د علوم القرآن تاريخي شاليد

ليكوال: مولوي محمد انوارالدين شرفزی

علوم القرآن د قرآنکریم د لومړي آیت د نزول سره سم منځته راغلی ځکه د قرآن د نزول پیل او دا چې لومړی او  وروستی کوم آیت نازل شوی دا ټول د علوم القرآن برخو څخه دي.

په رسول الله صلی الله علیه وسلم  قران کریم په تدریجي توګه د پیښو په رامنځته کیدو او د خلکو  د ضرورت په اندازه نازلیده الله تعالی به خپل نبي صلی الله علیه وسلم  د قران کریم په اسرارو او معانیو باندې پوهولو، دارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ملګري يې  عرب او د عربی ژبې په ټولو اسلوبو يي پوهه درلوده او د قرانکریم د نزول شاهدان وو په کومه برخه به چې پوه نه شول نو ژر تر ژره به یی له رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه کوله.

د وحې په ابتداء او اولو وختونو کې د دې لپاره چې قرآن کریم سره بل شی ګډوډ نشي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قرآنکریم نه غیر د نورو شیانو د لیکلو څخه منعه کړې وه لکه چې فرمايي :  لَا تَكْتُبُوا عَنِّي وَمَنْ كَتَبَ عَنِّي غَيْرَ الْقُرْآنِ فَلْيَمْحُهُ  [1]  له ماڅخه له قرآن نه پرته  بل څه مه لیکئ، که چا ولیکه نو هغه دې وران کړي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې امر مطابق د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په وخت کې قرآني علوم و نه لیکل شوه او یواځې شفاهي زده کړه وه، د عمر بن الخطاب رضي الله عنه په امر ابوالاسود الدؤلي نحوي قواعد جوړ کړل [2] .

د اسلامي خلافت د ساحې د پراخیدو سره د مسلمانانو د زیاتیدو او د دوی تر منځ د فساد او فتنې دمخنيوي په موخه د اسلام دریم خلیفه عثمان بن عفان رضي الله عنه د قرآنکریم په مصحف امام کې د ټولولو امر صادر کړ چې په دیې سره د قرآن عظیم الشان د رسم الخط علم رامنځته شو.

لنډه دا چې : د خلفاء راشدینو په وخت کې د اسلامي امت سرحدات پراخه شول او صحابه کرامو د اسلام د مبارک دین او علم د نشر لپاره په نړۍ کې تیت شول د تالیف او تدوین لړۍ ډیره پراختیا وموندله، صحابه کرامو د قرآن د علومو خپرونې ته زیاته توجه وکړه هر ځای کې د دین مراکز او مدرسې جوړې شوې.

لکه په مکه مکرمه کې د عبدالله بن عباس رضي الله عنه مدرسه چې سعید بن جبیر، عکرمه، او مجاهد بن جبر او ځینې نور تابعین يی شاګردان وو، په مدینه منوره کې د ابې بن کعب الانصاري رضي الله عنه مدرسه، په کوفه کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه مدرسه چې شاګردان يي علقمه او نور وو، دارنګه عطاء، عکرمه ، قتادة، حسن بصري، مالک بن انس رحمهم الله او نور هغه لوی لوی شخصیتونه دي چې د علم په تدوین کې يې ستر رول لوبولی چې د تفسیر، د قرآنکریم د نزول، د ناسخ او منسوخ او دارنګه د غریب القرآن د علم بنسټونه يي ایښي دي.

د عباسیانو په وخت کې د تالیف ساحې ډیره پراختیا وموندله د دین علوم او د عربي ژبې علوم په پوره ډول تدوین شول په قرآني علومو کې تر ټولو لومړنی تدوین شوی علم د تفسیر علم دی تر دې چې د تصنیف او تالیف دغه لړۍ پراختیا ومونده د قراني علومو په ټولو اړخونو لکه اسباب نزول، ناسخ او منسوخ، مشکلات القرآن، غریب القران او غریب و مفردات القران، اعراب القران، اعجاز القرآن، مجاز القران، اقسام القران، امثال القرآن، فضایل القرآن او د علوم القرآن په نورو اړخونو ډیرې لیکنې وشوې.

[1]– متفق علیه

[2]  -الجامع لأحكام القرآن ۱/۲۴ ، أبو عبد الله محمد بن أحمد القرطبي- تحقیق: هشام سمير البخاري، دار عالم الكتب، الرياض، المملكة العربية السعودية، چاپ کال ۱۴۲۳ه ق .

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version