د داعش په اړه نا لیدل شوي حقايق

دیارلسمه برخه
طاهر احرار

داعش تر خپل کنترول لاندې سيمو کې يواﺯې قاچاق ته کار ويلى دی.
د عراق وتلى خبريال، احمد الطيبي وايي؛ پر عراق د امریکا تر يرغل وروسته د هېواد حکومتي تشکیلات وران، ویجاړ شول او ټول قوانين معطل شول. خپل سر کړنو، غلاوو ښه ﺯرو واخیست اما خلک وتوانېدل چې دوباره (چټکۍ) حکومت جوړ کړي او د نا امنيو مخه ونیسي.
کله چې امریکايان وپوهېدل، چې عراق د بهترۍ حال ته روان شو، عراق يوځل بيا د اور غېږ ته ولوېد.
شيعه، سُني جنګونه شروع شول. واړه، غټ جنګي کروپونه جوړ شول. په هېواد کې جنګونو ﺯور واخیست،
داعش ظهور وکړ، قوي شو، نور واړه ګروپونه ورسره مدغم شول، دوى حکومتونه ضعيف کړل، قوانين يې مات کړل. له لیبيا تر نايجیريا، ترکیه، سوريا کې يې خپله کړۍ واچوله او دلته يې يو داسې اسلامي خلافت اعلان کړ، چې هلته نه مذهب شته نه قانون نه حکومت شته نه محاکم، نه د خلکو د ځان او مال د تحفظ کومه مرجع، نه د عریضې او ژړا کوم ځای، حتى دلته په باﺯارونو کې  ترافیکي قوانين هم نشته د دوى قطارونه چې له باﺯارونو تېريږي، د لارې د خلاصون لپاره هوايي فايرونه کوي.
دوى خلک همداسې پرې ایښي او قاچاق ته يې ﺯور ورکړى، د دې هېوادونو ترمېنځ مالونه قاچاق کوي، په سمندرونو کې بې پوښتنې بې تفتيشه بې ګمرکه لويې بېړۍ ځي راځي.
هغوى دغه هېوادونه دومره شاته پرېښودل، چې په کالونو کالونو به هم خپل ځای ته ونه رسيږي.
نن سبا د سوريې او عراق دواړو هېوادونو اوسېدونکي په دواړو هېوادونو کې د داعش پر ځای په شېعه استبدادي رژېمونو ډېر خوښ او راضي دي.
د خلافت په نوم يې په اسلام داسې ملنډې ووهلي!.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version