د ۱۸۵۷م کال د جهاد او مجاهدینو پر وړاندې د پاکستاني پوځ د لیواګانو رول
د هند هېڅ یو باعزته مسلمان د انګلیسي واکمنۍ لاندې ژوند کولو ته تیار نه و. پر دې سربېره، د انګریزانو له خوا د عیسویت خپرولو هڅې او پر ځای یې خلکو باندې د وحشيانه ظلمونو دوام د خلکو په زړونو کې کرکه لا ډېره کړې وه. همدغه کرکې ته د مجاهدینو له خوځښت سره تړاو لرونکو علماوو منظمه لارښوونه وکړه، او دا یې په سمه لاره راوستل، او د انګریز په پوځ کې کارکوونکو مسلمانان یې بغاوت ته وهڅول.
یوې خوا ته په بنګال کې د مولانا عنایت علي او مولانا ولایت علي رحمهما الله شاګردانو او پیروانو په پوځي ډلو کې پوره هڅې وکړې، او بلې خوا ته د مولانا قاسم نانوتوي او مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمهما الله په څېر د وخت لوی علماء کرام هم د خپلو پیروانو سره د جهاد ډګر ته مخته شول. په پای کې، د ۱۸۵۷م کال د مې په ۱۰مه نېټه په میرټ کې د بنګال آرمي دوه پیاده او یوه سپاره لېواګانو کې د بغاوت اور بل شو.
ځایې عسکرو خپل اروپایي افسران ووژل او میرټ او شاوخوا سیمو باندې یې خپله ولکه ټینګه کړه. له دې وروسته یې د ډهلي پر لور پرمختګ وکړ او یوازې د څلور ویشت ساعتونو په ترڅ کې د ډهلي مهمو برخو څخه انګریز وایستل شول او بهادر شاه ظفر یې د هندوستان بشپړ واکمن وباله. د بغاوت دا اور په لنډ وخت کې د مرکزي او شمالي هندوستان په ټولو سیمو کې خپور شو.
دا په هندوستان کې د برتانوي واکمنۍ لپاره تر ټولو لوی ګواښ و. د برتانوي مشرۍ مخ ته یوه ډېره ستونزمنه او پېچلې وضع راغلې وه. یوه خوا یې په شمالي او مرکزي هندوستان کې عملي واک له لاسه ورکړی و، او بلې خوا د بغاوت دغه اور د پنجاب، سرحد او سند کې ځای پر ځای شوي تر بنګال آرمي پورې د خپرېدو ډېر لوی خطر پېښ و.
په داسې وضعیت کې د برتانوي پوځ رهبرۍ سمدستي اقدام وکړ او پرېکړه یې وکړه چې لومړی پنجاب او سرحد (پښتونخوا) خوندي کړي.
په پنجاب او سرحد کې د اروپایي افسرانو شمېر لس زره درې سوه شپږ ویشت (۱۰،۳۲۶) و. دغه افسرانو د فرنټيئر فورس (سرحدي ځواک) ۱۳ زره څلور سوه دېرش (۱۳،۴۳۰) ځایي عسکرو په مرسته، لومړی د پنجاب د پوځي اډې ټول درانه وسلې او پوځي ذخائر خپل کنټرول کي کړل. وروسته په دې سیمه کې د بنګال آرمي ټولو غیر اروپایي عسکرو څخه وسلې بیرته واخیستل شوې، چې زیاتره یې د بنګال او شاوخوا سیمو سره تړاو درلود. په دې توګه د فرنټيئر کور په مرسته، په امرتسر، لاهور، ملتان او جهلم کې ځای پر ځای ټول دیارلس زره (۱۳،۰۰۰) عسکرو څخه د وسلو بیرته اخیستلو پروسه په سوله ییزه توګه بشپړه شوه.
په لویدیځ هندوستان باندې خپله ولکه د ټینګولو وروسته، برتانوي رهبرۍ پرېکړه وکړه چې د ډهلي او شاوخوا سیمو د پوځ د ملاتړ لپاره له پنجاب څخه مرسته واستوي، چې زیاتره یې له اروپایي عسکرو جوړه شوې وه. خو د ډهلي د پوځ قوماندان، جنرل آرتھر ولسن، وویل چې که سمدستي مرسته و نه شي، نو ډهلي بیرته نیول خو لاپریږده، خپله دفاع کول به هم ناممکنه شي، او له همدې امله یې نوره عاجله مرسته وغوښته.
په دې نازکو او تاریخي شیبو کې، کله چې د ټول هندوستان راتلونکی پر یو مهم پړاو ولاړ و، او هندي مسلمانان د انګریز له ولکې څخه د خلاصون لپاره خپل هر څه په خطر کې اچولي و، نو برتانیا پرېکړه وکړه چې د دې مقدس جہادي خوځښت د ځپلو لپاره نوې پوځي ځواک جوړ کړي.
د ۱۸۵۷م کال د مې څخه تر ډیسمبر پورې، له پنجاب او سرحد څخه څلور دېرش زره (۳۴،۰۰۰) نوي عسکر جذب شول، چې په کې د سیکانو او هندوانو په شمول ډېر شمیر هغه کسان هم وو چې ځان یې مسلمان بلل. دې عسکرو د بنګال آرمي د هغو پوځیانو ځای ونیوه، له کومو څخه چې وسلې بیرته اخیستل شوی وې، او په همدې کسانو یې د نظم ساتلو په اساس اتلس (۱۸) نوې پیاده لېوا ګاني جوړې کړې.
