د مینې او ایثار دنګ منار، د اخلاقو نمونه او د کونړ د غرونو زمری شهید، سعید مولوي محمد ایاز شهامت د محمد شریف زوی، په ۱۳۷۵ هـ. ش کال د کنړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ، د نیشه ګام د کلي په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کې د فاني نړۍ ته سترګې وغړولې، په ماشومتوب کې یې د جومات په لورې په کوچنیو قدمونو تګ راتګ پیل کړ، د خپل کلي له ملا امام څخه یې لومړني دیني او عقیدوي درسونه ولوستل، بیا د شګې ولسوالۍ ضیاءالقران مدرسه کې داخل شو، هلته یې د دیني درسونو دوره بشپړه کړه او د فضيلت دستار یې پر سر کړ.
دا چې د شهید شهامت (تقبله الله) روزنه په یو دیني ماحول کې ترسره کېده او د ایمان بنسټ یې له قوي ريښو څخه سرچینه اخیسته، الله عزوجل د ویښ او لړزېدونکي وجدان څخه برخمن ګرځولی وو، ده په داسې وخت کې د ځوانۍ په درشل قدم کېښود، چې هېواد یې د غربي ښکلاک له لوري تر بشپړ اشغال لاندې وو، د مظلومانو مظلومیت، د کونډو فريادونو، د تور سرو عفت او د دیني مقدساتو توهین نور دې ته پرېنښود، چې آرامه او سوکاله ژوند انتخاب کړي، هغه و چې په خورا کم عمر کې يې د جهاد او مبارزې ګرمو سنګرونو ته ځان ورساوه، هغه دوولس کلن و چې د اشغالګرو پروړاندې یې ټوپک ته لاس کړ او د ژوند تر پایه یې بیا دغه سنګر خالي نه کړ.
د اشغالګرو سره د مقابلې په پار یې (۹) کاله خپل کلی او کور پرېښود، د مجاهدینو ساحې د څوکۍ کلي ته یې هجرت وکړ، هغه یو فعاله، تکړه او زړور مجاهد وو، په یوه شپه کې یې په یوازې ځان د اربکیانو او اردو (۶) نفره د لیزر په مټ و وژل او (۳)نور یې زخمیان کړل، د اشغالګرو پر وړاندې یې هر سنګر ښه په مېړانه وپاله، د خپلې ولسوالۍ په اکثریت کمینونو، تعرضونو او عملیاتو کې یې له خپلو مجاهدینو وروڼو سره اوږه په اوږه برخه اخیسته، د داعشي خوارجو پر وړاندې یې دریځ خورا سخت و، همدا وجه وه چې د کونړ ولایت اکثریت ولسوالیو ته په تشکیل ولاړ او ډېرې سیمې یې د دوی له شتون څخه پاکې کړې.
د جهادي سفرونو په بهیر کې په لومړي ځل د کنړ ولایت شیګل ولسوالۍ ته په تشکیل ولاړ، د شیګل ولسوالي یو له هغه ځایونو څخه وه، چې خوارجو پکې عملا حضور درلود، هلته یې له دواعشو سره سینه په سینه مقابله وکړه او زیاتې سیمې یې د دوی له شتون پاکې کړې، څه موده وروسته له یادو عملیاتو بېرته کور ته راستون شو، دمه یې لا نه وه جوړه کړې، چې یو ځل بیا دغه ستړي مجاهد ته د تګ امر وشو، دا ځل ماڼوګي ولسوالۍ ساریګل سیمې ته ولاړ، هلته هم د خوارجو داعشیانو پروړاندې ښه په مېړانه وجنګېده.
دریم ځل وټه پور ولسوالۍ ته په تشکیل ولاړ، دغه د حق علم بردار، چې د اسلام پر سپېڅلې لاره کلک ولاړ وو، د فتنه ګرو خوارجو پر وړاندې یې هلته د حق بیرغ پورته کړ، نه یې د هغوی ظاهر پسنده تقوا ته غاړه کېښوده، نه یې د هغوی د تندروۍ له وېرې شاته ګام واخېست، د قرآن او سنتو پر بنسټ یې د خوارجو باطل فکر افشا کاوه، د امت یووالی یې ستر آرمان و او د تفرقې پر وړاندې یې کلک مقاومت کاوه، هغه پوهېده چې خوارج د دین له روحیې، فکر او عقیدې بې برخې خلک دي، نو په حکمت، پوهه او د اړتیا په صورت کې یې په توره د هغوی فساد ته ځواب ورکاوه، د ده مبارزه نه یوازې یو سیاسي دریځ و، بلکې یو ایماني رسالت و، چې د اسلام د ریښتینې او زړور مجاهد په توګه يې اداء کاوه.
څلورم ځل د کنړ ولایت ماڼوګي کړنګل سیمې ته په تشکیل ولاړ، په کړنګل کې د لنډیګل په خط کې د خوارجو له یو ملا سره یې په مخابره کې مناظره وکړه، داعشي ته یې په خپلو قوي دلایلو سره ماته ورکړه، دا چې د هغه وخت د جنګ امیر محترم قاري صاحب ضیاءالرحمن وو، د دې بریالۍ مناظرې په بدل کې یې شهید، سعید ته (۲۰۰۰)افغانۍ جایزه ورکړه.
نوموړی مجاهد (تقبله الله) په ډېرو سنګرونو کې له خوارجو سره مخامخ شو، زیات شمېر داعشیان یې بندیان هم کړل او په هر ځای کې یې د دواعشو پر خلاف دعوت او تبلیغ چلاوه، د ده کورنۍ هم زیات شمېر مجاهدین درلودل، کله به چې د خوارجو تشکیل ته تللو نو د کور څخه به یې پنځه نفره تشکیل ته تلل، یو یې ورور، یو د تره زوی او دوه ورېرونه او د اشغالګرو په خلاف یې هم سنګر ګرم ساتلی و، له کورنۍ څخه یې (۶) نفره شهیدان ورکړل او ورور یې محمد بشیر هارون د قطعې قوماندان وو.
بالاخره دغه د ښو اخلاقو څښتن او خنده رویه مجاهد، سهار وختي له کور څخه د دندې په لورې، چې د اووم کنډک د اول ټولي قوماندان و، د څوکۍ ولسوالۍ د بابړو بېز ته روان شو، پر لاره د فتنګرو داعشیانو له خوا د ځای پرځای شوي ماین په انفجار کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد او دری ملګري یې زخمیان شول د هغه له جملې څخه يو تن مجاهد تر اوسه پورې معیوب دی، نحسبه کذالک والله حسیبه.
د شهادت نیټه: (۱۴۴۴/۲/۱) یکشنبې ورځ د سهار نهه بجې.