د داعش په خلافت کې د ماشومانو د کارولو لاملونه! (دوه همه _برخه)

فرهاد فروتن

#image_title

۱:- اوږدمهاله بقا؛
ګرانو لوستونکو! تاسو ته معلومه ده چې د داعش تکفیري جریان له نورو ترهګرو ډلو سره چې له ماشومانو او تنکیو ځوانانو څخه د عسکرو او جنګیالیو په توګه کار اخلي، توپیر لري.

یو بنسټیز عامل چې داعش ډله هڅوي تر څو ماشومان خپل خلافت ته جذب کړي، دا دی چې د نوي او ځوان نسل له استخدام وروسته به له يوې خوا خپل اوږدمهاله بقا په خپل ګومان تضمين کړي او له بلې خوا به خپل ځواک ته زياته پراختيا ور وبخښي.

څېړونکي په دې باور دي، چې د ماشومانو په وړاندې د داعش له خوا ترسره شويو ظلمونو څخه یو یې په وسله والو جګړو کې کارول او د ماشومانو اجباري استخدام دی.

دې ډلې د راتلونکو جهادي کسانو د راغونډولو لپاره تل ماشومان برمته کړي او تعلیمي کمپونو او حتی د ایډیالوژیکي روزنې لپاره یې د جګړې لومړۍ کرښې ته استولې دي.

د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوي معلومات وايي، چې د داعش له لورې یوازې د موصل په نوم کوچنۍ سیمه کې له ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ پورې ماشومان د مذهبي او نظامي زده کړو لپاره تښتول شوي دي.

د داعش له خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې ماشومان په نظامي زده کړو، د قران کریم په تلاوت او د عقيدې په درسونو بوخت دي، د عقیدوي برخې استادان او ښوونکي دوی ته اسلامي مفکورې په منعکس ډول ور زده کوي؛ تر څو له ټولو مسلمانانو سره یې کرکه او دښمني زیاته شي.

که څه هم د داعش له خوا د ماشومانو جبري استخدام پراخ رواج لري، خو داسې ښکاري چې ځینې ماشومان په خپله خوښه له دغې ډلې سره یوځای شوي دي، البته استخدام باید په رښتیا داوطلبانه نه وګڼل شي، بلکې یو لړ عوامل لکه: فقر، ناامني، رواني ستونزې او تبعیض په دې برخه کې اغیزمن دي.

په ټولېیزه توګه ویلای شو، چې په داعش پورې تړلي ماشومان له دغې ډلې سره د یوځای کیدو لپاره له دریو لارو کار اخلي:
۱: هغه ماشومان چې په داوطلبانه توګه ځانونه معرفي کوي او نوم لیکنه کوي.
۲: هغه ماشومان چې په داعشي کورنیو کې زیږیدلي او له دغې ډلې سره یو ځای شوي دي.
۳: هغه ماشومان چې د جدي ګواښونو او زور له لارې تښتول شوي او استخدام شوي دي.

نو څرګنده شوه، چې داعش د ماشومانو استخدام ته بیړنۍ اړتیا لري او د همدې لپاره په دې برخه کې له ټولو امکاناتو کار اخلي، داعش باید په خپل نظر کې خپل راتلونکی تضمین کړي او دا موخه یوازې هغه وخت ترلاسه کیدای شي چې د راتلونکي لپاره اوږدمهاله پلانونه ولري.

د ماشومانو دا نسل له ذهني او فزیکي پلوه چمتو کیږي، چې د سبا جنګیالي شي، ترڅو وکولی شي د هغه څه په پرتله ډیر وحشیانه اعمال ترسره کړي چې دې ډلې په تیرو وختونو کې کړي او کله ناکله یې اوس هم کوي.

ابو جلال
Exit mobile version