د داعشي خوارجو د ستر اتل کارنامې

ماهر بلال

یو وخت وو چې اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش په خلاف د جهاد کولو اراده ظاهره کړه او په دوی یې د خوارجو فتوی ورکړه نو ډېرو د وخت ظاهري بزرګانو دا برحقه داعیه رد کړه او د ناخوښۍ اظهار یې وکړ خو ورځ تر بلې دوی هم پوه شول چې مونږ په ناحقه او اسلامي امارت په حقه وو، ډېرو تسلیم کړه چې د وخت په حق طرف کې د اسلامي امارت نوم لکه عنوان څرخي.

د داعشي خوارجو په اړه ورځ تر بلې حقایق زیات راسپړل کېږي، د داعشي خوارجو اصلي څهره وخت په وخت مُسلمه اُمت ویني او خپل کړی قضاوت بیرته مطالعه کوي، له څو ورځو راهیسې یو څه حقایق خپریږي چې د داعش پزه په بیخ کې پریکوي؛ خبره داسې ده چې د خلافت کاذب دعویدارانو او د مُسلمه اُمت د سترو دُښمنانو ستر اتل بغدادي میرمن او لور په ډېرو حقایقو ګویا کېږي؛ داسې حقایق چې داعشي خوارج یې مخ پټولو ته اړ کړي، د داعشي خوارجو د ستر اتل البغدادي میرمن (اسماء محمد) له ځینو حقایقو پرده پورته کړې او وایي چې:

۱: داعشیانو به ښځې انتحار ته هڅولې؛ دا بیا په پښتو کې د بیغیرتوب وروستی حد دی چې یو څوک دې د زرګونو اشخاصو په ژوندانه کې ښځې دُښمن ته د سپر په توګه وړاندې کوي.

۲: د بغدادي خلافت صحیح نه وو او په اسلامي شرایطو برابر هم نه وو؛ چې دا بیا بیل لوی بحث دی د کوم په اړه چې زمونږ علماء کرامو ډېر مخکې تحقیقات کړي وو او د دوی خلافت یې رد کړی وو. د علماؤ په استناد بغدادي حسیني او قریشي ندی حال دا چې د بغدادي مریدان وایي: چې د خلافت مستحق باید قریشي وي او خپل مشر یې هم قریشي یادوو.

۳: ابوبکر بغدادي یو عادي سړی وو، ماسټري یې کوله لیکن کله چې امریکایانو بندي کړ او بیا راخوشې شو نظریه/مفکوره یې بدله وه؛ د خارجي داعشیانو بغدادي په اړه دده میرمن د یو حقیقت په توګه وایي: چې نوموړی اول د عصري زدکړو یو زده کوونکی وو وروسته له بندي کېدو د سړي مفکوره بدله شوه. یعنې نوموړی نه خو له دین، اسلام ډېر خبر وو او نه هم ورته اسلام کوم اهمیت درلود خو د بندي کېدو وروسته بغدادي ته د کُفارو لخوا د اسلام ضد پلان زمینه سازي شوه چې تراوسه د ده د پلان له لاسه اُمت ته رسیدلي ټپونه لا هم ندي رغیدلي.

۴: د داعش جوړښت کې خارجیان زیات وو؛ چې دا په ډېر څه لیکلو نه ارزي، دومره ویل به یې کافي وي چې د دوی تمویل هم د کفارو له طرفه کېده او په تنظیم کې یې پټ ډیری خارجي اتباع وو. دا د لمر په شان روښانه خبره ده او لمر په دوه کوتو نه پټیږي.

۵: داعشیانو به میرمنې د جنګ د تشویق لپاره کارولې چې دا بیخي عامه خبره وه؛ په جنګ کې د ښځو کارونه د داعشي خوارجو لپاره د شرم او عار ځای دی، هغوی چې دعوی یې د خِلافت کوله او د دغې کاذبې داعیې لپاره یې لارویان هم درلودل خو د بیغیرتۍ حد یې تمام کړی وو او له ښځو یې په عملیاتو کې ګټه پورته کوله. شرم د خرڅېدو شی هم ندی چې داعشیان یې ځان ته په بیه واخلي.

