داعشیان د خپل (خیالي خلافت) له لیونتوب وروسته، خپل خلک له مینځه وړي او بیا وايي چې سي آی اې ‘CIA’يا امریکا زموږ د نیولو لپاره ملیونونه ډالر مصرفوي.
په هند کي نیول شوی مالیالي داعشي (اشیف) وايي: داعش د کیرالا د ايالت په هره ولسوالۍ کې کې څلور روزل شوي کسان لري.
د کوچي ښار د امنیت اداره وايي: د مالیالي داعشي آصف لخوا یو ټکان ورکوونکی راز افشا شوی دى، آشیف چې د هندوستان د ملي تحقیقاتو ادارې (NIA) لخوا په تامل ناډو ايالت کې نیول شوی دى، څرګندوي: د کیرالا ايالت په ټولو څوارلسو ولسوالیو کې د (داعش) یو کس شتون لري، دا کسان د داعش د کیرالا ولایت لپاره کار کوي.
پلان دا وو؛ چې په کیرالا ايالت کې د تریسور ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي آصف په مشرۍ د داعش د ډارونکې ډلې لپاره نفوذ پراخ شي، د دې لپاره آصف د کیرالا ايالت له هرې ولسوالۍ څخه درې څلور کسان موندلي وو.
هغه د شاوخوا (30) کسانو نومونه د ملي تحقيقاتو اداري (NIA) ته سپارلي دي، چي یاد کسان هم د ملي تحقيقاتو اداري يا (NIA) تر څارنې لاندې دي.
دغه ګروپ پلان درلود، چې د سریلانکا په څېر بریدونه ترسره کړي.
تر اوسه په کیرالا ايالت کې مشهور کسان هم په نښه شوي دي، د دې ترڅنګ د تحقیقاتو ټیم په تامل ناډو او کرناټکا ايالتونو کې د نوموړي ګروپ د قضیې د دوهم تورن نبیل لټون ګړندی کړی دی.
تحقیقاتي اداره زیاتوي چې نبیل، آصف ته پټ پیغامونه استولي دي، نبیل مسؤلیت درلود چې هغه ځوانان ومومي، کوم چې د داعش ډلې ته لیواله شوي وو او د کیرالا ایالت لپاره د داعش ګروپ برخه جوړه کړي.
د ملي تحقيقاتو اداره پلان لري، چې آصف یو ځل بیا توقیف کړي او د آصف څخه د لاس ته ورغلو ډیجیټلي شواهدو د ازموینې بشپړولو وروسته ترې پوښتنې وکړي.