سریزه: په پاکستان کې دولتي ځواک، وسله وال خوځښتونه او کورنی ټکر
د پاکستان د کورني امنیت تاریخ یوازې د دولت او غیردولتي عناصرو ترمنځ د یوه ساده تاوتریخوالي کیسه نه ده؛ بلکې دا د تګلارو د تضادونو، د سیمې د ځواک سیاست، د پوځ د برلاسۍ، او د اوږدمهاله سیاسي او ټولنیزو محرومیتونو یو پېچلی او پرله پسې بهیر دی. د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو په بېلابېلو پړاوونو کې کومې ستراتیژۍ خپلې کړې، د هغو په پایله کې نه یوازې کورنی بې ثباتي رامنځته شوه، بلکې د دولت او ولس ترمنځ د باور بنسټ هم په سخت ډول زیانمن شو.
د دولتي ځواک بې ځایه کارونه، له اساسي قانون څخه ورهاخوا ګامونه، جبري تریتمیاوې، له محکمې پرته وژنې، او ډله ییزې سزاوې داسې شرایط وزېږول چې ګڼ وسله وال خوځښتونه ترې راټوکېدل. د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، القاعده او د بلوچستان د مقاومت خوځښتونو یې څرګندې بېلګې دي. دا لیکنه د همدې عواملو په رڼا کې د دولتي ځواک د کارونې، د ترهګرۍ ضد تګلارو، او د هغو له امله د رامنځته شویو وسله والو تحریکونو څېړنیز جاج وړاندې کوي.
د دولتي تګلارو شالید او د وسله والۍ وده په پاکستان کې وسله وال خوځښتونه په هېڅ صورت د ټولنیز او سیاسي تشیال په فضا کې نه دي راټوکېدلي. د سړې جګړې پر مهال او تر هغې وروسته، دولتي بنسټونو د خپلو سیمه ییزو او ستراتېژیکو ګټو له مخې له ځینو مذهبي او وسله والو ډلو څخه په غیرمستقیم ډول ګټه پورته کړه، او دا ډلې د یوې اوږدې مودې لپاره د «ستراتېژیکو شتمنیو» په سترګه ورته کتل کېدې.
خو دا انګېرنه سمه نه ده چې ټولې وسله والې ډلې دې په مستقیمه توګه د دولت تر سرپرستۍ لاندې روزل شوې وي؛ حقیقت دا دی چې له دغو ډلو څخه ډېری یې د خپلو فکري، قبایلي او یا سیمه ییزو انګېزو پر بنسټ په خپلواکه توګه فعالې وې، خو د هغوی شتون او فعالیتونه د دولت د تګلارو لپاره په لنډمهاله ډول ګټور تمامېدل.
له بلې خوا، دولتي ادارو په پرله پسې توګه سیاسي بهیر کمزوری کړ، د شریعت له پلي کېدو څخه یې ډډه وکړه، او د ټولنیزو طبقو او ژبنیو بنسټونو پر اساس یې وېش او تعصب ته لمن ووهله. د وخت په تېرېدو سره هماغه وسلهوال عناصر، چې یوه زمانه یې فعالیتونه د دولت د ګټو لپاره د منلو او حتی ګټور بلل کېدل، په خپله د دولت لپاره په یو جدي کورني ګواښ واوښتل او ورو ورو یې د هغه د غاړې پړی جوړ کړ. سره له دې، د بنسټیزو او فکري اصلاحاتو پر ځای د زور کارونې ته لومړیتوب ورکړل شو، چې پایله یې دا وه چې عام وګړي د ټولیزو سزاوو، پراخو پوځي عملیاتو او د بشري حقونو له سختو سرغړونو سره مخ شول.
همدا د تګلارو تضاد، دا چې یو دولت په یو پړاو کې د ځینو وسله والو ډلو له فعالیتونو څخه په غیرمستقیم ډول ګټه اخلي او په بل پړاو کې پر هماغو ډلو بې رحمانه پوځي یرغلونه کوي، په پاکستان کې د دوامدار بې ثباتۍ او تاوتریخوالي له بنسټیزو عواملو څخه ګڼل کېږي.