۶: داعشیانو چې کوم کارونه کول دا یې صرف د خپل غرور له وجې کول؛ د اسلامي اصولو په رڼا کې که کوم کار چې د اسلام په خیر نه وي او قران او حدیث یې اجازه نه ورکوي نو یو څوک نشي کولی چې دا حُکم مات کړي خو داعشي خوارج نه د قران په غم کې وو/دي نه د احادیثو (دوی قران او حدیث یوازې د سپر او شعار په توګه کاروي) چې اسلام یې اجازه هم نه ورکوله او اسلام ته پکې ټکی خیر هم نه وو خو داعشي خوارجو به د خپل غرور له وجې کول، مطلب دا چې داعش په ریښتونې توګه خوارج دي. لعنة الله علیهم.

۷: یو کار یې د اسلامي اصولو سره برابر نه وو مګر دوی خپلو کارونو ته د شریعت نوم ورکوو؛ دا د خوارجو په اړه د ذکر شوو صفاتو یوه برخه هم ده چې خوارج به خپلې ټولې کړنې د شریعت اصول ګڼي حالانکه یوه به هم شریعت نه وي.

۸: داعشيانو لپاره دا عار دی چې خپلې میرمنې به یې بهر کُفري هېوادونو ته لېږلې او د نورو ماشومان او میرمنې به یې په وحشیانه توګه وژلې یا به یې هم وینځې کولې؛ دلته دا خبره یادول ضروري ګڼم چې په اصل کې د مسلمانانو ښځې وینځې ګرځول دا مطلق حرام دي، خو داعشي خوارجو لکه څنګه چې خپل ټول کارونه د شریعت پورې تړل نو دا هم ورته شریعت ښکاریده او د مسلمانانو مالونه او عزتونه یې لوټل البته دا کار ناروا دی خو د داعشي خوارج همدا کار وو/دی چې ددې کار تقلید یې له یهودو څخه کړی.

۹: یوه امریکایي میرمن (کلا مولور) چې له امریکا بغدادي ته راغلې وه او هغه خپله وینځه ګرځولې وه لیکن وروسته داعشیانو ووژله؛ دا بیا د استخباراتي ماموریت هغه برخه وه چې د سي آی اې لخوا بغدادي ته د رابطې په شکل کارول کېده، یوازې بغدادي ته نه بلکې د بغدادي ډېرو شاګردانو په منځ کې هم دا قصه روانه وه بیا لکه څنګه چې بغدادي د امریکایي پلان پوره کیدو وروسته ووژل شو همداسې به دوی هم دغه راز ښځې یا نور اشخاص وژل.

۱۰: بغدادي سره له لسو زیاتې وینځې وې، همداسې د بغدادي له ټولو ملګرو سره هم وینځې وې؛ مخکې مې یادونه وکړه چې د بغدادي د اکثره ملګرو حال دا وو چې د مسلمانانو خویندې میندې به یې وینځې ګرځولې حال دا چې دا کار مطلق ناروا وو. (مونږ ددې ډېرې بیلګې لرو تاسو د المرصاد پاڼه تعقیب کړئ ددې حقیقت په اړه به ډېر څه ترلاسه کړئ).

۱۱: د بغدادي خلافت صحیح نه وو او په اسلامي شرایطو برابر هم نه وو؛ د اسلامي امارت او په ټوله کې د اسلامي اُمت تکړه باتدبیره نومیالي او حق پرسته علماؤ دا خبره ډېره مخکې کړې وه، ددې جرم په اساس ډیری علماء د داعشي خوارجو لخوا په شهادت هم رسول شوي چې په حقیقت کې دا جرم نه بلکې مُسلمه اُمت ته د عالم د خپلې وظیفې ادا کولو پر اساس وه.

د ټولو خبرو د نچوړ په اساس دا حقیقت درک کېږي چې داعش او د دوی مشران په شمول د بغدادي یوه کُفري پروژه وه/ده او بس…

هرماس الافغاني
Exit mobile version