لیکوال: حماس انقیادي
په تيره ليکنه کې مو دوه ډلې ذکر کړې اوس درېیمه ډله ذکر کوو.
النّجَدات( العاذرِيّة )
نجدات او عاذريه دا د بنو حَنِيفَه د قبيلې د نجدة بن عامر يا ابن عاصم ملګري دي، عَاذِریَّه ځکه ورته وايي چې دوی په فرعي احکامو کې يو څوک د ناپوهي له وجې معذور بولي، دوی وايي، دين کې دوه مسئلي دي. اوله مسئله: د الله تعالی او د پيغمبر ﷺ پيژندنه او له دوی سره د موافقو مسلمانانو د وينو حرمت او کوم حکمونه چې د الله تعالی له لورې راغلي په هغو باندې اجمالا اقرار کول دا په ټولو واجب دی او ناپوهي پکې عذر نده.
دويمه مسئله: له دې پرته په نورو حلالو او حرامو کې خلك معذور نه دې، تر څو چې ښه وضاحت نه وي راغلی. نجدة بن عامر د اهل الذمۀوو ويني تويول د تقيّي په وخت کې روا بولي، يعني که ظالم يو مسلمان د ذمي په وژلو مجبور کړي، نو مسلمان ته د ذمي وژل جائز دي.
وايي: دده په ملګرو کې که څوک د حد موجبه ګناه وکړي طمع ده، چې الله تعالی به عفو ورته وکړي او که الله تعالی عذاب ورکوي، نو بي له اوره به يې ورکوي او بيا به يې جنت ته داخلوي. «سبحان الله » دا د اهل کتابو نظريه ده، چې ويل به يې: {وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَةً..}
[البقرة ۸۰]
وايي: په صغائر (واړه ګناهونه) باندې دوام کول کفر دی او کبائر(غټ ګناهونه ) د دوام نه پرته کفر نه دي، د ګناهونو په هکله هغوی د خپلو ملګرو او نورو تر مينځ فرق کوي.
کعبي له نجداتو څخه نقلوي: چې تقيه (ځان ساتل) په عمل او وينا دواړو کې رواه ده که څه هم د خلکو په وژلو سره وي او وايي: نجداتو په دې اتفاق کړی، چې خلك امام ته ضرورت نلري او خلك بايد خپله يو تر بله انصاف وکړي او که دا له امامه پرته نه کيده نو بيا يو کس امام جوړول رواه دي.
داعش له ابوبکر بغدادي وړاندې د ابو عمر البغدادي له لوري د امارت اعلان
ليکوال محب الرحمن (مخلص)
امریکا لا په عراق یرغل نه ؤ كرى چي يو أردنى تبعه احمد فاضل نزال الخلايلة چي وروسته يې په ابو مصعب الزرقاوي شهرت پیدا کړ د سیستان بلوچستان له لارې عراقی کردستان ته ورسیده او
هلته د خپلو ملګرو په تنظیمولو بوخت شو، ځکه هغه وخت داسي يقين و چې امریکا به په عراق حمله کوي. عرب مجاهدین او په القاعده پوري تړلي کسان داسې يوي موقع ته په طمع و چې له امريکايانو سره مخامخ وجنګيږي.
د امريکايي یرغل سره هم مهاله ابو مصعب د خپلو ملګرو د یوې ډلې سره یو ځای عراق ته
ورسيدو او هلته يې لومړۍ د
مجاهدينو په جلب او جذب پیل وکړ چې لږه موده وروسته دا نوم دومره رسنیز شو چي سهار او ماښام به د خبرونو سرټکی
و. نوموړي په عراق کې د ټولو هغو کسانو په مينځ کې چې د امريکايانو په وړاندې يې وسله پورته کړي وه د هماهنگی لپاره
ډيرې هڅې وکړې او بن لادن سره
له بیعت وروسته يې د قاعدة الجهاد في بلاد الرافدين په نوم تنظیم تاسیس کړ.
