افغانستان اقتصاد محوره متوازن سیاست لري او تازه یې د خپلواك او مستقل هیواد په توګه نوې ساه اخیستي او د هیڅ چا په تناب پورې ندی تړلی.
د خپلو اسلامي او ملي ګټو په اساس ناپیلې او څرګنده پالیسي لري، په تاریخي لحاظ ناپیلتوب په نړیوالو رقابتي نظامي تړونونو کې نه گډون دی او دا ډول سياست غوره کول افغانستان له نظامي خطرونو او مسووليتونو څخه په امن کې ساتلی شي؛ خو ولې دغه سیاست باید دا مانا ونه لري، چې افغانستان دې په نړیوالو حیاتي مسایلو کې بې تفاوته پاتې شي، یا د نړيوالو موضوعاتو کې خپل دریځ څرگند نکړای شي؛ بلکې د دغه واک درلودلو ترڅنگ باید افغانستان وکولی شي د خپلو ملي او ستراتيژیکو گټو په خاطر د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره پراخ سیاسي او نظامي تړونونه لاسليک کړي او دا کار یې مسلم حق دی.
د دغسې تړنونو ډیرې بیلګې شته، لکه:
۱:- د ۱۹۵۴ زيږدیز کال د سپتمبر په ۸مه نېټه په مانیلا کې د جنوب شرقي اسیا ګډ دفاعي قرارداد د اسټرالیا، فرانسې، نیوزيلينډ، پاکستان، فليپين، تايلنډ، برټانيې او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ لاسليک شو، چې په ۱۹۵۵ زيږديز کال د فبروري په ۱۹ نېټه یې د سيټو (Southeast Asia Treaty Organization (SEATO قانوني حیثيت پيدا کړ او د ۱۹۷۷ زيږديز کال د جون تر ۳۰ نيټې پورې یې دوام وکړ.
۲:- همداراز د ایران، عراق، پاکستان، ترکيې او برتانیا ترمنځ د ۱۹۵۵ زیږديز کال د فبروري په ۲۴ د سينټو Central Treaty Organization (CENTO) تړون هم لاسليک شوی و او د ۱۹۷۹ زیږديز کال د مارچ تر ۱۶ نیټې یې دوام وکړ.
۳:- په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې ګډ امنيت قرارداد د ارمنیا، بیلاروس، قزاقستان، قرغستان، روسیې او تاجکستان ترمنځ لاسلیک شو.
۴:- په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د بورکینا فاسو، مالي او نايجیر ترمنځ د ساحلي هیوادونو اتحاد وشو او داسې نورې ډیرې بیلگې موجودې دي.
کله چې دا ډول تړونونه د هیوادونو لپاره مسلم حق دی، نو ولې د افغانستان یوازې اقتصادي او تجاري اړیکي په خلکو کې درنې تمامیږي. دغه بد نیت هر وخت په پاکستان کې ځانګړې کړۍ لري، دا کړۍ افغانستان مستقیم او په غیر مستقیمه توګه تر خپل نفوذ لاندې ساتل غواړي او هر ډول ناوړه تحرکات د همدې لپاره کوي او همدا یې د لسیزو نه را پدیخوا پخوانۍ ستراتیژۍ ده.
دغه ستراتيژي د پاکستان د “ستراتیژیک عمق” په نوم یادیږي، چې د ۱۹۹۰م راهیسې له افغانستان سره د پاکستان د امنیتي اړیکو په مرکز کې ده او پدې اصل ولاړه وه، چې کابل باید د اسلام آباد مستقیم یا غیر مستقیم نفوذ لاندې راوستل شي ترڅو په افغانستان کې شته ذخایر په اسانه لاس ته راوړي او دلته د نورو داسې قوتونو چې دغه هیواد ته یې ګټه رسیږي، د هغوی د نفوذ پراختیا مخه ونیول شي، د لسیزو په اوږدو کې، پاکستان په افغانستان کې د تخریبي، مافیایي کړیو، مالي او استخباراتي ملاتړ په توسط دا هدف تعقیب کړی.
خو په ۲۰۲۱ کال، اګست کې د افغانستان اسلامي امارت بیرته راتګ دا ستراتیژي سخته وننګوله او د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو او په سیمېیز ځواک کې د یو انډول په توګه د ځان ثابتولو په هڅه کې، ا.ا د هند، روسیې او چین په ګډون له څو سیمیېزو لوبغاړو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. دې پرمختګ نه یوازې د پاکستاني ځینو بدمعاشو کړیو د “ستراتیژیک عمق” پالیسي بې معنی کړه؛ بلکې دا یې د پاکستان د ملي امنیت لپاره د ګواښ یوه سرچینه وبلله.
دا کړۍ اوس وار خطا ده او غواړي، چې د یادې ستراتیژۍ دساتلو لپاره هم د پاکستان دننه او هم په افغانستان کې ځیني ناسم پلانونه تطبیق او ناړوه تحرکات ترسره کړي.
د پاکستان په داخل کي:
۱:- عامو پاکستانیانو او ملکي حکومت ترمنځ مشکلات ایجاد کړي، ترڅو په دې توګه دا کړۍ د مارشالا رامنځته کولو ته لار هواره کړي.
۲:- د پاکستان په دننه، خاصتا په بلوچستان او خیبر پښتونخوا هغه کسان، چې د دوی له روایاتو سره جوړ ندي او په وړاندې یې غږ پورته کوي، د دغه کړیو لخوا ټارګیټ او له تري تم کیږي، ترڅو پدې توګه خپل داخلي خنډونه له منځه یوسي. د دې کار خورا ډیر مثالونه شته.