همدغه هغه پوځي ځواک و، چې د مرستې په وسیله یې برتانیا بیا ډهلي ونیوله او په پای کې یې د ۱۸۵۸م کال تر جون میاشت دا مقدس جهادي خوځښت مات کړ. د دغو بدمرغه عسکرو په مرسته په هندوستان کې د مسلمانانو وژنه وشوه، د هغوی شتمنۍ او کورونه یې ویجاړ کړل، زرګونو علماء یې په دار وځړول، او د مسلمانو ښځو شرف یې تر پښو لاندې کړ. ګڼو ښځو د خپل ناموس د ساتنې لپاره ځانونه په څاه ګانو کې وغورځول.
د ډهلي تر اشغال وروسته د هغه ځای صحنه انګریز جنرال لارډ روبرټس په دې ټکو لیکي:
دهلي په حقیقت کې یو خاموشه او ویجاړ ښار جوړ شوی و. زموږ د آسونو د قدمونو د غږ پرته هلته هېڅ ډول غږ نه اورېدل کېده. هرې خواته د مړو جسدونه خپاره و، او هر جسد په خوسا کیدو وو. دا صحنې ډېرې ویریدونکی او زړه خوړونکي وې. سپو د مړو د بدن غړي څېرل او داړل، او ځینې مړي کرګسانو خوړل، زموږ پر آسونو هم ویره خپره شوې وه؛ هغوی به رمیدل، پوزي به یې پړسېدې او نااشنا، وېروونکي غږونه به یې ایستل. (Forty one Years of India, by Roberts)
«فاتح لښکر» د مسلمانانو له کورونو سوداګریز مالونه، سره او سپین زر، نغدې پیسې، کتابونه او د کور توکي، آن تر دې چې کټونه هم چور کړل او له ځانه سره یې یووړل. یعنې د ظلم هره ممکنه لاره وکارول شوه، څو مسلمانان بیا د جهاد جرئت و نه کړي. د ۱۸۵۷م د جهادي خوځښت په ځپلو کې د لوېدیځ هند (اوسني پاکستان) پوځي لیواګانو چې کوم ناوړه رول ولوباوه، هغه د برتانوي مشرۍ لپاره هم د خوښۍ او حیرانتیا وړ و.
یو مشهور انګریز لیکوال د هغه وخت په اړه لیکي:
«تر ټولو د حیرانتیا خبره دا وه چې د “غدر” (جهاد) پر مهال، که څه هم عموماً دا انګېرنه وه چې د انګریزانو جګړه د هندیانو پر ضد ده، خو د همدې جګړې د دوام او ملاتړ مسوولیت هم د ځایي خلکو پر غاړه و… هره دنده چې به ور وسپارل شوه، په ډېره هڅه او وفادارۍ به یې ترسره کوله. داسې ښکارېده لکه زموږ او د هغوی ترمنځ کومه ژوره دښمني یا د ګټو ټکر نه وي، که دا ځایي کارکوونکي نه وای، نه به زموږ پوځ ته خواړه رسېدل، نه به زموږ آسونو ته واښه برابرېدل، نه به زموږ توپونو ته مرمۍ اچول کېدای شوې، او نه به درنه وسله له یوه ځایه بل ځای ته لېږدول کېدای شوه.
آن دا چې موږ به د جګړې له ډګره خپل مړي او ټپیان هم ایستلای نه شوای. خو زموږ دغه ځایي مامورین په هر حال کې وفادار پاتې شول او یوازې د څو میاشتنۍ معاش په بدل کې زموږ ترڅنګ ودرېدل، او هېڅکله یې دا فکر ونه کړ چې دا کار د هغوی لپاره څومره سپکوونکی دی!»
نو ځکه برتانوي پوځ پرېکړه وکړه چې له جګړې وروسته هم دغه وفادار سرتېري په دندو کې وساتي. همدارنګه، د بنګالي پوځیانو د یاغي تمایلاتو له کبله دا پرېکړه هم وشوه چې په «بنګال آرمي» کې د پنجاب او سرحد د سرتېرو شمېر په تدریجي ډول زیات او د بنګالي پوځیانو ونډه کمه کړل شي.
دا لومړی ځل و چې د لوېدیځ هند خلک د «فرنټیر فورس» (چې یو نیمه پوځي ځواک و) له چوکاټه واېستل شول او د برتانیا په رسمي پوځ کې شامل کړل شول. د جلب او جذب دا لړۍ ورو ورو روانه پاتې شوه، آن تر دې چې تر ۱۸۷۰م کال پورې په بنګال آرمي کې د پنجاب او سرحد د سرتېرو ونډه ۳۵ سلنې ته ورسېده. سربېره پر دې، د بلوچ قوم لږ شمېر کسان هم پوځ ته جذب شول. له لوېدیځ هند څخه جذب شوې دغه پوځي کنډکونه تر نن ورځې پورې د پاکستان په پوځ کې په هم دغه نومونو شتون لري چې انګریزانو د ۱۸۵۷م د جهاد پر مهال ورته ایښي وو.










