ابو مصعب امریکایان ډیر سرګردانه کړل چي بالآخره په ۷/۶/۲۰۰۶ په یوه کور کې د امریکايي طيارو په مټ شهید شو. دا هغه وخت ؤ چې په عراق کې د وحشتونو وژنو لړۍ اوج ته رسیدلي وه د ابو مصعب له شهادت وروسته ابوعمر البغدادي او ابو
حمزة المهاجر د امير او نايب په توګه وټاکل شول،دشيخ زرقاوي هڅه دا وه چې په عراق کې د امریکايي يرغل په خلاف جنګیدونکي ټول مجاهدین په يوه صف کې سره راټول کړي چې په همدې منظور د شورى المجاهدين په نوم مجاهدينو د ټولو ډلو یوه شوری رامینځ ته شوه، خو د ابو مصعب د شهادت څخه وروسته په عراق کې جنګيدونكي مهاجر مجاهدين له قيادته څنډې ته کړل شول او د شورى المجاهدين غړو چي غوښنه برخه یې عراقیان و دابو مصعب په څير د يو مهاجر د امارت مخه ډب کړه.
شيخ اسامه بن لادن د زرقاوي له شهادت وروسته غوښتل چي په عراق کې د واک واکي بيا داسې
يو کس لاس ته کړي چې په نویيمو كلونو کې د افغانستان په محاذ كي جنگيدلى وي او د القاعدي منهج (تګلاره) تعقيب كړي خو شيخ ابن لادن د مصلحت به بنیاد د عراقيانو پریکړه ونه ننگوله او حامد داود محمد خليل الزاوي چي په ابو عمر البغدادي يې شهرت لاره د نوي امير په توګه ومانه
خليل الزاوي د شورى المجاهدين له لوري اميرالمؤمنين وتاكل شو او شورى المجاهدين له لوري په /۱۰/۲۰٠٦ الدولة الاسلامية في العراق تر نامه لاندي د نوي دولت اعلان وشو، چې بيا هم د القاعدي مشر بن لادن ناديده ونيول شو او د اسلامي دولت به اعلان کې ترې مشوره ونه غوښتل شوه په داسې حال کې چې د ابوعمر البغدادي په غاړه کې د بن لادن بیعت وو دا مهال د عراقي فوج جنرالانو د اسلامي دولت ليکو ته مخه کړه او اسلامي دولت یې هم په دې وجه هرکلی وکړ چې دا کسان له جنګي خبرو او د سيمې په اړه بلدتیا څخه پوره برخمن و حجي بكر چې د عراق په فوځ كې لوړ پوړی جنرال او د صدام د بعثي
نظام د استخباراتو مخكښ افسر ؤ . يو له دې ډلې څخه ؤ چې د ابو عمر البغدادي سره يې پيژنكلوي پيدا شوه
د ابو عمر البغدادي دولت او په اړه یې شکایتونه
ابوسليمان العتيبي چې په عراق کې د زرقاوي له وخته د مجاهدينو عمومي قاضي و او بيا د اسلامي دولت له اعلانه وروسته هم تر څه وخته پوري قاضي پاتې شو وروسته له هغه له خپل منصب څخه معزول کړل شو چې د اسلامي دولت سره يې يو لړ منهجي اختلافات راوټوکیدل، دا هغه وخت ؤ چي په عراق کي جدي هڅې رواني وي ترڅو مهاجر مجاهدين له لوړو څوکیو څخه ګوښه کړل شي چي ځينې عراقيانو تنقید کاوه چې څنګه يو سعودی خوان چي عمر يي ۳۰ کالو ته نه رسيږي په اسلامي دولت کې د قضاء په تر ټولو لور منصب فايز وي.
ابوسليمان العتيبي معزول كړل شو او په ځای یې د عراق د جبوري قبيلي يو یو كس ابواسحاق الجبوري وتاكل شو
ابو سليمان العتيبي افغانستان ته راغلو او دلته د امریکایانو سره په یوه مخامخ جګړه کې د احمد القحطاني سره یو ځای شهید شو،
ابوسليمان العتيبي د خپلي قضاء په دور کې شیخ اسامه ته یو خط ولیږلو چې د دولت په اړه پکې شکايتونه شوي ؤ چې موږ په
لنډ ډول هغه مضمون ستاسي مخي ته ږدو:
په خط کې عتيبي له سلامه وروسته د شیخ بن لادن سره د ليدلو شوق څرګندوي او دهغه وضعيت څخه سرټکوي چې د
زرقاوي له شهادت وروسته عراق مجاهدین ورسره مخ دي. نوموړی د يو شمير هغه منهجي سرغوړونو يادونه کوي چې د زرقاوي له شهادت وروسته رامینځ ته شول.