تحریکِ طالبان، القاعده او نورې جهادي ډلې: رامنځته کېدل او پراختیا
تحریکِ طالبان پاکستان (TTP) او نورې جهادي ډلې په قبایلي سیمو، په ځانګړي ډول په پخوانۍ فاټا کې، هغه مهال راڅرګندې شوې چې د افغانستان د جګړې اغېزې په مستقیم ډول د پاکستان دننه ولېږدېدې. د ډرون بریدونه، پوځي عملیات، په پراخه کچه جبري بې ځایه کېدل، پر پوستو د سپکاوي ډک چلند، او ډله ییزې نیونې داسې عوامل وو چې د ځایي خلکو په زړونو کې یې ژور قهر او پردیتوب وزېږاوه.
د ګڼو څېړنیزو راپورونو له مخې، د دودیز قبایلي جوړښت ړنګېدل او د دولتي بنسټونو له لوري د عدالت نه تامين داسې فضا رامنځته کړه چې د ټي ټي پي او القاعده په څېر سازمانونو ته یې په سیمه ییزه کچه ملاتړ او پناه ورکړه. له همدې امله دا تحریک یوازې یو نظرياتي یا مذهبي غبرګون نه و، بلکې د دولتي جبر، غیرشفاف واکمنۍ، او اوږدمهاله سیاسي محرومیت پایله هم وه۔
د اسلامي او جهادي ډلو پر ضد پوځي عملیات او ولسي زیانونه:
د پاکستان دولت په بېلابېلو پړاوونو کې د اسلامي او جهادي ډلو پر ضد ستر پوځي عملیات ترسره کړل، چې پکې دا شامل دي:
• د «راهِ نجات عملیات» (سویلي وزیرستان)
• د «راهِ راست عملیات» (سوات)
• د «ضربِ عضب» عملیات (شمالي وزیرستان)
• او وروسته د هېواد په کچه د «ردّالفساد» په نوم عملیات
دا ټول عملیات، سره له دې چې د امنیت په نوم ترسره شول، د عام ولس لپاره یې درانه بشري، ټولنیز او اقتصادي زیانونه هم له ځان سره لرل۔
د دولتي دریځ له مخې، د دغو عملیاتو موخه د ترهګرۍ له منځه وړل او د دولت د واک (ریټ) ټینګول وو؛ خو د بشري حقونو د بنسټونو او خپلواکو څارونکو په اند، د دې عملیاتو تر ټولو دروند بار عام ولس پر اوږو واخیست. په لکونو خلک بې کوره شول، بشپړې سیمې د ډله ییزو سزاوو ښکار شوې، کورونه او بازارونه ویجاړ کړل شول، او د پاکستان زرګونه مسلمانان تر نن پورې په ناقانونه ډول ورک دي، چې د هغوی د کورنیو فریاد ته په هېڅ کچه پام نه کېږي۔
د تګلارو ناکامۍ او د وسله والو خوځښتونو دوام:
څېړنه دا حقیقت تائیدوي چې یوازې د پوځي ځواک کارول ونه توانېدل چې وسله والتوب له منځه یوسي. د دې بنسټیز لاملونه دا دي:
• د سیاسي روغې جوړې او جدي خبرو اترو د هڅو نشتوالی
• په وروسته پاتې سیمو کې د پرمختیايي پروژو نهشتون یا یوازې نمایشي بڼه
• جبري تریتمیاوې، له محکمې پرته وژنې، او د پوځ لپاره د عملي حسابورکونې نشتوالی
• د پاکستان له جوړېدو څخه تر ننه پورې د شریعت د پلي کېدو د غوښتنو ردول
په همدې شرایطو کې، له یوې خوا د تحریکِ طالبان په څېر ډلې رامنځته شوې یا لا پسې پیاوړې شوې، او له بلې خوا په بلوچستان کې د بلوچ مقاومت ډلو زور واخیست، چې دا ټول د دولتي جبر پر وړاندې غبرګون و.
