د داعش په نامه وبا (طاعون)! نوولسمه برخه

ابو هاجر الکردي

د دې له لوړو او ټیټو څخه ډکې لړۍ په دوام، موږ په عراق باندې د داعش بې وقفې خیانتونو او هغه څه ته ځو چې دوی د الرافدین په ځمکه کې د اهل السنة په وړاندې ترسره کړي دي.

په عراق کې د داعش د خیانتونو پایلې له تصور څخه هاخوا او له خیالونو څخه دردناکې وې.

په عراق کې د داعش نفوذ نه یوازې د عراق د ملت لپاره یوه فاجعه وه، بلکې د اهل السنة مجاهدینو او هغو ډلو ته هم سخته او خائنانه ضربه وه چې له دې وړاندې یې د ظلم، اشغال او فاسدو حکومتونو پر ضد جهاد کاوه، داعش د خلافت د جوړولو په دروغجنو دعوو سره، په عمل کې اهل سنت او حقیقي جهادي جریانونو ته لاندې ضربې ورکړې:

۱- د اهل السنة مجاهدینو یووالي ته خیانت

د داعش له ظهور مخکې، د اهل السنة بېلابېلې ډلې لکه جیش المجاهدین، انصار الاسلام، جیش نقشبندیه او نورې ډلې د عراق د مرکزي دولت یا اشغالګرو په وړاندې فعالې وې، خو داعش د دغو ډلو په تکفیرولو سره، دوی مرتد او دښمن وبلل او ډېر یې ووژل او یا یې تبعید کړل.

د داعش دا سخته پالیسي د دې لامل شوه چې د بهرنیو او کورنیو دښمنانو په وړاندې د اهل السنة اتحاد له منځه لاړ شي.

۲- د اهل السنة د ځپلو لپاره پلمه جوړول

داعش د افراطي او تاوتریخوالي ډکو کړنو لکه په عام محضر کې اعدامونو، د جوماتونو او مقبرو ویجاړولو او په اقلیتونو باندې د جنایتونو په ترسره کولو سره، غوښتل چې د مسلمانانو څېره نړیوالو ته خرابه کړي، دا د سیمې دولتونو او بهرنیو ځواکونو ته یوه پلمه شوه چې د “ترهګرۍ سره د مبارزې” په نوم، سني مېشتې سیمې بمبار او اشغال کړي.

۳- د اهل السنة په سیمو تسلط او د خلکو ځپل

داعش د موصل، فلوجه، الرمادي او تکریت په څېر سیمو په اشغالولو سره، په حقیقت کې سني مېشتې سیمې په خپل واک کې واخیستې، خو د هغوی د خدمت لپاره نه، بلکې د یو استبدادي او بې رحمه حکومت د تحمیل لپاره چې له رښتیني اسلام سره یې هیڅ ورته والی نه درلود، ډېر اهل السنة علما، قبیلې او عام خلک چې د دوی سره یې مخالفت وکړ، اعدام یا شکنجه شول.

۴- د مشروع جهاد اعتبار ته زیان رسول

د داعش د تاوتریخوالو له امله، د سیمې ډېر خلک او حتی د اسلامي نړۍ خلک د دوی په ظاهري اسلامي کلمو بدګمان شول، داعش دیني مفاهیم لکه جهاد، خلافت، امر بالمعروف او نهی عن المنکر تحریف کړل او دوی یې د تسلط او وژنې لپاره په وسایلو بدل کړل.

۵- د ایران او لویدیځ نفوذ ته لار هوارول

که څه هم داعش له ایران سره د دښمنۍ دعوه کوله، خو په عمل کې یې په عراق او سوریه کې د ایران د نفوذ د پراخېدو لپاره زمینه برابره کړه. د داعش له ډاره، ډېرې سیمې د ایران پورې تړلو ځواکونو لاس ته ورغلې، همدارنګه، د داعش د له منځه وړلو لپاره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف مداخلې، سیمې ته د بهرنیو ځواکونو د پراخې راستنېدو لپاره پلمه جوړه کړه.

Exit mobile version