د داعش لخوا د اسلام د مشایخو وژنه

د شیخ ابو خالد السوري بې رحمه وژل: د داعشي جرمونو په اوږد فهرست کې د شیخ ابو خالد وژنه تر ټولو شرمونکی جرم دی. دا د دوی په مخ باندې سخت ګذار او په تندي بدترین داغ دی. شیخ ابو خالد د شيخ عزام او شیخ اسامه بن لادن او نورو جهادي مشرانو نږدې ملګری و، چې داعش په شهادت ورساوه.

شیخ ظواهري دی د بغدادي او جولاني تر منځ اختلافاتو ختمولو لپاره حَکم ټاکلی و، ابو خالد فیصله د جولاني په حق کې وکړه او بغدادي ته یې تر عراقه د محدود اوسېدلو وویل. بغدادي د ده د قتل حکم ورکړ. په ۲۰۱۴م کال د فبروري په ۲۰ شیخ ابو خالد له خپلو ملګرو سره د حلب د الهکه په سیمه کې په مشوره بوخت وو، چې داعش حمله پرې وکړه او له شپږو ملګرو سره یو ځای یې په شهادت ورساوه. داعش هغه څه وکړل چې د امریکا په وس پوره نه و، امریکا د شیخ ابو خالد پر سر لس میلیونه ډالر انعام ایښی و، د ژوند لويه برخه یې په هجرت او نصرت کې تېره کړه، ده ته به خلکو عثمان الشام یعني د شام عثمان ویل، خوارجو د شیخ د سپینې ږیرې هم خیال ونه ساته، د هغوی د جهادي کارنامو یې هم هېڅ پروا ونه کړه او د خپل ذاتي غرور د خوشالولو لپاره یې شیخ په شهادت ورساوه. د عربو مجاهدینو لپاره د شیخ اسامه بن لادن وروسته د شیخ ابو خالد تقبله الله شهادت ډېره دردونکې مرحله وه.

 

«د شیطان لښکر له کتاب څخه»

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version