بلوچستان، دولتي جبر او د بلوچانو مقاومت:
په بلوچستان کې د دولتي ځواک د کارونې تاریخ اوږد، دردناک او له وینو ډک دی. پوځي عملیات، جبري ورکېدنې، ډله ییز قبرونه، او د طبیعي سرچینو ناعادلانه وېش د بلوچ ولس ترمنځ ژوره بې باوري او محرومیت زېږولی دی. د سیاسي غږونو ځپل او د هر ډول اختلاف له غدارۍ سره تړل د ستونزې لا پسې پېچلتیا زیاته کړې ده.
په همدې شالید کې د بلوچانو مقاومتي کړنې، د «آپریشن هیروف ۱ او ۲» په ګډون، راڅرګندې شوې. بلوچ کړۍ دا کړنې د خپل شتون او حقونو د دفاع طبیعي غبرګون بولي، خو دولت یې یوازې د امنیت لپاره ګواښ ګڼي او په دې توګه له اصلي لاملونو د خلکو پام اړوي. دا خبره له څېړنیز پلوه خورا مهمه ده چې، سره له دې چې جهادي ډلې او د بلوچانو مقاومت له نظري پلوه یو له بل سره توپیر لري، خو پر یوه ګډ ټکی راټولېږي: یعنې د دولتي پالیسیو ناکامي او پر زور له حده زیات تکیه.
پایله
له دې څېړنیز مطالعې څخه به دا خبره په ډاګه شي چې په پاکستان کې د تحریکِ طالبان او نورو وسله والو خوځښتونو ستونزه یوازې د «قانون او نظم» موضوع نه ده، بلکې دا د هماغو دولتي پالیسیو، پوځي برلاسۍ، پر ولس د شویو ظلمونو او اوږدمهاله سیاسي محرومیتونو زېږنده پایله ده. کله چې دولت زور یوازینۍ حللاره وبولي، د شریعت له پلي کولو مخ واړوي او له حساب ورکولو تېښته وکړي، نو په غبرګون کې تاوتریخوالی، مقاومت او بې ثباتي حتمي ګرځي.
په همدې لړ کې دا خبره هم د غور وړ ده چې ځینې د علم او فکر څښتنان او شنونکي د پوځ له لوري پر ولس د شویو ظلمونو او دوه ګونو پالیسیو ته داسې د حیرانتیا په سترګه ګوري، لکه دا چې دا یو نوی او ناپېژندل شوی امر وي. حال دا چې د دې سیمې له تاریخ، په ځانګړي ډول د پاکستاني پوځ له تېر سره، لږه بلدتیا لرونکی انسان هم له دې ډول حیرانتیا څخه پرته له خپله حیران پاتې کېدلو نه شي تېرېدلی.
په راتلونکو برخو کې به زموږ هڅه دا وي چې د تاریخي او مستندو حقایقو په رڼا کې دا روښانه کړو چې د نن ورځې ظلمونه او ستونزې ناڅاپي پېښې نه دي، بلکې د یوه اوږده تاریخي بهیر منطقي پایله ده، چې مستقیم مسؤولیت یې پر پاکستاني پوځ ورګرځي. په راتلونکو برخو کې به د پوځ تاریخ وڅېړو او د هغه د پالیسیو او پرېکړو له لارې د پاکستان له مسلمانانو او د نړۍ له مسلمانانو سره شوې خیانت په تفصیل سره بیان کړو. په دې توګه به دا لړۍ لوستونکو ته دا حقیقت لا څرګند کړي چې د اوسني بحران ریښې د تېر وخت په پوځي پالیسیو او کړنو کې نغښتې دي.










































