د داعش پر وړاندې د جګړې کيسه

درېيمه برخه
معاذ بدر

د داعش ځانمرګي بريدونه:
یوه ورځ د داعشیانو سره په جکړه کې د خوارجو وسلې په مورچو کې کمې شوې، يو داعشي چې باروتي واسکټ يې اغوستی وو، ناڅاپه یې د مجاهدينو په لور منډه کړه، چې په مجاهدينو ځانمرګی بريد وکړي، خو په لاره کې د مجاهدينو له خوا ووژل شو. وروسته معلومه شوه چې د داعشيانو د جګړې ډول هم دا دی؛ چې په هره مورچه کې ځينې داسې جنګيالي حاضر وي چې باروتي واسکټونه يې اغوستي وي، د جګړې پر مهال دوی د ځانمرګي برید لپاره د مجاهدينو خوا ته ځي، ځان هم وژني او مجاهدين هم شهيدانوي.
خوارج دا عجيبه صفت لري؛ چې د کفارو پر ځای پر مسلمانانو سختي کوي.

د باروتو اړتيا:
داعشيانو چې د خټو کورونه له ځايي خلکو نيولي وو، طالبان په هغو باندې هر ډول وسلې وکارولې، خو د دوی پر ديوالونو يې هېڅ اغيز نه درلود. دیوالونه د خټو وو او ډېر پلن ول.
د ديوالونو ماتولو او مورچو ته د ننوتلو لپاره د باروتو څخه غوره وسله نه وه.

د باروتو جوړولو لپاره چمتووالی:
د محاذ جګړې مسؤل، زموږ مسؤل راوغوښت او د باروتو د تيارولو مشوره يې ترې وغوښته. د باروتو مکمل مهمات موږ ته وسپارل شول، خو ربړي دستکشې پکې نه وې. يو مجاهد بازار ته ولېږل شو، تر څو دستکشې راوړي، خو ناوخته شو او ملګرو يې د انتظار زحمت ونه کړ او بې له دستکشو یې پلاستيکي بوشکې له باروتو ډکې کړې او آماده يې وساتلې. د وخت په تېريدلو سره باروتو خپل اغيز څرګنډ کړ، په پيل کې پرنجی پېل شوو او تر هغه ځايه يې پرمختګ وکړ، چې هر يو ملګری په بستر کې پرېوت. ټوله شپه سخت سر دردي، سر ګرځېدل، په ټول بدن کې سخت دردونه او استفراق سره یې شپه تېره کړه، د خدای جل جلاله په فضل سره ملګري صحتمند شول. بل سهار د بوشکو چاودنو لپاره لنډمهاله بېټرۍ او جال (هغه تختي چې باروت ته چاودنه ورکوي) هم جوړې شوې. اړوندې څانګې ته خبر ورکول شو؛ چې ستاسو شيان آماده دي.
هغه قطعه چې د ماينو مسؤله وه، راغله او تیار کړل شوي شیان يې واخيستل.

له جګړې مخکې د جګړې عمومي مسؤل يو خطاب وکړ:
پنځه مياشتې وشوې؛ چې طالبان په يوه سيمه کې جګړه کوي. پر مختګ هم ممکن نه وو. لامل يې دا وو؛ چې داعشيانو څوکې ته ورغلې ټولې لارې ماينکاري کړې وې، چې لامله يې ګڼ شمير طالبان ټپيان او شهيدان شول.
له جګړې وړاندې د جګړې مسؤل مجاهدين په يو جومات کې راټول کړل او خطاب يې وکړ. وينا ډېره اوږده وه، خو زما ځينې خبرې په ياد دي.
مسؤل صاحب وويل:
«آخر څه وجه ده، چې له دومره ورځو وروسته هم څوکه د فتحې نوم هم نه اخلي؟ او موږ په حق هم يو، خو بيا هم کله چې دوی جګړه کوي، موږ شاتګ کوو، دا وخت د شهيدانو د وينو سره د وفا پوره کولو وخت دی! نن امريکايانو مونږ دلته له داعش سره مصروفه کړي يو. امريکا موږ ته وایي: موږ د سپټمبر د يولسمې مړي نه هېروو. څه د پاسه شل کاله يې زموږ په هېوادو کې قتلونه وکړل، موږ يې څنګه هېر کړو؟ پرون يې يو طالب شهید کړ، څنګه يې هېر کړو؟ هغه چې خپله شل کاله مخکنۍ قرباني نشي هېرولی، نو موږ څنګه خپل نني شهيدان هېر کړو؟
دا زموږ لپاره يو لوی امتحان دی، دا ژوندي پاتې شوي امريکايان زموږ د سترګو په مخکې په خوندي توګه بيرته څنګه خپل وطن ته لاړ شي؟ که الله ماته قوت راکړي زه به امريکا ته لاړ شم او امريکایان به ووژنم،
د خطاب له پای ته رسېدو وروسته د فتحې او نصرت لپاره دعاګانې وشوې. بل سهار جګړې ته له تللو مخکې د قرآن کريم ختم او د شهيدانو لپاره د قرآن کريم تلاوت وشو. يوځل بيا د خدای جل جلاله د رحمت دروازه وټکول شوه، چې ټول امېدونه مو ورسره ټړلي دي. له دعا وروسته مجلس ختم شو. څه وخت وروسته زه جومات ته ننوتم او ومې ليدل چې د محاذ مسؤل صاحب په لاس کې قرآن کريم نيولی او الله ته دعا کوي.
زه ډاډه شوم چې د خدای جل جلاله مرسته به خامخا راځي.

نور بيا…!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version