د خوارجو پېژندنه.

دا چې د خوارجو په اړه ډير أحاديث او وعيدونه راغلي او نن سبا ځينې کسان د خوارجو په څير تشدّد کوي، نو دا مو مناسبه وبلله چې د خوارجو څه ناڅه پیژندنه او صفات ذکر کړو؛ تر څو مخلص مجاهدین له دغه رنګ صفاتو او أعمالو څخه ځان وساتي.

د خوارجو لغوی تعریف

خَوَارِج د خَارِجٌ جمع ده، له خُرُوج نه مُشتق ده او خُرُوج وتلو ته وايې. خارج په لغت کې وتونكي ته وايي لکه: له کوره وتل او خوارج ډېر وتلي کسان. اعتراض: فَوَاعِلُ د فَاعِلَةٌ مؤنّث جمع راځي؛ نو خوارج بايد د خَارِجَةٌ جَمْعَ واي. جواب: کله چه فَاعِل اسم وگرځي بیا په فَوَاعِل جمع کیدای شي، لکه: کاهل په كواهل سره. (وَالْكَاهِلُ مَا بَيْنَ الْكَتِفَيْنِ) او كاهل د دواړو اړو مینځ ته وايي.

د خوارجو اصطلاحي تعریف:

شهرستاني د خوارجو تعريف کې ليکي: كُلُّ مَنْ خَرَجَ عَنِ الْإِمَامِ الحَقِّ الَّذِي اتَّفَقَتْ الْجَمَاعَةُ عَلَيْهِ يُسَمَّى خَارِجِيَّا، سَوَاءٌ كَانَ الْخُرُوجُ فِي أَيَّامِ الصَّحَابَةِ عَلَى الْأَئِمَّةِ الرَّاشِدِينَ، أَوْ كَانَ بَعْدَهُمْ عَلَى التَّابِعِيْنَ بِإِحْسَانٍ وَالْأَئِمَّةِ فِي كُلّ زمان. الملل والنحل (۱۱) ۱۰۷)

ژباړه هر څوک چې د حق امام کوم، چې د مسلمانانو پري اتفاق راغلي وي له إطاعت څخه ووځي هغه خارجي بلل کېږي، که د صحابه وو په وخت کې د خلفاء راشدینو مقابل كې وي او یا له هغې وروسته د تابعينو او د نورو أميرانو مقابله کې وي.

د خوارجو اول ظهور.

خوارج أول ځل د علي رَضِي اللهُ عَنْهُ خلافت کې په کال: (۳۷هـ) کې ښکاره شول، کله چې عَلي او مُعاوية رَضِي اللهُ عَنْهُما د خپل منځي شخړو د حل او فصل په خاطر أبو موسىٰ أشعري او عمرو بن العاص رَضِي اللَّهُ عَنْهُما حَكَم وټاكل، دغه مهال يوه ډله د علي رَضِي اللهُ عَنْهُ له لښکرو د هغه په خلاف راپورته شوه او داسې آوازونه به يې کول: (إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ) له الله پرته بل چا ته فيصله نشته. علي رَضِي اللهُ عَنْهُ په جواب کې وويل: (كَلَمَهُ حَقَّ أُرِيْدَ بِهَا الْبَاطِلُ) د حق په خبره ناروا غوښتل كيږي.
د خوارجو مقصد دا وو چې علي رَضِي اللهُ عَنْهُ پدغه حَكَم (ثالث بالخير) ټاكلو سره کافر شو؛ ځکه چې حُكْم كول تر الله تعالیٰ پوري خاص دی او علي رَضِي الله عَنْهُ په انسانانو فيصله وكړه. او علي رضي اللهُ عَنْهُ د جواب مطلب دا ده، چې دغه ستاسو خبره روغه ده، لكن ستاسو غرض چې زما تكفير دى صحيح نه ده.

شوه، او داسي آوازونه به يې کول: (إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ) له الله پرته بل چا ته فيصله نشته. علي رَضِي اللهُ عَنْهُ په جواب کې وويل: (كَلَمَهُ حَقَّ أُرِيْدَ بِهَا الْبَاطِلُ) د حق په خبره ناروا غوښتل كيږي.

خوارج په ابتداء کې یوه سیاسي ډله وه، خو د ځينو اعتقادي بدعاتو له وجې يوه مبتدعه مذهبي ډله تري جوړه شوه، دغه عقائد او بدعات چې هر چا کې راشي علماء ورته خوارج وايي كه له إسلامي نظام سره سياسي مخالفت لري يا يې نه لري.

له خوارجو سره لمړۍ جگړه

کله چې خوارج له علي رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه بيل شول، نو له بَصْرِي نه نهروان پلو ته روان شول په لیاره کې له عبد الله بن خَباب بن الْأَرَتَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا سره مخ شول، هغه خپله حامله ښځه په خره سوره کړې وه، هغه ته یې وویل: ته څوک يې؟ هغه وویل: زه د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د صحابي خَبَّاب بن الأَرَتَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ زوى يم. خوارجو وويل له مونږه وويريدي؟ هغه وويل: هو. خوارجو وويل: په تا ویره نشته. خوارجو وویل: مونږ ته له خپل پلار نه د رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يو حديث بيان کړه چې فائده راته وکړي، عبدالله رضي الله عنه وویل: زما پلار له رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ روايت كوي هغه فرمايلي:
تَكُوْنُ فِتْنَةٌ يَمُوْتُ فِيْهَا قَلْبُ الرَّجُلِ كَمَا يَمُوْتُ فِيْهَا بَدَنُهُ، يُمْسِي فِيهَا مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا، وَيُصْبِحُ كَافِرًا وَيُمْسِي مُؤْمِنًا.
ژباړه: داسې فتنه به راشي، هغې کې به د سړي زړه د بدن پشان مري، بيگاه به مؤمن وي او سبا به کافر شي، سبا به کافر وي بیگاه به مؤمن شي.
خوارجو ورته وویل مونږ له تا څخه دا پوښتنه کوله؟! بيا يې هغه روان کړ چې مړ يې کړي، په لاره کې يوه کجوره پرته وه، يو خارجي خولي ته کړه، بل ورته وویل: پردی حق دې په ناروا وخوړ، عبد الله رضي الله عنه ورته وويل: زما حُرمت له دغې کجوري نه ډېر زيات دی. له دې څخه وروسته يې عبد الله رضي الله عنه د نهر په غاړه څملاوو او ذبح يې کړ او د هغه ښځه يې مړه کړه، گېډه يي ورڅیرې کړه. په لاره کې د أهل الذمه وو يو خنزير سره مخ شول يو خارجي هغه زخمي کړ، بل خارجي ورته وويل: ظلم دې وکړ، د ذمي خنزير دې زخمي کړ، ورشه ذمي خوشحاله کړه.
کله چې علي رَضِيَ اللهُ عَنْهُ ته د عبد الله بن خَبَّاب بن الأَرَتْ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ د قتل خبر ورسيد له خوارجو نه يې د هغه د قاتل د قصاص غوښتنه وکړه، خوارجو وويل: مونږ ټول ضد هغه قاتلان يو. له دې څخه وروسته علي رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ د هغو لوري ته لښكرې روانې کړې او جگړه يې پرې وکړه او ټول يې مړه او يا فراري کړل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version