نوموړی وايي:
رمادي هغه ښار ؤ چي د مجاهدينو د واک ساحه پکې پراخه وه هلته وضعیت زموږ په کټه و خو کله چې هلته امارت اعلان کړل شو امریکایانو او د هغوی غلامانو یوازي په دې ښار کې تر دیرشو پورې امنيتي پوستې جوړې کړي او په ځای د دې چې د امارت اعلان وضعیت د فتحې په لور سوق کړي په مجاهدینو کړۍ نوره هم تنگه شوه …
موږ د القاعدي د سياسي طرز العمل څخه په تقلید د دولت یا امارت اعلان نه کولو او د امارت اعلان مو د القاعدې سره له توافق پرته د اصولو څخه سرغړاوی باله خو چې کله دا کار تر سره شو نو موږ له يوې بلي فاجعي سره هم مخ شو هغه دا چې د دې امارت امير ابو عمر البغدادي وتاكل شو چې په تنظيم کې يې د يوه عادي فرد حيثيت لاره ما د دولت د اعلان په سر له ډيرو ناندریو وروسته ابو حمزه ته اویل مراد يي ابوحمزه المهاجر دی نو تاسې د دې دولت امير څوک ټاکلی ؟ هغه راته په جواب کې اویل چي موږ تر اوسه د امير په هکله موافقې ته نه يو رسيدلي جي وروسته په ناڅاپي ډول موږ د بغدادي د اعلان
سره مخامخ شوو د حِلف المطيبين له تړونه وروسته د دولت په تشکیل کې هر چاغ او ډنگر روغ او ناروغ راټول شول چې د قبايلو اکثرو مشرانو او ځينو تش په نوم ګروپي تشکيلاتو په دې شرط له دولته ملاتړ اعلان کړ چي دوی ته به لوړ منصبونه ورکول کيږي چې همداسې وشول او د مناصبو د تقسیم لپاره له دولته د هغوی ملاتړ په پام کې ونیول شو نه منهج. د بيلګې په ډول الرجال النقشبندية جي نقشبندي صوفيان دي د دولت څخه د ملاتړ په بدل کې د کرکوک او موصل د ځینو سیمو واک دوی ته ورکړل شوی په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د داعشیانو په اند نقشبندیان او په عموم کي صوفيان مشركين او کافران دي
عتيبي وايي د ابو عبد الرحمن الفلاحي چي د اميرالمؤمنین نایب دی د هغه د کسانو له لوري له يوه عراقي تاجر څخه ۲۶ لاری مال ضبط کړل شو چي تاجر موږ ته عريضه وړاندي کړه موږ چې کله هغه ته حال ولیږه هغه اویل چې دا مال د روافضو دی خو لږه موده وروسته واضحه شوه چې مال د يوه عراقي سني تاجر دی. موږ بيا له هغه څخه مطالبه وكړه چې فلاحي راته اویل چې په نوموړی تاجر د اسلامي دولت قرضدار دی له همدې امله ترې دا لارۍ نيول شوي خو چي موږ څېړنه وکړه هغه قرض ان د يوې لاری قيمت ته هم نه رسیده، موږ بيا هغه ته جواب ولیږه چې د وروستي جواب په توګه یې راته اویل چي اسلامي دولت دا مال له دې تاجر څخه تعزیرا نیولی موږ بيا هم ابو حمزه ته موضوع پورته کړه چې هغه په جواب کې راته اویل چې شيخ سلیمانه : ته په دومره وړو وړو موضوع ګانو خپل رعب او هيبت له لاسه مه ورکوه
عتيبي په دې خط کي د عراق د کرمه ولایت قاضي د اهل السنة له منهجه منحرف بولي او وايي: ابوهاجر د خپلو ځينو نظرياتو له امله د گمراهی تر پولې رسیدلی، نوموړی وايي چې په عراق کې د امارت اعلانول په داسې يوه حالت کې چې موږ لا له وړاندې د اميرالمؤمنین ملا عمر بیعت په غاړه کې لرو : هيڅ شرعي صبغه نه لري او په یوه وخت کې د دؤو اميرانو انتخاب دی
(رسالة الشيخ ابوسليمان العتيبي للقيادة في (خراسان)
دزرقاوي له شهادت وروسته په اسلامي دولت کې د تكفيري فكر نفوذ
