د فلسطین جهاد او د داعش چوپتیا

صلاح الدین (ثاني)

د صلاح الدین ایوبي په مُبارکو لاسونو فتحه او آزاد شوی فلسطین بلخصوص مسجدالاقصی المُبارک د وخت له مغرورو صلیبانو څخه وروسته یو ځل بیا د وخت مغرورو یهودیانو غصب او اشغال کړی.

د فلسطین په مُبارکه خاوره کې د محمدي اُمت تور سرو ته يهودي کفارو لاسونه اوږده کړل او عزتونه یې ورته له منځه یوړل، ځوانان یې بندیان او یا هم شهیدان کړل، علماء او پوهان یې له منځه یوړل، کورونه او مالونه یې چور او تالا کړل، ښکلي ښارونه او سیمې یې په کنډوالو بدلې کړلې، په ملیونونو فلسطینیان یې مهاجرت ته اړ کړل او د هغوی کورونه او خاورې یې په صهیونستي دولت بدلې کړلې. بلاخره د صهیونستي یهودیانو دې ظُلمونو او وحشتونو د ایوبي لمسیان بیا غصه او د تورې اخستو ته مجبور کړل، چې په نتیجه کې یې د ٢٠٢٣ کال د اکتوبر په ٧ نیټه یې صهیونستي اشغالګر له نړۍ زړه توري او په زرهاوو یې له دې نړۍ څخه رخصت کړل او د صلاح الدین ایوبي تاریخ یې ورته ښکاره کړ. خو په نن عصر کې یو ډله چې ځانونه د خِلافت مُدعیان او د اُمت ساتندویان بولي له دې مُبارکې غزا څخه نا خبره دي، چې دا ولې؟

 

داعش؟! هغه ډله ده؛ چې د خِلافت او شریعت تر نامه لاندې یې د نړۍ په څلورو طبقو کې د وینو سیلابونه وبهول او ټول عمر یې د اقصی د آزادۍ په شعارونو کې تېر کړ.

دا چې نن ورځ د ایوبي لښکرې یوځل بیا د اقصی د آزادۍ لپاره خپل سرونه شیندي او د نړۍ له اشد ترینو کفارو سره په جهاد او قتال اخته دي، د جعلي خلافت ټیکه داران چېرته ورک دي؟

ولې داعش نن ورځ د فلسطینیانو سره یو ځای د یهودو په وړاندې جهاد نه کوي؟

لکه څنګه چې د عربي نړۍ حاکمان د فلسطین په قضیه چوپ دي او هېڅ ایماني او وجداني حس یې په شور نراځي، همداسې داعشي خوارج هم د عرب حاکمانو په څېر د فلسطین په قضیه چوپ او ړانده دي.

 

د داعشو د چوپتیا لامل:

داعش ډله چې د همدې اسرائيلي یهودو او امریکا له خوا تشکیل شوې پروژه ده، نو همدا د یهودو وزیر (بن یامین نتن یاهو) خارجه وزیر، داخله وزیر، د دفاع وزیر، د موساد پخواني مشران او قومندانان د امریکا له لوري څخه بلنکن د داعش د دولت لوی مشران دي، ځکه خو هم د داعش له لوري کومه اعلامیه نه راځي. د داعش خوارجو ټول پلانونه او نقشي له اسرائيلو څخه راځي او وروسته په عراق، سوریه، صومالیا، افغانستان، پاکستان کې کارول کیږي، چې په پایله کې یې د مسمانانو وینې بهیږي، مساجد ورانیږي او په عامه ځایونو کې قتل عام کیږي. لکه څنګه چې وینو نن ورځ په غزه کې د صهیونستي اشغالګرو په لاس مظُلوم فلسطینیان قتل عام کیږي، همداسې ورته وحشتونه داعش په عراق، سوریه، افغانستان کې هم وکړل، د عامو مسلمانانو کورونه یې وسوځول، مالونه یې چور کړل، نارینه یې شهیدان کړل او ښځې یې بوتلې او خپلې وینځې یې ترینه جوړې کړلې. د داعش او اسرائيلو په کار او کردار کې هېڅ توپیر نشته.

 

اسرائيل±امریکا = داعش

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version