د داعشي خوارجو جنایات! دوهمه برخه

لیکوال: خاکسار پکتیاوال
لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته په لومړۍ لیکنه کې د اوسنیو خوارجو له صفونو څخه د مخکنیو خوارجو بوی هم را محسوسیده او هیڅ مو د دوی په منځ کې د توپیر کوم درز ونه موند، بلکې د دوی تر مابینه دومره خپل منځي مشابهت موجود وو، چې د دوی تر منځ توپیر کول انسان ته یو سخت کار ده. همدا شان مو د دوی/خوارجو یو څه جنایات هم را اخستي وو، چې دوی د مسلمانانو قتلونه په ډير بې رحمانه انداز سره کړي وو، نو همداسې یې له جنایاتو څخه دا هم ده، چې دوی/داعشو په سوریه کې، د مسلمانانو عامه وژنه وکړه او په مسلمانانو یې هیڅ زړه ونه سوځاوه، چې له جملې څخه یې د شعیطات عامه وژنه وه. شعیطات د سوریې ختیځ په دیرالزور کې یوه مشهوره قبیله ده، چې د عکیدات قبیلې یو خاښ ده. شعیطات په سوریه کې لومړنۍ قبیله وه، چې د بشار په وړاندې یې د سولیزې مظاهرې څخه وسلوال پاڅون ته خپل ځانونه انتخاب کړل او د هغوی په مقابل کې یې خپل جهاد ته ادامه ورکړه او دیرالزور یې په بشپړ ډول فتح کړ. مګر کله چې بغدادي د خلافت دعوه وکړه او خپل قوت یې د سوریې په لوري نقل کړ، په شعیطات قبیله یې د دې له وجهې سترګې خښې شوې، چې شعیطات تر ټولو زیات د تیلو څاګان لرل، چې لوی څاه یې د حقل العمر په نامه یادیږي. له دوی/د شعیطات قبیلې څخه اوبوعلي شعیطي له بغدادي سره بیعت وکړ او د ټولې قبیلې څخه یې د ده/بغدادي د بیعت غوښتنه وکړه، مګر دا غوښتنه یې د شوری المجاهدین له خوا ونه منل شوه. شوری المجاهدین د سوریې له مختلفو ډلو څخه یوه جوړه شوې ډله وه، چې د شعیطات ځوانانو پکې ګډون درلود. په لومړیو ځلونو کې بغدادي په شعیطات باندې د حملې کولو جرﺉت ځکه ونه کړ، چې دوی/شعیطات له بشار الاسد څخه سپکې او درنې وسلې نیولې وې او له هغوی څخه په زور کې زیات وو، نو بغدادي له شعیطات سره په دې خبره معاهده وکړه چې دوی به یو په بل کار نه لري. خو دا معاهده هغه وخت ماته شوه، چې د شعیطات د یو ځوان په واده باندې داعشیانو چاپه ووهله او هغه ځوان یې وواژه. بیرته د شعیطات ځوانانو د هغوی په مقابل کې وسله راپورته کړه او د داعش ځایي مشر یې وواژه او د دوی ځایونه یې وسوځول. داعش د فرقة القصاص په نامه یوه لویه ډله چې په سپکو او وړو وسلو سمبال وه، د شعیطات د عام قتل لپاره یې ولیږله چې څلورو خواوو ته یې امریکایي توپونه نصب کړل. ابو عبدالله الکویتي چې د شعیطات په هکله فیصله ورته وسپارل شوه، نو ده داسې فیصله وکړه، لکه سعد بن معاذ رضی الله تعالی عنه چې د بني قریضوو په هکله کړې وه، چې بالغان دې قتل شي او ټول مالونه او کورونه دې غنیمت شي او ښځې دې مینځې شي. مګر دا فیصله د ابو عبدالله له طرفه د شعیطات د سني مسلمانانو په هکله واوریدل شوه، چې د څلورویشتو ورځو کلابندۍ وروسته داعشیانو د شعیطات په کلي غلبه وروړه او د هغوی په عامه وژنه یې پیل وکړ. د یادونې وړ ده، چې یاد مفتي/ابو عبدالله تیر کال د داعشیانو له خوا په دې تور ووژل شو، چې دی د سویس د استخباراتو جاسوس ده او هغوی ته جاسوسي کوي، الحمدالله، الله اکبر دا هغه شخص وو، چې د دوه نیم زره کسانو د وژلو فتوا یې ورکړې وه، مګر اوس د خپلو هغو کسانو له خوا چې د ده په فتوا یې دا ټول کسان ووژل دی/ابوعبدالله هم ووژل شو او د جهنم تر کندې یې خپل ځان ورساوه. مګر دا به یواځینۍ پیښه نه وي چې د ابوعبدالله سره وشوه، بلکې د داعشیانو همدا عادت جوړ شوی چې دوی د خپلو ملګرو په وژلو کې هم هیڅ له کوم رحم څخه کار نه اخلي او هغوی وژني.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version