انسانان په ګډو هلو ځلو او ډلیېزو فعالیتونو سره کولای شي، چې ژور اغېز پرېږدي او داسې بدلونونه رامنځته کړي چې تلپاتې وي؛ ځکه انفرادي هڅې چندانې اغېزناکې نه وي، ساحه او بنسټ یې محدود، رڼا یې کمزورې او ځلېدنه يې لږ وي.
اوس دا ډلې په مختلفو برخو کې کار کوي او غواړي بېلابېلو موخو ته ورسېږي، چې د ځینو فعالیتونو محور یې مثبت او ګټور، خو د نورو یې منفي او زیانمن وي.
ډېری خلک د سیاست واګې په لاس کې اخیستل غواړي او یوه داسې چاپېریال ته په رسېدو پسې دي، چې پرې واکمني وکړي؛ چې په دې لاره کې هر ډول کار، په هر شکل ترسره کوي او هر ډول لګښتونه زغمي او پر خلکو يې تپي.
له دې ډلو څخه یوه داعش ده؛ څو کاله کېږي، چې میدان ته راوتلې؛ خو څهره یې تل توره او ناوړه ښکاره شوې.
په تېرو څو کلونو کې ټول خلک د داعش او د هغوی له بې شمېره او خونړي وحشتونو سره آشنا شوي او لږ خلک به داسې وي، چې نه پوهېږي چې دا ډله څه کوي، کومه موخه لري او کومې ترخې او زړه بوږنوونکې پېښې يې رامنځته کړي دي.
داعش خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، له هېڅ ناسمو، خونړیو او زړه بوږنونکو فعالیتونو څخه دریغ نه کوي، دوی پر خلکو او ټولنې د تر سره کوونکو جنایتونو هيڅ پروا نه کوي؛ تر ټولو کوچنی خطر چې د داعش له خوا، عامو وګړو ته متوجه کېږي؛ د خلکو ژوند اخیستل او د هغوی زیانمنول دي.
دا ټول فعالیتونه د هغو افکارو او ذهنیتونو پایله ده، چې د دې ډلې په غړو کې ترزیق شوي او داسې تیار کړل شوي، چې یوازې خپل ځانونه سپین مخې ګڼي او نور خلک تورن بولي؛ یوازې خپل ځان د رڼا او نېکمرغۍ لارویان ګڼي او نور خلک د تیارو او بدبختۍ په لاره روان بولي.
ځکه انسان د افکارو مجموعه ده، چې د هغه شخصیت جوړوي او ټولې وړتیاوې يې په هغه لاره کې چې ځان ته يې ټاکلې؛ متمرکزوي، کله کله د دې افکارو شکل په سمه او واقعي لار کې واقع کېږي او انسان ته دا توفیق ورپه برخه کېږي چې خدمت وکړي او بدلون راولي.
خو کله ناکله، متأسفانه، د شاوخوا چاپېریال او داخلي او بهرنیو عواملو له امله انسان د غلطې لارې انتخاب کوي او په هلاکت او ذلت کې لویږي.