داعشي خوارج؛ د اسلام پر وړاندې د لویدیځ نوې وسله! دیارلسمه برخه

احسان عرب

د اسلامي هېوادونو د اشغال لپاره زمینه برابرول

په څو وروستیو لسیزو کې، کافرو هېوادونو؛ هغه هېوادونه چې د مسلمانانو هېوادونو ته د ننوتلو او د هغوی د مادي او معنوي شتمنیو د لوټلو طمع لري، هر کله چې یې د مسلمانانو د یوې ځمکې د اشغال اراده کړې، له اشغال څخه مخکې یې خپله نوې وسله په کار اچولې او د خپل ځان لپاره یې د هغه هېواد د اشغال زمینه برابره کړې ده.

هو! نامسلمانو هېوادونو چې هر کله په اسلامي هېوادونو کې د پوځي مداخلې اراده کړې، له هغې مخکې یې د خوارجو نامبارکه تخم په هغه سیمه کې کرلی او د هغوی له قدرت ترلاسه کولو وروسته یې په هغه هېواد د برید او د ظلم او جنایتونو د پراخولو لپاره یوه د منلو وړ پلمه برابره کړې ده.

داعشي خوارجو د اسلامي هېوادونو په هر ګوډ کې چې خپل قدم ایښی دی، بله ورځ یې بادارانو (غربیانو) د داعش سره د مبارزې په پلمه هغه سیمه تر برید لاندې نیولې او د نړۍ د خلکو په وړاندې یې چې هر څه غوښتي، په عمل کې یې پیاده کړي دي.

د بې رحمانه قتلونو او وژلو څخه نیولې، د مسلمانانو په ناموس تېریو پورې، د مادي شتمنیو له چور او تالان څخه نیولې، د هغه ځمکې د خلکو په عقایدو او باورونو باندې تر بریدونو پورې.

د دې شیطاني سیاست په پایله کې، ډیری اسلامي هېوادونه د نیابتي جګړو په ډګر بدل شول؛ هغه جګړې چې ظاهر یې له تروریزم سره جګړه وه، خو په حقیقت کې یې موخه د هېوادونو تجزيه کول، د دین کمزوري کول، او د مسلمانو ملتونو د سرچینو لوټل وو.

د دې لیکنې په دوام کې به یو څو هغو هېوادونو ته اشاره وکړو چې داعشي خوارجو خپل نامبارک قدم په کې ایښی دی او وروسته بیا هغه هېوادونه د غربیانو لخوا اشغال شوي دي:

عراق: که څه هم عراق په لومړي ځل په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا لخوا اشغال شو، خو د موصل له سقوط او په ۲۰۱۴ کال کې د داعش د پراخېدو سره، امریکا او نړیوال ایتلاف د داعش سره د مبارزې په پلمه یو ځل بیا عراق ته ننوتل او په مختلفو سیمو کې یې خپلې پوځي اډې جوړې کړې.

سوریه: په ۲۰۱۱ کال کې، که څه هم سوري انقلابیونو په چټکۍ سره پرمختګ کاوه او ډیری خلکو فکر کاوه چې د اسد رژیم وروستۍ ورځې ويني، خو د خوارجو د فتنې په راڅرګندېدو سره، غربي هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا، فرانسې او بریتانیا دې هېواد ته لار وموندله او په مستقیم ډول یې په دې هېواد کې پوځي عملیات پیل کړل.

لیبیا: لیبیا د داعش خوارجو د حضور یو بل قرباني هېواد و؛ داسې چې د لیبیا په سرت ښار کې د خوارجو د خودخوانده خلافت د بیرغ په پورته کېدو سره یو ځل بیا د دې سیمې کړېدلي خلک د اشغالګرو تر سړې سایې لاندې راغلل او ترخې شپې او ورځې یې تیرې کړې.

نور بیا…

Exit mobile version