د کاﺫب خِلافت غير مسلم قوماندانان

اویس احمد

 

دوهمه برخه:

دا ځل به د (FBI) يو بل جاسوس او د داعش يو بل مهم غير مسلم قوماندان، باجرو اکانوويج وپېژنو.

(ترخان بتير شويلي) چې په عمر الشيشاني يې شهرت درلود، يو ستر قوماندان وو، ان تر دې، چې متحد ايالاتو يې پر سر انعام هم ټاکلى وو.

تاسې د المرصاد په يوه مطلب کې (د داعش مشهور قومندان الشيشاني د امريکايانو شاګرد وو) تر عنوان لاندې عمر الشيشاني وپېژاند.

عمر الشيشاني يو مرستيال درلود او هغه (باجرواکانوويچ) وو.

اکانوويچ د رامو پزاره نږدې ملګرى دی، اکانويچ هم بوسنيايي الاصله امريکايي تبعه دی.

د پزاره په څېر، هغه هم په بوسنيا کې د مسلمانانو په خِلاف د جنګ بده سابقه لري.

اکانويچ په 2013 کال په امريکا کې د هغه بوسنيايي واړه ګروپ مشري په غاړه درلوده، کومو چې په عراق کې پزارا ته نقدې پیسې لېږلې او د بالکان او قفقاﺯ خلک يې عراق ته د پزارا تر قيادت لاندې جِنګ ته جلبول. دغه ګروپ په سوشل ميډیا ډېر فعال وو او له همدغې لارې يې فعاليت کولو.

عجيبه دا ده، چې د سيمي د وضعيت سره د ځان برابرولو په خاطر اکانوويچ د پزارا په شان خپل نوم ته هم تغير ورنکړ.

The designation claims that Ikanovic held various

leadership positions in IS, including being a member of

the organization’s judicial branch for religious-military

affairs, the Shura Council, and the head of the larg

est IS training camp in northern Syria at the popular

border-crossing point of Azaz.48 In Azaz, Ikanovic “ap

propriated” a mansion from a former Syrian regime

official that was used to transit travelers from the Balkans

and elsewhere into Syria.

 

اکانوويچ د سوريې د حکومت د يو لوړپوړي چارواکې ماڼۍ د ځان لپاره خاص کړې وه او له هغه ځايه يې د بالکان له هېوادونو راتلونکي خلک، تنظيمول او د جنګ لپاره يې داعش ته لېږل.

اکانوويچ د داعش د نظامې برخې د قضاء(د نظامې محکمې) مسٶل، وروسته په سوريه کې د عزاﺯ د لويې قول اردو مسٶل او په اخر کې د داعش د مرکزې شورا غړى وو.

عجيبه ده؟ دغه قوماندانان په نړۍ اسلامي خِلافت غواړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version