د تکفیر په اسبابو او عللو به وروسته وغږیږو خو په معاصرو اسلامي خوځښتونو کې د تكفير لوی لامل د مستبدو رژيمونو ظلم دی چې د دې نهضتونو د غړو په حق کې دوی ترسره کړی دیپه خاص ډول د صليبي مؤتلفينو هغه وحشتونه چې دوی په مستعمره هیوادونو کې ترسره کړل د عراق په ابو غريب کي د امریکايانو ظلمونو د عراقي ځوانانو فکرونه د تكفير خواته سوق کړل ځکه تکفیر د هغه عقيدوي صلابت او فكري عقدو څخه مينځ ته راځي چي يو ظالم زورواک مستبد یې د يوه مظلوم په حق کېترسره کوي
چې په نتيجه کې يې هغه معذَّب كس عقده من كيږي او په انتقام کې له فكري انحراف سره مواجه کيږي دا په داسي حال کې ده چې دا ځوانان په رياكشن كي د خپلي علمي خامۍ له وجې له شرعي پولو اوړي
په عراق کې امریکايي زندانونه د تكفيري فکر محور و هلته خلک توهین شول، کرامت یې ترپښو لاندې شو، عزتونه يي تار مار شول. له ډول ډول شكنجو ربړونو سره مواجه شول چي بالمثل عراقي ځوانان له زندانه د راخلاصیدو وروسته د ټولو انتقامي اعمالو په هکله یو سخت دریځ خپل کړ
که د عراق حالت په دقت وڅیړل شي يوه خبره روښانه کېږي چې په عراق کې امریکايي اشغالګرانو په لوی لاسفرقہ واریت ته به لمن وهلو عراقيان په سني او شيعه اويشل او يو د بل په مقابل کې يې ودرول چې په سني اړخ کې تكفير خپلې لوړې کچې ته ورسیدو او عیناً په شیعه اړخ کې يې د عامو سنيانو په خلاف د کرکې زړي وکړل هغه وه چې شيعه ګانو د سنيانو په حق کې له هیڅ ډول زور زياتي څخه دريغ ونكړ دعراقي سني مقاومت په مينځ کې داسې ډیری ځوانان راټول شول چې د کفر فتوى يي نغده په جيب کې وه بلکې د دې مقاومت د سر سړی هم په کامل ډول په تکفیری فکر سمبال و ابو عمر البغدادي چي د امير المؤمنين لقب یی لاره حماس دله مرتدهبلله او په خلاف یې د جهاد او مبارزي ټټر ډباوه چې د همدي فوت شوي امير ميراث اوسنیو وارثينو ته پاتې شو او حماس يې
کافر اوباله او په خلاف یي عملا سنګر ونیوو.
که وخت لرۍ راځۍ د تکفیر په اړه هم لږ څه ولولۍ
تكفير څه معنی؟
اسباب يې څه دي ؟
حكم يې څه دی؟
تكفير د تفعيل له باب څخه دی چې د باب تفعيل يو خاصیت نسبت دفاعل دی ماخذ د باب ته لکه كفرته چې معنى يې ده نَسبته إلى الكفر نو تكفيرمعنى ده یو څوک کفر ته منسوبول ، چې په شرعي اصطلاح کې يو څوک کفر ته منسوبول یا کافر بللو ته تكفير ويل کيږي
تکفیر په مطلق ډول قبیح نه دی، تکفیر د اسلام د قلعي لپاره د يو مظبوط دیوال په څېر دی اسلام د يوې کنډوالې په څېر نه
دی چې وتونکی او ننوتونکی یې تر هیچ محدودیت لاندې نه دی بلکي دلته حدود شته چې په هغې سره يو سړی په دې قلعه کې
موږ یا داخل یا خارج بللی شو اسلام داسې يو محوطه نه ده چې يو څوک دې ورته راننوځي نو بيا يې وتل نشته؛ نه بلکې داسې
معايير شته چې پر بنسټ بي يو څوک له دي قلعي خارج بللی شو خو هغه معايير د يو فرد یا تنظیم یا زمان په واک کې نه دی
او نه څوک د تكفير لپاره له ځانه اصول مقررولی شي
