د داعش په خراسان څانګه کې، چې د افغانستان په شمول، د پاکستان قبایلي سیمې، د ایران سیستان – بلوچستان، د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان ځینې سرحدي سیمې هم شمېري؛ خو په مسکو کې د کراکوس کنسرټ پر تالار له برید وروسته دغه ډلې یاد برید هم خراسان څانګې ته منسوب کړی و.
د داعش ډلې په عمومي جوړښت، په ځانګړې توګه خراسان څانګه کې اکثره برخه بهرني داعشیان جوړوي، شواهدو او اطلاعاتو ته په کتو، په بهرنیو داعشیانو کې تر ډېره تاجکستاني او پاکستاني وګړي دي.
د داعش په خراسان او نورو څانګو کې په ځانګړې توګه د تاجکستاني وګړو جذب زور اخیستی دی، د دغه ډلې د ځان وژونکو او نورو خونړیو بریدونو عاملین هغه تاجکستاني وګړي دي، چې د تاجکستان هېواد د بد اقتصادي وضعیت له امله روسیې او نورو هېوادونو ته ځي.
تاجکستان په وچه کې را ګیر هېواد دی، سیاسي بې ثباتي، ضعیفه حکومتولي، د دولت په اډانه کې په پراخه کچه فساد، د تولیداتو او صادراتو کمښت، د بهرنیو تجارانو نه پانګونه، الهي افتونه او یو شمېر نور عوامل د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت د خرابتیا لامل ګرځېدلی دی.
تاجکستاني وګړي د اقتصادي ځوړ له امله اکثراً روسیې او اروپایي هېوادونو ته ځي او هلته په ساختماني، زراعتي کارونو او کوچنیو سوداګري چارو بوخت دي، له دې لارې پیسې ترلاسه کوي او لږه برخه پیسې یې خپلو کورونو ته لېږي.
تاجکستاني وګړي تر ډېره په روسیه کې داعش ډلې ته د ټولنیزو رسنیو د پلټ فارمونو له لارې جذبېږي، د دوی لږه برخه په فکري ډول د داعش چوکاټ ته جوړېږي، خو ډېره برخه یې د پیسو او امتیازاتو په بدل کې ور جذبېږي، له جذب وروسته لومړی مشخص ځای ته لېږل کېږي، له هغه وروسته یې مسیر انتخابېږي، چې اروپا کې د بریدونو لپاره استفاده شي او که اسیا کې!؟
تاجکستاني داعشیان د روسیې، ترکیې، ایران، افغانستان او نورو هیوادونو په مرګونو بریدونو کې لاس لري او د ځان وژونکو بریدونو لپاره استفاده شوي دي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په تېره مارچ میاشت کې د تاجکستاني وګړو په توسط د بریدونو د زیاتوالي خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، چې په تېرو دریو کلونو کې ۲۴ تنه تاجک وګړو په لسو هېوادونو کې بریدونه ترسره کړي دي، خو د بریدونو دا شمېر کره نه دی، بلکې له دې څخه په زیاتو بریدونو کې د داعش خراسان څانګې غړي استفاده شوي دي.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې، پر یوه دیني مدرسه برید کوونکی داعشي وګړی تاجکستاني اتباع و، چې په څپلیو کې یې منفجره مواد ځای پر ځای کړي وو، خو له برید وړاندې ونیول شو.
په کابل کې پر ایمان مسجد بریدګر ابو محمد او ابو الیاس، د چینایانو پر هوټل بریدګر ابو عمر – جواد، لومړی پر چینایي هوټل او بیا پر نظامي هوایي ډګر بریدګر عبدالجبار، پر بهرنیو چارو وزارت بریدګر زکریا(د خیبر قندهاري په مستعار نوم)، په بلخ کې پر ولایت مقام بریدګر عبدالحق خراساني یې یوازې د نمونې په توګه یادولای شو، چې یاد ټول ځان وژونکي بریدګر تاجکستاني اتباع وو.
د مسکو پر کراکوس کنسرټ برید، چې تاجکستاني داعشیانو ترسره کړ، شاوخوا ۱۴۵ تنو ته یې مرګ ژوبله واړول، له دې برسېره په فرانسې، جرمني، اتریش او امریکا کې هم د ډېری داعشیان له نېولو وروسته د تاجکستان اتباع ثابت شوي وو.
د راپورونو پر بنسټ؛ د تاجکستان چارواکي او د امنیتي چارو کارپوهانو ویلي، چې د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت خرابوالی د داعش خراسان څانګې لپاره د جذب مناسب فرصت برابر کړی دی، د یادونې وړ ده، چې په تاجکستان کې د اقتصادي وضعیت د خرابوالي تر څنګ، هلته پر ډېرو اسلامي شعائرو بندیزونه لګېدلي دي، چې له همدې امله هم داعش ډلې ته جلب او جذب اسانه شوی دی.