د داعش خراسان څانګې د جلب او جذب ستراتیژي او د بهرنیو جنګیالیو رول!

نظام مهاجر

د یوویشتمې میلادي پېړۍ د لومړۍ دوو لسیزو د مهمو او پېچلو پېښو په دوام‎؛ ۲۰۱۵م مېلادي کال هغه وخت و چې د آسیا مهمه او ستراتيژیکه نکته افغانستان د داعش په نوم، د یوې مبهمې او را وارد شوې پدیدې له ظهور سره مخ شو، یوه داسې پدیده چې له هم هغه پیل څخه یې له افغانانو سره هېڅ راز عقیدوي، فکري او عرقي تړاو نه درلود، سرلاري یې له افغاني ټولنې څخه د باندې، د نورو له خوا رټل شوي، د افراطي او خوارجي فکر درلودونکي افراد و.

‎که څه هم د خراسان څانګې لومړی نسل داعشیان کم او محدود شمېر وو؛ خو وروسته یې د بیلابېلو پړاوونو او ستراتيژیو له مخې خپلې لیکې پراخې او افراد یې ډير کړل، د داعش لیکو ته د جلب او جذب تګلارې، چل ول او طریقې، د دوی د بقاء او دوام هغه راز و، چې پر مټ یې د خپل داعشیت ماشین اوس هم روان ساتلی.

‎په دې تحلیل کې به ددې ډلې د جلب او جذب بیلابېل اړخونه او غولوونکې تګلارې، ناسم تصور او لاملونه چې له مخې یې ګڼ شمېر ځوانان ددې قاتلې ډلې لیکو ته جذب او غولول کیږي، تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شي.

‎د داعش د خراسان څانګې د ظهور په لومړیو کې د دوی بشري ځواک په دوو برخو تکیه کوله، لومړۍ برخه په افغانستان، پښتونخوا او وزیرستانونو کې له ټولنې او جهادي صفونو څخه رټل شوي د افراطي فکر او خرابې مخینې درلودونکي باغي افراد و، چې داعش ډله يې د خپلو فعالیتونو لپاره یوه غور بدیل وموند او د خراسان څانګې په تأسیس کې یې ونډه درلوده.

‎همدا کسان د داعش د خراسان څانګې لومړۍ نسل و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې یې تر د داعش بدرنګه پدیده تولید کړه.

‎دویمه برخه چې د خراسان څانګې د فعالیتونو د سون توکو حیثیت یې درلود، تر لومړۍ هغې یو څه پراخه او څو کتګورۍ یې په بر کې نیولې، په وزیرستان او پښتونخوا کې له پخوا څخه مېشت د نړۍ د نورو برخو افراطي مهاجر، د افراطي او خارجي فکر او بېلابېلو عقدو درولودونکي ځوانان، هغه افراد چې له پخوا په بیلابېلو جرمونو کې لتاړ او د پردي فعالیت ساحه ور باندې را تنګه وه، د وړیا ښځو، امتیازاتو او شوکت په لټه کې و.

‎د همدې بدمرغې جرمي کتلې شتون او له افراطي خوارجي فکر ورکړل شوی جواز ددې لامل شو چې د داعش د فعالیت او شتون  په ساحو کې د عامو مسلمانانو کورونه، شتمنۍ او عزتونه د غنیمت په نوم او بهانو ولوټل شول، په  دې سربېره، یوه برخه هغه ځوانان هم و چې د داعش په بدرنګه څېره غولیدلي او فکر یې کاوه چې ګواکي داعش په ريښتیا هم د امت د دفاع او یوې سپیڅلې داعیې لپاره کار کوي، دوی د افغانستان او پاکستان په شمول د سیمې او نړۍ له بيلابېلو هېوادونو څخه له خراسان څانګې سره یو ځای شوي و.

‎د خراسان څانګې د تأسیس او د جنګیالو د لومړني انسجام له پورته یادو شویو دوو برخو سره په څنګ کې یې د جلب او جذب لپاره نورې تګلاې هم کارولې چې له ځينو هغو یې اوس هم په ډير مهارت کار اخلي، د هېواد په ختيځ او نورو سیمو کې داعش ډلې نه بښل کېدونکو ستر جنایتونه چې د اشغال تر پلو لاندې یې ترسره کړل، ددې سبب شول چې له دې ډلې څخه ټولنیز نفرت خپل اوج ته ورسي، له دوی سره په افغاني ټولنه کې د داوطلبانه الحاق کچه صفر ته راټیټه شوه.

