تېره ورځ د پاکستان د دفاع وزیر په یوه تلویزیوني مرکه کې ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت له دوی څخه د وزیرستاني مهاجرینو د انتقال لپاره لس میلیارده پاکستانۍ کالدارې غوښتې دي، دا ادعا چی بیخي بې بنسټه ده، یو ځل بیا د پاکستان د دولتي کړنو هغه ځانګړې لوبه ښکاره کوي چې ترې د خپلو ناکامیو پټولو او نړیوالو مرستو د اخیستو لپاره کار اخیستل کېږي. دا ادعا، چې له حقیقت څخه لرې ده، نه یوازې د پاکستان داخلي ستونزې په ګوته کوي بلکې د دې هېواد پر مسلسلو سازشونو او د نړیوالو د غولولو هڅو ته هم روښانه اشاره کوي.
پاکستان له ډېرې مودې راهیسې د ځان د قرباني ښودلو لوبه کوي. کله د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ځان د نړۍ سپاهي بولي، کله د کډوالو د بار له امله د نړیوالو څخه د مرستې غوښتنه کوي، او کله یې د اقتصاد د ماتېدو لپاره نور هېوادونه ګرم ګڼي.
دا تازه ادعا هم د دې اوږدې ډرامې یوه برخه ده. داسې ښکاري چې پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي وزیرستاني کډوال خطر معرفي کړي او نړۍ ته د مرستې لپاره خپل لاس اوږد کړي.
که وکتل شي نو د پاکستان اقتصاد په داسې حالت کې دی چې د لس میلیارده کلدارو غوښتنه ترې بې معنی او بې منطقه ښکاري.
دا هېواد د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) څخه د پور د ترلاسه کولو لپاره هره ممکنه هڅه کوي. آن د هغوی له اجازې پرته خپله اقتصادي پالیسي هم نه شي وضع کولی، د ډالر پر وړاندې د روپۍ ارزښت په پرلهپسې توګه کمېږي، په هیواد کې یې د ګرانۍ کچه په تاریخ کې تر ټولو لوړې سطحې ته رسیدلې ده او ولس یې له اقتصادي ناخوالو سره لاس و ګریوان دی.
خو د دې پر ځای چې پاکستان خپلې ستونزې ومني او د اصلاح لپاره یی ګامونه پورته کړي، په ځای یې هڅه کوي چې په نړیوالو کې ځان د یوې بېکسه او مظلومې بڼې په توګه وړاندې کړي. له همدې امله، د افغانستان په څېر په یو ګاونډي هېواد تهمتونه لګوي.
پاکستاني چارواکو ته د بېبنسټه ادعاوو کول کومه نوې خبره نه ده. له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم دوی میلیاردونه ډالر ترلاسه کړل، خو په حقیقت کې یې په سیمه کې ترهګري لا ډېره فعاله کړه. د داعش او نورو امن دشمنه ډلو ته یې امن ځایونه ورکړي او تجهیزوي یې.
د افغانستان اسلامي امارت ویاندویانو د پاکستان دا بېبنسټه ادعا رد کړه او ښکاره یې کړه چې نه داسې کومه غوښتنه شوې او نه هم پاکستان د دې وړتیا لري چې د یو میلیارد کلدارو تمه ترې وشي. د اسلامي امارت چارواکو زیاته کړې چې پاکستاني چارواکي یوازې د خپلو داخلي ناکامیو د پټولو لپاره د نورو هېوادونو نوم اخلي.
پاکستان په تېرو څو لسیزو کې تل هڅه کړې چې نړیوالو ته ناسم معلومات ورکړي او په بېلابېلو پلمو سره مالي مرستې ترلاسه کړي.
نړیوالې ټولنې ته اوس دا درک کول ضروري دي چې د پاکستان دا ډول ادعاوې یوازې د خپلو اقتصادي ناکامیو او سیاسي تضادونو د پټولو یوه هڅه ده.
د دې پر ځای چې پاکستان د خپلو ستونزو حلولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، دا هېواد په مکرر ډول پر نورو هېوادونو د تورونو لګولو او د نړیوالو مرستو لپاره د موضوعاتو جوړولو سیاست تعقیبوي.
نړیوالو ته په کار دي چې د پاکستان پر دې ډول چلندونو نور باور ونه کړي او پاکستان دې مجبور کړي چې د خپلو ناکامیو مسؤلیت په خپله واخلي.
موږ د پاکستان د دفاع وزیر ته وایو چې ستاسو هېواد د نړۍ په کچه د خیرات غوښتونکو هیوادونو په سر کې ځای لري، چې هر کال د پیسو د نړیوال صندوق (IMF)، سعودي عربستان، چین، او نورو هېوادونو څخه د پورونو او مرستو لپاره پرلهپسې غوښتنې کوي. ستاسو اقتصاد د دیوالیه کېدو سره مخ دی، او ولس مو د لوږې او بېکارۍ په یوه نه ختمېدونکي کړکېچ کې ژوند کوي. په داسې حال کې چې تاسو د خپلو پورونو د بیرته ورکولو وس نه لرئ او د نړیوالو د خیرات پر مټ خپلې اړتیاوې پوره کوئ، دا څنګه ممکنه ده چې ستاسو نه دې د میلیاردونو کالدارو غوښتنه وشي؟ حقیقت دا دی چې تاسو د خپلو ورځنیو اړتیاوو لپاره د نړۍ دروازې ټکوئ، خو بیا هم ځان د “سخاوتمند” په څېر معرفي کوئ.
لومړی خپل اقتصاد سم کړئ او خپل ولس ته د خیر رسولو وړتیا پیدا کړئ، بیا نورو ته د څه ورکولو دعوې کوئ.