د داعش په اړه نا لیدل شوي حقايق

لسمه برخه

طاهر احرار

 

دا ځل مو ستاسو لپاره پخپله يو امريکايي سرتېرى منتخب کړى. داسې څوک، چې هر څه يې په سترګو لېدلي او د ډېر وخت لپاره په عراق او سوريه کې جنګېدلى.

نوموړی، کین اوکیف (ken O,kaeefe) د متحده ایالاتو پخوانی سمندري سرتېرى او د خلیج د جنګ تجربه کار دی، په عراق او سوريه کې جنګېدلى او په اوسني وخت کې فلسطين پلوه فعال دی.

د 2003 په جنوري کې هغه په عراق کې د جګړې د مخنيوي او يا د بشري تلفاتو د کمښت لپاره، هڅه پيل کړه(ken O,kaeefe)د تعارف خبره به همدلته پرېږدو.

 

هغه د عراق، سوريې د جګړې او داعش په هکله داسې وايي؛

I really think it necessary at this point to spread the under standing that WE, the West and all of our

puppet governments, are in very realterms, theso-called“ISIS.” We created this monster, we use it to

foster more insane policies in the Middle East, to demonize Muslims, to take away more rights from the people… and it serves one agenda above all others, the Greater Israel Project.

کین اوکېف: زه يقيني فکر کوم، چې په دې وخت کې تر ټولو مهمه دا ده، چې خلک بايد پدې پوه شي، چې ﺯموږ لویدیځ او زموږ ټول ګوډاګي حکومتونه په رښتیني توګه د (داعش) په نوم یادیږي.

موږ دا شیطان جوړ کړی، موږ یې په منځني ختیځ کې د لا نورو لیوني سیاستونو د رامینځته کولو لپاره کاروو، د مسلمانانو د شیطاني کولو لپاره، د خلکو څخه د ډېرو حقونو د اخیستلو لپاره … او دا د نورو ټولو معاملو سره سره پر یوه بله خطرناکه ايجنډا کار کوي، چې هغه د لوی اسرائیل دولت پروژه ده.

هغه ﺯياتوي، چې موږ مسؤل یو، ځکه چې موږ هغه څه ندي کړي، چې موږ یې توان لرو چې د جګړې مخنیوي لپاره يې بايد وکړو او جنګ بند کړو، موږ بايد حقيقت ووايو او حقیقت تر ټولو پیاوړې وسله ده.

او دا حقيقت بايد نشر شي، ترڅو د درواغجنو رسنيو د درواغو مخه ونيول شي.

And I hope it’s even more of awake-up call for us to realize that WE ARE ISIS…Let us remember

that before the United States invaded Iraq there was no isis in Iraq. Look at it today. Let us also remember that when Qaddafi was in power in Libya there was No isis And now look at it.

کین اوکیف؛

زه امید لرم، چې دا زموږ لپاره د بیدارۍ پيغام شي، امريکايان بايد پوه شي، چې موږ داعش یو …

راځئ! چې پدې پوه شو، چې مخکې له دې چې متحده ایالات پر عراق برید وکړي په عراق کې داعش شتون نه درلود.

نن یې وګورئ شتون لري.

دا هم باید په یاد ولرئ، کله چې قذافي په لیبیا کې واک درلود هلته داعش نه وه او اوس یې وګورئ شته، دا یوه لوبه ده.

زه باور لرم، چې په دې کې شک نشته، چې امریکا نه یوازې د خپلو نیابتي ډلو له لارې دغو ترهګرو ته مالي، سیاسي او نظامي پوښښ ورکوي، بلکې موږ په اُردن او ترکيه کې دغو کسانو ته د روزنې زمینه هم برابره کړې ده، هلته مو د فوځي روﺯنې لپاره ورته منظم کېمپونه جوړ کړي او روﺯل کيږي، بهر خلک وژني او د امريکا اسرائيل د ګډو، ګټو لپاره کار کوي.

نو دا مفکوره چې لویدیځ په حقیقت کې د داعش په وړاندې جګړه کوي، له مَسخرو ډکه او خندونکې ده. نو هغه څه چې موږ واقعاً ورته اړتیا لرو، پدې پوهیدل دي، چې موږ داعش یو او زموږ فاسد، غدار حکومتونه دا سیاستونه پرمخ وړي، دوی زموږ استازیتوب نه کوي.

(کين وکيف)

اوس به داعشي خوارج د ځان صفايې لپاره څه دليل راوړي؟ دوى د خلکو په سترګو کې خاورې شيندي او وايي؛ چې دا تبليغات دي، حال دا چې دا په عراق او سوريه کې د ﺯرګونو خلکو په سترګو لیدل شوي حقايق دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version