اوس د هغه تاریخي روایت تازه کېدلو او د فتحې شېبې شمارلو وخت دی، چې پوځي رژیم به پکې د خپلو ترسره کړو ظلمونو حساب ورکوي، پوځي رژیم د مسلمانې ټولنې زړور ځوانان، سپین ژیري مشران او تورسرې عزتمنې ښځې په بې رحمۍ سره شهیدان او اسیران کړل، د هغوی عزتونه یې تر پښو لاندې کړل او کورونه یې په ویر او ویرانۍ بدل کړل.
د شهیدانو وینې لا وچې شوي نه دي لا هم بهیږي، د زخمیانو او اسیرانو چېغې لا هم په غرونو او درو کې ازانګې کوي، او د مظلومو میندو، یتیمانو ژړاګانې د آسمان منارې لړزوي، د دې ټولو ظلمونو، جبر، تشدد او د انسانیت ضد جنایتونو د حساب وخت رارسېدلی دی او ډېر سخت حساب ورسره کېدونکی دی. دا بریدونه او مقاومتونه نور یوازې یوه معمولي اړخ نه بیانوي، او نه دا نظامي شخړه یا سیاسي اختلاف دی، دا د یوې ټپي، ځپل شوې ټولنې چیغې او فریاد دی؛ دا د هغو خلکو انقلاب او راپورته کېدل دي چې کلونه کلونه یې د زور، زیاتي، تبعیض، تېري او غلامي کولو هڅو پر وړاندې مقابلې کړي دي، خو اوس یې زغم ختم شوی دی.
کله چې یو رژیم خپل ولس ته د عدالت، ازادۍ او کرامت پر ځای یوازې ډار، زندان، تشدد او وینه تویدنې ورکړي، نو ولس په پای کې د خپل عزت، ناموس او راتلونکي لپاره لاس په کار کیږي او طوفان راپورته کوي، نور دا هغه مقدس وخت دی چې الله تعالی د حق لپاره مبارزه کوونکو ته لارې برابروي، نصرت ورباندې نازلوي او د هغوی لاسونه پیاوړي کوي، لکه چې په قرآن کریم کې فرمایي:
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ
او هغو کسانو ته چې زموږ په لاره کې جهاد کوي، موږ به خامخا خپلې لارې وښیو او بېشکه چې الله له نیکو کارو سره دی.
اوس په ټوله سیمه کې یو نوی، ژور او طوفاني شعور او بدلون راپورته شوی دی، خلک نور نه غواړي چې د یوې کوچنۍ، خود غرضه او ظالمې ډلې یا کړۍ له لوري د خپل اسلامیت، عزت او خپل راتلونکي سره لوبې وکړي، د پاکستاني پوځي رژیم له لوري روان قومي تبعیض، اقتصادي لوټ، د بیان ازادۍ ځپنه، زور زیاتی او د بې ګناه وګړو پر ضد عملیاتو یو داسې اور بل کړی چې اوس یې شعلې هر لوري ته خپرېږي.
مونږ ټولې دا نښې په روښانه ډول وینو، دا ښکاري چې الله تعالی په دې سیمه کې د اسلامي نظام عدالت، انساني کرامت او ریښتیني ازادۍ پر بنسټ د یوه نوي، پراخ او عادلانه نظام لپاره اراده کړې ده، او د دې نظام د قلمرو پراخول به تش په نوم نه وي، بلکې په عمل کې به یې ګورو، داسې یو نظام به وي، چې ظلم ته به پکې ځای نه وي، جبر، تشدد او لوټ ته به ځای نه وي او د هر مظلوم انسان عزت او حقونه به په بشپړ ډول خوندي وي.
ظالم نظامونه ښايي د زور، تبلیغ او وېرې پر بنسټ خپل حاکمیت اوږد وبولي، خو د تاریخ قانون دا دی چې هېڅ استبدادي نظام تلپاتې نه وي، کله چې ظلم خپل وروستي حد ته ورسېږي، د هغه د سقوط عوامل هم له هماغه ځایه پیلېږي، د خلکو خاموشي په شعور بدلېږي، وېره په جرئت او خپګان په ګډ دریځ. د تاریخ پاڼې شاهدي ورکوي چې هر هغه رژیم چې د حق غږ یې خاموش کړی، د مسلمان ولس عزت یې تر پښو لاندې کړی او عدالت یې قرباني کړی، بالاخره له رسوایۍ، انزوا او ماتې سره مخ شوی دی، داسې نظامونه که هر څومره ځواکمن ښکاره شي، د خپلو ظلمونو تر بار لاندې ورو ورو کمزوري کېږي.
کله چې الله تعالی د بدلون اراده وکړي، نو داسې لارې پرانېستل کیږي چې د انسان له فکر او تصور څخه پورته وي، هغه مهال د ظالمانو ماڼۍ له دننه تشېږي، لکه نن ورځ چې د پاکستان پوځي رژیم ورسره لاس او ګریوان دی؛ نور د پوځي رژیم د زور بنسټونه لړزېدلي، او هغه څه چې دوی یې نه ماتېدونکي ګڼي، د وخت په یوه بدلون سره له منځه تللي یا ځي او دا شاهدي به لنډ وخت کې ووینو، ان شاءالله. که پوځي رژیم لا هم خپل زړه سخت کړي، خپل چلند بدل نه کړي او د زور، ډار او تشدد سیاست ته دوام ورکړي، نو تاریخ به یې بیا تکرار کړي او د صفحې له مخې به محوه شي.
نو په پای کې ویلی شو چې د لېندۍ غشي اوس خپل هدف ته رسېدلي دي، د پوځي رژیم په ټټر نښتي دي او د ژورو ټپونو له وجه د ذلت آخري سلګۍ وهي؛ نور د پوځي رژیم ټغر په ټولېدو دی او دغه اراضي د یو پاک اسلامي نظام پلي کېدو ته انتظار باسي؛ داسې ښکاري چې الله تعالی د اسلامي نظام د قلمرو د پراخولو او وسعت ورکولو اراده کړي وي او د پوځي رژیم بریدونه یوه بهانه ګرځول وي.









































