د داعش د خراسان څانګې مرکزیت چیرته دی او له کومه ځایه تمویلېږي؟

نعمان هروي

داعشیانو خپل حضور په لومړي ځل د پاکستان د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ایجنسۍ د تیرا سیمه کې اعلان کړ.
بیا یې له همدې ځایه د ننګرهار ولایت د هغو ولسوالیو په لېرې پرتو سیمو برید وکړ چې له فرضي کرښې سره وصل دي. بیا داعش د خراسان ولایت اعلان کړ چې پاکستان، افغانستان، ایران، شرقي ترکستان او د منځنۍ آسیا هیوادونه یې په حدودو کې شامل وو.

پاکستانی تبعه حافظ سعید خان د خراسان څانګې مشر وټاکل شو او تر ډیره بریده مرکزیت یې د اورکزیو ایجنسۍ او ننګرهار ولایت په هغو غرنیو ساحو کې وو چې له فرضي کرښې سره نښتې او دوی نیولې وې.

حافظ سعید خان هغه مهال له دواړو حکومتونو سره تړونونه ترسره کړل. په دې تړونونو کې د یو بل پر ضد د بریدونو د نه ترسره کولو هوکړه ترسره شوې وه.

په حقیقت کې دا پروژه د اسلامي امارت د مجاهدینو د مصروفولو او تضعیف لپاره د اشغالګرو او د دوی د متحدینو له لوري ډیزاین او په همدې ساحه کې ځای پر ځای شوه.
په (۲۰۱۹) کال کې د یوې اوږدې جګړې په پای کې د داعش د خراسان څانګې مرکزیت همدلته ونړېد او له دې وروسته بیا داعشیان ښارونو ته انتقال شول.

په دې ټوله موده کې داعشیانو نه په اشغالګرو کوم لوی برید ترسره کړی او نه د دوی په ګوډاګیانو. بلکې داعشیان د ورکړل شوي پلان سره سم د اهل سنتو د علماوو او د اشغالګرو په خلاف د مطرحو مجاهدینو او د مجاهدینو د محلي همکارانو او انصارو په ترور او عام وژنه بوخت وو.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته داعشیان چې په ښارونو کې یې پراخې ځالې جوړې کړې وې او د تېرې ګوډاګۍ ادارې په مېلمستونونو کې پالل کېدل، یو ځل بیا یې د کفارو او طواغیتو په اشاره تخریبي کړنو ته مخه کړه.

یو شمیر حقاني علماء، مجاهدین او عام افغانان یې قتل عام کړل. د افغانستان د اسلامي امارت مجاهد امنیتي ځواکونه د دوی پر وړاندې لاس په کار شول او د قاطع ځپونکو بریدونو په پایله کې یې د هیواد په لر او بر کې دوی سخت وځپل.
د دوی زیاتې عملیاتي شبکې یې له منځه یوړلې او د افغانستان لپاره یې د دوی مهم مشران ووژل او ونیول. اوس په افغانستان کې د داعشیانو د خراسان څانګه په هیڅ ځای کې د تمکین کومه ساحه او ښکاره مرکزونه نه لري.

د داعشیانو د خراسان څانګې رهبري او یو شمیر پاتې مسئولین او افراد یې په ګاونډیو هیوادونو کې مېشت دي. د ځان وژونکو بریدونو لپاره زیات افراد د تاجکستان له هیواد څخه استخداموي. په افغانستان او سیمه کې ټول بریدونه اوس له افغانستانه بهر تنظیمېږي. مالي تمویل یې زیات د کریپټو کرېنسۍ په وسیله له اروپا څخه سرته رسېږي. تبلیغاتي فعالیت یې هم له افغانستان څخه بهر دی.

په افغانستان کې په دې وروستیو میاشتو کې چې کوم تاجکستاني اتباع نیول شوي، د دوی جلب او جذب او روزنه له افغانستانه بهر ترسره شوې وه، بریدونه یې هم له افغانستانه بهر پلان شوي وو او بیا افغانستان ته را استول شوي وو. بناءاً، ویلای شو چې نور د افغانستان په خاوره کې د خراسان مرکزیت شتون نه لري.

چا چې دا پروژه ډیزاین کړې وه، د هغوی تر حمایې لاندې یې له افغانستانه بهر مراکز جوړ کړي. ځینې غربي استخباراتي سازمانونه چې په دې اړه کومې څرګندونې کوي، دا بالکل له حقیقت څخه لېرې دي. غربي استخباراتي سازمانونه د داعشیانو د خراسان د څانګې د اصلي موقعیت د پټولو لپاره داسې شایعات او ناسم معلومات خپروي.
داعشیان په افغانستان کې هیڅ فکري رېښې نه لري، په افغانستان کې یې چې په تیرو دوه کلونو کې کوم بریدونه ترسره کړي، ټول یې بهرني اتباع پکې کارولي دي.

د ځینو استخباراتي سرچینو له قوله د ایران د کرمان په ښار کې وروستی برید د داعشیانو د داسې ګروپونو له لوري پلان شوی او سرته رسېدلی وو چې د ځینو لویو ایران ضد استخباراتي سازمانونو له لوري د ځینو محلي استخباراتي شبکو په توسط تشکیل شوي دي او له تاجکستاني اتباعو څخه په کې کار اخیستل شوی او ددې ډیر امکان شته چې بمي وسایل او منفجره مواد د هغو ایران ضد استخباراتي کړیو له لوري ورته تهیه شوي وي چې په ایران کې د داسې بریدونو مخینه لري.

او اوس د همدې برید ترشا اصلي عوامل د عامه اذهانو د مغشوشیت په موخه د خراسان څانګې د مرکزیت د موقعیت په اړه ناسم او له دروغو ډک معلومات خپروي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version