حامد افغان
د شيماء بنت الحارث نوم حذافه بنت الحارث و، د بنو سعد د قبیلې او “الشیماء” یې لقب و او په دې مشهوره وه، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضاعي خور وه، او د حليمي سعديي لور وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلي رضاعي مور حليمي سره پنځه کاله تیر کړي و په دې موده کې ده له خپلې رضاعي مور، کوروالو یې او له بنو سعد نه ښه اغیز ترلاسه کړی و، او له هغوی سره یې ټول عمر مینه او محبت کاوه.
امام ابن حجر رحمه الله پخپل کتاب (الاصابة في تمييز الصحابة) کې لیکي: کله چې د هوازن د غزا په مهال مسلمانان د بنو سعد په قوم غالب او برلاسي شول او له هغوی نه یې ډېر خلک بندیان کړل په هغو کې شیماء هم وه، دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله او ورته ویې ویل: یا رسول الله! زه ستا رضاعي خور یم، هغه ورته وویل: د دې خبري کوم دلیل لرې؟ دې ورته وویل: د ماشومتوب په مهال مې ته په شا کړی وې تا زما په ملا خوله لګولې وه، هغه ستا د خولې لګولو نښه مې اوس هم ملا کې شته، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه نښه وپېژندله، خپل څادر یې په ځمکه وېړ کړ او په هغه یې کینوله.
وروسته یې ورته وویل: ستا خوښه، که زما سره ځې او زما سره اوسې، درنښت او احترام درته لرم او د زړه له تله درته خوشاله یم، او که غواړې له خپل قوم سره اوسې هم خوښه ستا ده. هغې ورته وویل خپل قوم سره اوسم، نو اجازه یې ورکړه، ښېګڼه یې ورسره وکړه او د هغې له ټول قوم بنو سعد سره یې هم ښېګڼه وکړه.
شیماء رضي الله عنها ښه او مشهوره شاعره وه، شیماء معمولي او عادي ښځه نه وه هغه ډېره پوه او مدبره میرمن وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د عربو ځیني قبایل له اسلام نه واوښتل او مرتد شول، د شیماء قوم بنو سعد هم مرتد شول خو شیماء د خپل قوم د ارتداد د فتنې پر خلاف ودریدله او د دې په هڅو سره بنو سعد بیرته اسلام ومانه، شیماء رضي الله عنها ډېره تقواداره وه او د شعر له لاري یې اسلام ته ډېر خدمت کړی ده، چې ښکاره بېلګه یې د خپل قوم بیرته اسلام ته تسليمول دي. رضي الله عنها.