د داعش ناوړه پديده او د ځواکونو د جذبولو ستراتیژي (دویمه او وروستۍ برخه)

جنید زاهد

#image_title

۴- د مختلفو مذهبونو تر منځ د فتنې له ایجادولو څخه ګټه اخیستل:

داعش د مختلفو مذهبونو تر منځ د واټن په پیدا کولو سره، له دې فرصت څخه ګټه پورته کوي او هغه کسان چې دې ډګر ته ننوتي؛ د خپلو ځواکونو په توګه جلبوي او په تدريجي توګه یې د وسلو او نظام په صحنه کې ښکېلوي.

 

په حقیقت کې د داعش فکر په دې بنسټ اېښودل شوی؛ چې باید تفرقه واچوي او واکمنۍ ته ورسېږي.

 

دا باور د دوی په خټه کې نغښتل شوی دی، هغوی د مذهبي اختلافاتو په بیانولو او د قومي رنګ ور کولو په واسطه؛ ځینې انسانان په خپل دام کې را ایساروي او ورو ورو یې د خپلو عواملو د عنوان په توګه کاروي.

 

په دې نظریه کې، چې پایله یې د داعش لپاره د ځواکونو جلبول دي؛ مسلمانان په ځانګړي توګه ځوانان چې له خپلو مذهبي فکرونو څخه کافي پوهاوی نه لري؛ دوکه کېږي، دا انګېزه یې پر ذهنونو تپل کېږي، چې تر دې دمه؛ په نوم د دین او مذهب له دوی څخه هر څه لوټ او چور شوي دي، نو بناءً د دې لپاره چې خپل حق بېرته ترلاسه کړي؛ مناسبه ده چې په نظامي لیکو کې د مبارزې هوډ وکړي، ځکه تر هغه وخته چې یو انسان د خپل باور په لاره کې وینه ور نه کړي؛ د هغه د فکر ونه نه ښېرازه کېږي.

 

۵- په عامه رسنیو کې د ښکلو کلیمو کارول:

هغه طرحه جوړونکي او تیورسنونه (نظريه پوهان) چې د صحنې شاته شتون لري؛ تر ټولو په ښه توګه له هغو لارو کار اخلي چې د ځوانانو په زړونو نفوذ وکړي.

 

هغوی دې درک ته رسېدلي؛ چې باید په رسنیو کې له ښکلو کلیمو څخه کار واخلي، تر څو ځوانان په خپل دام کې را ایسار او په پای کې د دوی د زړونو د ترلاسه کولو وروسته؛ د فتنې او دوکې دام ته ولوېږي، د دیني متونو ناسمې کارونې او نا سالم تشریحات ددې باعث کېږي، چې زموږ ناپوه مسلمانان د دوی په دام کې را ایسار شي.

 

په حقیقت کې داعش د مختلفو طرحو په کار اخیستو سره؛ په دې هڅه کې دي چې په مسلمانانو کې فتنه او رخنه پیدا کړي، د دوی لپاره صحیح لاره ناسمه، خو ناسمه او منحرفه لاره؛ د سعادت او دیندارۍ لاره وښيي، په اصل کې د داعش حرکت د خپلو ځواکونو د جذبولو لپاره، په هره سیمه او ځای کې متفاوت او ممکن بېلابېل وي.

 

نو پکار ده، چې مسلمان نظريه پوهان د دې مسئلې په درک کولو سره؛ د داعش حرکت تر څېړنې او تحقیق لاندې ونیسي، تر څو دا شر او بدبختي لرونکی حرکت او ډله په سمه توګه وپېژندل شي او هغه لارې او مسیرونه چې دوی د نفوذ لپاره جوړ کړي دي؛ وتړل شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version