ځیني لویدیځ هېوادونه او یو شمېر نړیوال سازمانونه؛ سره له دې چې د داعش تکفیري ډلې پر وړاندې د مبارزې خبرې کوي او هغه یې د نړیوال سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼلی؛ خو بیا هم په عمل کې پټ او ښکاره، په مستقيمه او غیر مستقیمه توګه، د دې ډلې د ودې لپاره په رسنیزه او تبلیغاتي فضاء کې هڅې کوي.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په خپل ۱۹م راپور کې؛ د داعش د ګواښ په اړه، د نړۍ امنیت لپاره یو ځل بیا بې اساسه خبرې وکړې، داسې یوه انګېزه یې خپره کړه، چې دا ډله اوس کولای شي په ټولو سیمو کې بریدونه ترسره کړي.
د حیرانتیا ځای دا دی؛ چې په دې راپور کې د داعشي خوارجو د خراسان څانګې مرکز افغانستان بلل شوی؛ چې د سیمې او اروپا پر هېوادونو د بریدونو پلان لري، خو دا په داسې حال کې چې د دې ډلې سره تړلي، ټول نیول شوي کسان چې په ایران، روسیه، ځینې نورو هېوادونو او افغانستان کې د وروستیو بریدونو سره تړاو لري؛ د تاجکستان او پاکستان اوسېدونکي و، چې د یوې درېیمي لارې (پاکستان، ترکیه او تاجکستان) څخه خپل مقصد ته رسېدلي دي.
د امریکا د دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې هم ویلي و؛ چې د داعش تکفیري ډلې خراسان څانګه لا هم د یو ګواښ په توګه مطرح ده.
باید وویل شي، د لویدیځ چارواکي او د ملګرو ملتونو سازمان په داسې حال کې د دې ډلې قوت لوی ښيي؛ چې دا ډله او د هغې لوژستیکي شبکې په افغانستان کې له منځه تللي او خطر یې صفر ته رسېدلی دی، له بلې خوا؛ دا هم باید روښانه شي، چې داعشي ډله په افغانستان کې د خلګو په منځ کې هیڅ ځای نه لري، اوس مهال په افغانستان کې یوازې د دې ډلې نوم پاتې دی.
داسې ښکاري؛ چې ملګري ملتونه د ځینو لویدیځو هېوادونو په شمول؛ د امریکا دوه مخیزه سیاستونه تعقیبوي او د دې ډلې له نوم څخه د یادو هېوادونو د شومو موخو د پوره کولو لپاره ابزاري استفاده کوي، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي ادارو سره په همکارۍ دا پروژه مخته وړي.