د صادقو رجالو صادق امیر

ماهر بلال

مونږ الحمدلله مسلمانان یو او د نړۍ پرمخ د یو اسلامي شرعي نظام څخه برخمن یو، داسې نظام چې په نړۍ کې یې تراوسه ثاني نشته. لله الحمد
مسلمان د اسلام په هر امر مکلف دي، د قران او احادیثو له نصوصو ثابت احکام په مسلمان منل لازم دي. د اسلام د هر امر ترڅنګ یو امر د امیر د اطاعت په اړه دی، د اسلام مبین دین په هره برخه کې د امیر یا مشر د منلو او اطاعت کولو سپارښتنه کړې. همداسې د یو چا اطاعت په کولو کې امیر ته له الله تعالی جل جلاله او د الله تعالی رسول حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم څخه وروسته درېمه درجه ورکړل شوې ده، الله تعالی فرمایي:
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِى الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنٰزَعْتُمْ فِى شَىْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ ۚ ذٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا- [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 59]
ژباړه:
اې مومنانو! د الله تعالی جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړئ او د هغو چې له تاسې څخه د امر خاوندان دي. بیا که په کومه چاره کې مو شخړه پېښه شي، که پر الله جل جلاله او ورځ د اخرت ایمان لرئ! الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم ته یې وړاندې کړئ! دا کار خیر او ښه راتلونکی دی.
آیت کریمه کې په ډېر ښه انداز د الله جل شانه، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او د اولوالامر د اطاعت یادونه شوې. خلاصه دا چې د الله عزوجل او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه وروسته په قران او سنت د موافق امیر اطاعت کول په مسلمانانو فرض دي.
اولوالامر کې لوی بحث دی خو اکثریت د سلفو صالحینو په دې اتفاق کړی چې له اولو الامر څخه مراد د مسلمانانو امیر دی.
له اولو الامر څخه مراد خلیفه او حاکم دی؛ د پورتني آیت په تشریح کې علماؤ دا حدیث مبارک راوړی:
ومن يطع الأمير فقد أطاعني…
چا چې د امیر اطاعت وکړ هغه زما اطاعت وکړ.

مقصودي خبره:
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوی هبة الله اخندزاده حفظه الله یو مؤمن شخصیت دی، د قرآن او سنت کامل مطیع او په اسلامي شرایطو برابر دی، د نړۍ زیاته برخه مؤمن مجاهدین یې خپل امیر ګڼي، هره پریکړه یې د شریعت سره موافق او د شرعي اصولو په بنا وي، نه یې تراوسه کومه پرېکړه غلطه کړې او نه به یې هم وکړي اِن شاءالله. زه په اوس وخت کې د خپل زعیم امیر مثال په نړۍ کې نه وینم. د تقویٰ، دیانت، سپیڅلتیا او نورو ډېرو ګلالیو صفاتو خاوند دی. د دې ټولو مثبتو صفاتو ترڅنګ امیر المؤمنین شیخ القرآن والحدیث دی، یعنې د علم له اړخه هم الله تعالی جل جلاله غني کړی دی.
لکه څنګه چې د صادقو رجالو امیر مؤمن او صادق دی، همداسې یې ماتحت خلک هم مؤمنان او صادقین دي، ټول په شريعت برابر خلک دي؛ وزیران، معاونین، رئیسان او والیان یې هم مؤمنان دي، حتی زما په شان ادنیٰ عسکر یې هم مؤمن دی.
دا چې امیر مو د ټولو ښکلو صفاتو څخه برخمن دی نو په همدې اساس اطاعت یې هم په مونږ ټولو مسلمانانو فرض دی، له هر رنګه بدګمانۍ څخه ځان ساتل هم اړین دي، ترڅو مو چې امیر په شریعت روان وي روان یو ورسره.
نن چې چټل دُښمن د تېر بدبخته دُښمن په پل قدم ایښی او د هغوی په څېر زمونږ د صادقو رجالو صادق امیر په اړه غلط شایعات کوي دا د هغوی پلرنی کاروبار دی، په دې هیڅ تأسف ندی پکار چې دُښمن مو څومره پست دی چې صادقین هم نه پرېږدي، خیر هغوی له صادق امیر برخمن نه دي خپل امیر یې چټل او د اسلام ضد دی نو ځکه د نړۍ پاک صفته امیر هم ورته د خپلو په شان ښکاري. د یهودو او د یهودو د غلامانو په پل قدم ایښودونکو څخه یوازې همدا تمه کیږي.
دا درسره یاد وساتئ! مونږ د خپل شرعي امیر په اړه د دُښمن یو بد لفظ هم نشو منلی او نه هم چاته د دې پست کار اجازه ورکوو، دُښمن د خپل پخواني صفت په جریان ډېر بد رد وایي خو زه به دا ووایم چې ”د سپي په خوله دریاب نه مرداریږي.“ همدا به بسنه وکړي.
دا خو لکه د لمر په شان روښانه خبره ده چې امیرالمؤمنین مو په خپل صادق ماموریت کې د کُفر ټول ټغر ټول کړ، د کفري چیغو/نغارو ته یې دوه ټکي ځواب ورکړ؛ ”که اېټم هم راباندې استعمال کړئ د اسلام له ادنیٰ امر څخه هم درته نه تېرېږم.“
په ټوله کې دا هغه څه دي چې په نني عصر کې یې یو صادق شخصیت کولی شي او یو صادق شخص یې حقدار وي کنه د کاذبو شخصیتونو قطار لګېدلی دی. تاسو یې وګورئ کوم یو د امیرالمؤمنین په شان صادقه پاتې شوی؟
دا چې مونږ او تاسو ټول مسلمانان یو او د یوې کلمې پیروي کونکي یو نو پورته آیت شریف او حدیث مُبارک به د امیر په اطاعت کولو او د امیر په اړه له بدګمانیو څخه ډډه کولو لپاره بسنه وکړي.
دُښمن دې مات او ذلیله وي لکه څنګه چې مات او ذلیله دی.
وما علینا الالبلاغ …

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version