د داعش په وده کې دوه همغږي ګاونډیان

#image_title

د داعش په وده کې دوه همغږي ګاونډیان
ابو هاجر الکردي

کېدای شي په دې ورځو کې مو د داعش د یوه مشر (عبدالله کویټه) په پاکستان کې د نیول کېدو او ایران ته د هغه د لېږد په اړه خبرونه اورېدلي وي.

د ایران د خبري سرچینو او ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، عبدالله کویټه د داعش له مشرانو څخه و او د ایران په کرمان ښار کې د قاسم سلیماني د مړینې د تلین په غونډه کې چې تر سلو زیات کسان په کې مړه او ټپیان شول، د برید طراح وو.

د یادولو وړ خبره دا ده چې د پاکستان حکومت په وار وار ادعاوې کړي چې د افغانستان اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د داعش ځاله ده؛ خو د کره معلوماتو پر اساس چې د پاکستان حکومت په ښکاره د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د سند په ځینو برخو کې خوارجو ته ځای ورکړی چې له پوځي روزنې وروسته په پاکستان او افغانستان کې د سُني علماوو پر ضد بریدونه وکړي.

د پاکستان حکومت چې تل د داعش پر ضد د جګړې ادعاوې کوي او ظاهراً له غربي هېوادونو څخه د داعش پر ضد د مبارزې لپاره باج (پیسۍ) اخلي، په حقیقت کې په خپلو څرګندونو او کاذبو راپورونو کې د افغانستان توهین کوي.

بل د پام وړ ټکی دا دی چې د تاجکستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ په متقابل تفاهم او همکارۍ کې دوی دې نتیجې ته رسیدلي چې په سیمه کې به د داعش بشري قوه تاجکستان تیاروي او پوځي زده کړې به پاکستان ورکوي.

پوښتنه دلته ده؛ که افغانستان د داعش لپاره خوندي ځای وای او هغوی د اسلامي امارت له خوا ګواښل شوي نه وای، ستاسو په نظر به دوی د افغانستان په پرتله په پاکستان کې پاتې کېدل غوره کړي وای؟

ځواب دا دی چې د دې هېواد د زړورو بچیانو له سختو ګوزارونو وروسته د داعش ځیني روزل شوي او باغي غلامان وژل شوي او نورو یې د پاکستان او تاجکستان خوندي ځایونو ته پناه وړې ده.

په دې توګه خدای تعالی جل جلاله هغه څوک ناکامه او رسوا کوي؛ څوک چې په نورو اتهام او درواغ تړي.

ابو جلال
Exit mobile version