‎د جلب او جذب، دعوت او تبلیغاتي برخو کسانو په ډیر مهارت سره د ګډو او پېیلو تګلارو په مټ خپلو لیکو ته د نویو کسانو د جلب او جذب هڅې ګړندۍ کړې، په بالفعل پټو هڅو کې یې خپل افراد په روزنیزو او علمي ځایونو، مدارسو او پوهنتونو کې ځای په ځای کړل، د دوی په مټ یې په ډير چل او مهارت، د توحید، اسلامي نظام غوښتنې او د امت د مظلومیت په ښایسته عنوانونو د ځوانانو د ذهیتونو اړولو، د افراطي خوارجي فکر ترویج او د خپلو لیکو د تقویې لپاره کار پیل کړ.

‎په دې پروسه کې یې د داعشیت یو بل او نوی نسل هم ځان ته جلب کړ؛ خو د دوی د عمل او نظریې ترمنځ ژورو توپیرونو، د مسلمانانو ضد سترو جنایتونو، له تعلیمي او روزنیزو مرکزونو د دوی د تبلیغاتي حلقو او افرادو محوه کېدلو، د جلب او جذب دا لړۍ هم ټکنی کړه، اغېز او لومړیتوب یې تر ډیرې کچې له منځه لاړ.

‎پر دې سربېره د خرسان څانګې لپاره بهرنی جلب او جذب او د بهرنۍ جنګیالیو شتون هغه تګلاره ده چې له لومړي سره یې پاملرنه ورته کړې، خو د پورته یادو شویو تګلارو له ناکامۍ او اغېز کمېدو سره یې اوس مهال تر ټولو ډیر تمرکز په بهرني جلب او جذب دی، د خراسان څانګې د جلب او جذب او رواني جګړې ماهرین په ډیر مهارت سره له بېلابېلو لارو، په بهرنیو هېوادونو کې هغه افراد او کسان په نښه کوي چې د بېلابېلو لاملونو په وجه یې له داعش سره الحاق شونی وي.

‎په دې برخه کې هغه  کسان چې د حکومتونو له لوري له مذهبي اړخه ځپل شوي یا یې آزادي اخیستل شوې او په یو ډول د غچ او قیام فکر لري؛ د دوی د دعوت او تبلیغ لومړی نمبر هدف دي، د منځنۍ آسیا هېوادونه چې د استعماري او استبدادي حکومتونو له څو لسیزو راهیسې د اسلام ستیزۍ کرکجن سیاست پکې پلي کړی، اسلام يې په خورا سیستماتیک ډول د ژوند او حکومت له چارو ګوښه کړی، د اسلام په څرګندو احکامو حتی د مسلمانانو د نویو نسلونو لپاره تر اتلس کلنۍ د مذهب په منلو بندیز لګیدلی.

‎پر دې سربېره ددې سیمو خلک له جدي غربت سره مخ دي، دې هر څه ته په کتو، مسلمانانو ځوان د خلاصون او حل د یوې لارې په لټه کې کیږي او داعش له دې ټکي استفاده کوي.

‎دوی په ډیر مهارت او چل ول سره د خپلو تبلیغاتو په مټ، دې ډول ځوانانو ته ځان د مسلمانانو یو پیاوړی حامي ورپېژني، د کاذب ځواک په نمایش سره، داسې ښيي چې ګواکي دوی د محکومو مسلمانانو د برم او عظمت د راستنېدو وړتیا لري، داسې حس ورکوي چې ګواکي له داعش سره الحاق د دوی د آزادۍ او قوت لپاره یوه ښه او اسانه لاره ده.

‎تر دې وروسته له ټولنیزو رسنیو او نورو لارو څخه متأثر ځوان په ګوته کوي او اړیکې ورسره نیسي، کله چې ښه ډاډه شي یو کس د دوی لارې ذهنأ اغوا شوی، بیا د خپل فعالیت سیمو ته وربولي، هلته یې د یو څه وخت لپاره نور هم د فکر په مینځلو کار کوي، له ډيرو ښو او اسلامي مفاهمو په استفادې يې په ذهني او فکري بردګۍ کې ښکېلوي.

‎تر دې چې د ښه او بد، دوست او دښمن تمیز ترې ورک او په ټوله مانا یو پټې سترګې قاتل ترې جوړ کړي، وروسته په خپل وحشیتوب او ناروا جګړې کې کار ترې اخلي، مسمانان ور باندې وژني او په له یوې تېر ایستونکي انګېزې سره یې هر ډول جنایت ته چمتو کوي.

Exit mobile version