارل او د یو پاک مقدس اسلامي حکومت ړنګول هغه څه وو چې هیڅ چا یې په وړاندې سترګې نه شوې پټولای.
هممهاله د جنرالانو له لوري په ټول پاکستان او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د دیني مقدساتو سره تر دې کچې دښمني چې مطلق د ږیري، پګړۍ او سنت لباس خاوند تروریست ګڼل کېدل او نیول و ترټل هغه څه وو چې ټول ملت یې په وړاندې محاسبې ته تیار و. کله چې رسمي وسله وال پاڅون پیل شو نو ملت داسې انګېرل لکه د دوی د زړه لوی آرمان چې پوره شوی وي. د پاکستان هر ګوټ ته د مقاومت غږ ورسېد او همالته یې ځایي خلکو هرکلی وکړ، کراچي، لاهور، اسلام آباد او پېښور په شان لویو ښارونو کې مقاومت ته ځوانانو آمادګي وښوده، او د تمویل په څنګ کې یې خپل خدمات هم وړاندې کړل، د پخو لوی لوی مرکزونه یې په نښه کړل او په ټول پاکستان کې یې د دوی په وړاندې ستر ستر کارونه ترسره کړل، آن د کراچي په شان نړیوال ښار هوایي میدان ته د مقاومت غصه ورسېده او هلته یې د پوځ سره خونړۍ نښتې ترسره کړې.
خو پوځي جنرالان بیا هم قضیې ته ونه رسېدل او له حقایقو تسلیمولو یې انکار وکړ، ځکه چې دوی په دې باور و چې د خپلو خلکو په یو بل نوم ترټلو او زورولو سره له امریکا څخه موږ امتیازات ترلاسه کولای شو، ځکه یې د مقاومت په وړاندې نور هم له جبر او استبداد څخه کار اخیستنه پیل کړه، د هیواد په طول او عرض کې یې په زرهاوو ځوانان د تشو تورونو پر اساس محبسونو ته یووړل، په زرهاوو نور یې د تشو تهمتونو پر اساس په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت ورسول، پوره پوره کلي او کورونه یې خالي او هوار کړل، د ټولو قبایلي سیمو خلک یې وطن پرېښودلو او هجرت ته اړ کړل، چې په نتیجه کې یې زرګونه کورنۍ په هیواد کې دننه او باندي مهاجري شوې او تر دې دمه لا هم د مهاجرت سختې ورځې شپې سبا کوي.
خو د پوځي جنرالانو پالیسي نن هم هماغه ده، جبر و استبداد ترسره کوي، او مقصد یې یوازي دا وي تر څو خپل هیواد کفري نړۍ ته د کفر لوی سنګر وښيي، او له هغوی څخه د خپل ذات لپاره امتیازات ترلاسه کړي، او د ثبوت وړاندې کولو لپاره دوی په اسلامي همسایه هیوادونو تورونه هم پرې کوي، بهتانونه پرې وایي، که په وسع کې یې وي هغوی ته هر ډول خنډونه جوړوي، حملې پرې کوي تر څو نړۍ ته د ثبوت په ډول هر څه وړاندې کړي.
د پوځ جنرالان آن د خپلو خلکو د وژلو او کفارو ته سپارلو قراردادونه کوي، ایمل کاسي او عافیه صدیقي په شان سلګونه کسان دي چې د پیسو په بدل کې یې کفارو ته سپارلي دي، لسګونه او سلګونه کسان نور داسې دي چې د کفارو په فرمایش یې همدلته په خپل وطن کې په شهادت رسولي دي، په همدې اساس ګڼ شمېر تحلیلگران داسې انګیري چې د یاد پوځ اوسني لوی جنرال عاصم منیر له امریکا څخه قرارداد اخیستی او د هغه په رڼا کې یې خپله تګلاره ټاکلې، په نتیجه کې له یوې خوا په قبایلي سیمو کې سختې ړندې بمبارۍ ترسره کوي او بل لور ته په افغانستان کې وحشتونه کوي.
خو دوی باید پوه شي چې ظلم د قدرت د زوال پیلامه ده، همدا ظلمونه چې له تیرو درې لسیزو تاسو د کفارو په فرمایش او د خپلو ذاتي ګټو لپاره ترسره کوئ، ستاسې لپاره به ناسور ګرځي او بیا به کفار ستاسې تماشا کوي او هیڅ نفع به نه شي در رسولای.







































