د کاذب خلافت کاذب امیران

لومړۍ برخه
صلاح الدین ثاني

محترمو مسلمانانو لکه څنګه چې پوهېږو د کاذب خلافت هر کار او کردار له فسق او فساد څخه خالي نه ده او د تل لپاره دې کاذب او تش په نامه خلافت چې بنسټ یې غرب او د هغوی متحدینو ایښی، په نن عصر کې د اسلام پر لمن تور داغ ګرځیدلی.
دا تش په نامه کاذب خلافت چې داعش خوارج یې د مُسلمه اُمت لپاره د خیر ښېګڼې لاره بولي خو د خیر ښېګڼې په ځای یې تل د اُمت ریښې کاږلي او د بې اتفاقي په ټغر یې کینولي.
تل یې د اُمت په مؤمنو مشرانو، جهادي رهبرانو، علماء کرامو، پوهانو او سیاست مدارانو د کُفر او مرتد
ټاپې وهلي او په ژبه، قوم، نسب، دین او رنګ سره یې تقسیم کړي.
که د داعش خوارجو او د دوی د کاذبو مشرانو په اړه څومره وغږېږو او ولیکو هم بسنه نه کوي. خو زه راګرځم اصلي موضوع ته چې هغه عبارت دی د کاذب خلافت کاذب أمیران.
د داعش خوارجو له لوري د اسلامي امارت په زعیم، مشرانو او نظام هر وخت نیوکي کیږي او له توهین څخه ډکې خبرې او لیکنې کوي.
اګر که داعش خوارج او د دوی کاذب مشرانو تل دا هڅې کړي، چې اسلام او د اسلام رښتوني لارویان بدنام او یا هم غلط معرفي کړي، خو لله الحمد د رب لایزال جل جلاله په مرسته او نصرت نه دي بریالي شوي. خو بیا هم که چېرته دوی د پردیو لپاره د اسلام بدنامول او رښتوني لارویان یې تورنوي نو موږ به حقیقتاً د دوی د تش په نامه کاذب خلافت او د دوی پرديپال کاذب مشران معرفي کړو، چې هم د الله جل جلاله او هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم او هم له دین سره په ټکر کې دي.
اول غواړم چې د داعش له بنسټګر ابوبکر البغدادي څخه یې شروع کړم، هغه ابوبکر چې د مُسلمه اُمت په وینو یې د امریکا ګټې خوندي او د مُسلمه اُمت ځوان نسلونه یې د ګمراهۍ په ناوړه مرض اخته کړل.

۱ ـ ابوبکر البغدادي هغه څوک دی، چې قریشي او حسیني نه دی.

نور بیا ادامه لري…
إن شاء الله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version