۳:- محروم قومونه، متحرک خوځښتونه او د خپلو انساني حقونو غوښتونکي او د دوی د ناسمو پالیسیو پر وړاندې اوچت شوي غږونه به نور هم وټکوي او سرلښکر به یې یو په بل په سې ورک کړي.
۴:- وروسته به د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ټول قیمتي منرالونه کوم نړیوال قوت ته د استخراج په پار په قرارداد ورکړي، هغه به د پروسس لپاره په پنجاب کې کارخونې جوړې کړي.
۵:- دواړه به بیا هڅه وکړي، چې د افغانستان، ایران او سیمه کې د نورو قیمتي ذخایرو د کاچاق لپاره لارې چارې جوړې کړي او که نه وي، نو نړیوال مارکیټونه به زړه نه ښه کوي، نو د پروسس لپاره به یې په پنجاب کې جوړو کارخونو ته لیږدوي.
په افغانستان کې:
۱:- په افغانستان اسلامي امارت باندې د عامو افغانانو او هیوادونو بې اعتماده کول، چې ګواکې له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښ موجود دی. دوی په دې کار سره غواړي هم په داخلي کې افغان حکومت کمزوری کړي او هم د نورو هیوادونو سره د اړیکو او د ثبات جوړلو کې مخه ونیسي.
۲:- د داعش فتنګرو، شر او فساد او نورو هغه ډلو تمویل، تسهیل او هستوګونه ورکوي او بیا یې د افغانستان د حکومت په مخالفت کاروي، ترڅو دلته حالات نا امنه کړي او خپل اهداف تعقیب کړي.
۵:- له طالبانو سره جنګ او افغانستان سره د اړیکو خرابول ښه سیاست ندی، بلکې له افغانستان سره ښې اړیکې جوړول غوره سیاست دی؛ ځکه موږ ګډ مشترکات لرو. دا خبرې د میز پر سر د افغانانو او نړیوالو د غلطولو لپاره کوي.
۴:- له طالبانو سره جنګ په کار دی، خو داسې جنګ چې د پاکستان خبره ومني؛ ځکه په افغانستان کې مرکزي او خپلواك حکومت د پاکستاني جغرافیې لپاره ښې پایلې نلري. دا خبرې د خپل ملکي حکومت د غلطولو لپاره او د ټیټ پوړو پوځیانو د قانع کولو لپاره کوي.
۵:- له افغانستان سره باید پاکستان یو بفر زون ولري، د دې لپاره اول باید د افغانستان په داخل کې فرضي کرښې ته څیرمه ساحې را منځته شي، که دا نه وي؛ نو بیا د فرضي کرښه د بفر زون په څیر وساتل شي او که دا هم نه وه؛ بیا د فرضي کرښې ته څیرمه د پاکستان اړخ ته سیمې د بفر زون په څیر وساتل شي. دا دوی اوسنی پالیسي ده، چې دا یې د “ستراتژیک عمق” په پالیسۍ باندې د مرتبو اهدافو د تحقق لپاره په کار اچولې ده او په کرښه کې اوسنی جنګونه د همدې لړۍ یوه کړۍ بریښي.
شنونکي وایي، که شخړې همداسې جریان ولري؛ نو دا به ټولې سیمې ته وغځیږي؛ ځکه هم ابعاد او هم محورونه زیاتیږي او دا کار د قوت توازن د ګډوډۍ سره مخ کوي، چې بیا به د دغو خطراتو د مخنیوي لپاره څوک نه وي، چې مثبت کردار ادا کړای شي. بناء په سیمه کې میشت قوتونه باید د دغې شخړې د پراختیا مخه ونیسي او په داخل د پاکستاني ملتونه او دیني قیادت مسؤلیت لري، چې د دغو بدمعاشو کړیو پر وړاندې ودریږي؛ خو له بده مرغه، هغوی نه د دغو مسایلو ادراک لري او نه یې اهمیت احساسوي. د هغوی خپله ټوله مبارزه یوازې تر دې محدوده کړې، چې د خلکو احساسات راپار کړي، تیز شعارونه ورکړي، جلسې وکړي، توندې ویناوې وکړي او خپل ارزښتناک کارکنان قرباني کړي. همدا یې د بریا او نجات څلی ګڼلی.
د دې پر ځای، چې سنجیده فکر، د مسائلو درک، تدبر، حکمت، زغم او د قوت د صحیح استعمال تګلاره خپله کړي، دا ټول صفتونه یې بل چاته پرې ایښي دي.
زه له دوی غوښتنه کوم، چې د فکر خاوندان سره کښېني، د ځانګړیو کړیو اوسنی طرز عمل له سره وارزوي، د ټولې سیمې ټول حالات په دقیق ډول وګوري، د نورو هېوادونو له علمي، سیاسي او فکري حلقو سره مشورې وکړي او دغه دقیق درک ترلاسه کړي، چې ځانګړې کړۍ دا روانې شخړې او په دوی روان ظلمونه څنګه د خپلو ګټو په پار کاروي.
دوی باید له سطحیت او جذباتیت نه ووځي او پر قوي علمي، فکري او سیاسي بنسټ یوه نوې تګلاره جوړه کړي؛ خو دا هلته کیږي، چې هغوی ته ورکړل شوې او ټاکل شوې پالیسۍ مخته نه وي پرتي او دا کار خپل دیني، ملي او تاریخي مسئولیت وګڼي.