د عثماني خلافت په را پرځولو کې د هغو خاینانو لوی لاس ؤ چې په تكفيري فکر سره یې په دې بهانه دا خلافت را ړنگ کړ چې ګواکې دا اسلامي خلافت نه دی بلکي د خلافت حاملين يې مشركان بلل د حرمينو نجدي متوليانو د نجدي فکر په خورولو سره ډیر مسلمان مشرکان اوبلل او دهمدې فکري انحراف له امله دا دی دوی مسلمانان په مختلف فيها مسايلو كافر بولي اووينه يي حلاله بولي
د تكفير دري مهم اسباب دي چي
(1) جهل
(با) بي خابه افراطیت او
(ج) د مستبدو او ظالمو مظالم او وحشتونه دي هغوی چې له نبوي سيرته ناخبره دي همدا خامي يي د دې سبب شوه په قرآن او حدیث کې د وعید ټول موارد په كفر حمل كړي همدا ډول الله تعالى وایي
وكذالك جعلناكم امة وسطا
چې اسلام موږ ته داعتدال او منځ رویی لار راښايي خوهغوی په دين کي له بي ځايه افراط په وجه له سمي لاري ګمراه شول همدا ډول دتكفيري فکر په خورولو کې د اشغالګرانو او د هغوی د ګوډاکیانو هغه مظالم او وحشتونه هم لوی رول لري چي دوى د مسلمانانو په وړاندې ترسره کړي ديحنفي فقه علماء په يو چا د کفر به حكم كولو كې ډير احتياط كوي ځکه سلف په دې حكم كې ډير محتاط په دې وجه و چې که په تکفیر کې بيړه وشي يا دا حکم هرچاته په لاس ورکړل شي په امت کې به د قتل او قتال دروازه خلاصه شي او هر څوک به خپل مخالف به سستو او وهمي دلايلو کافروي
له همدې املههغه داسې
موږ د بيلګې په ډول وایو ، د فرض لمانځه له فرضیت څخه انکار کفر دی خو که موږ وايو چې فلانی سړی کافر ده ځکه د فرض لمانخه له فرضیت څخه منکر ده نو يواځې همدومره بسنه نه کوي بلکي دا حكم بايد له څو مرحلو تير شي، چې دا حكم
په دې شخص راكوزولو کي بايد څو شيان په پام کېولرود تكفير لپاره علماء څلور شرطونه وړاندې کوي
۔ دا ثبوت چي دا ویل يا کول يا عقيده لرل یا نه کول د قرآن او سنت به استناد کفر دی
دا ثبوت چې دا کار له مكلف څخه صادر شوی
د حجت او دلیل رسیدنه
دا ثبوت چې په دې معين شخص کې به موانع التكفير (د) كفر حكم منع كونكي) نه وي موجودموانع د تكفير څلور دي
جهل : که نوموری کس د دې حکم په فرضیت ناخبره و دليل يې د انواط حديث دى چې اصحاب السنن نقل كرى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو رضی الله عنهم
دي حكم ناخبره ؤ نو د الله رسول په دې خبره دوی کافران ونه بلل
خطاء له نوموړي کس په خطایی کې داسې څهصادر شول چي سبب د کفر وي دليل يې د ناقې مشهور حديث دى چې کله
هغه په اوبو او خوراک بار اوښه پیدا کړي نو له ډیرې خوشالى اوايي: أنت عبدي وأنا ربك
اکراه : که نوموړی په زور او جبر چا کفر ته مجبور کړ دلیل یې (الامن اکره وقلبه مطمئن بالایمان)؛
تأويل:
نوموري كس تأويل كولو دليل يي د قدامة بن مظعون حديث ده چې د حضرت عمر رض په خلافت کې يې د حلال ګڼلو په عقیده شراب و چښل ځکه نوموړي د دې آيت غلط تأويل كولو : ليس على الذين أمنوا وعملوا الصالحات جناح الخ:
نو اوس موږ ويلى شو چې له فرض لمانخه انکار کفر دی خو كه وایو چي فلانی کس ځکه کافر دى چي له فرض لمانځه منكر دی نو باید موږ دا پورتني شروط پوره کړي وي
چی ايا دلته خو د تكفير مواقع شتون نه لري؟ دا کس چې موږ پرې د كفر حكم كوؤ آیا عقل يې سالم دی؟ ليونی يا بي هوشه خو نه دی؟ د دې فرضو د فرضیت تأویل کوونکی خو نه دی؟ یا د دي فرضو له فرضيته خو بې خبره نه دی ؟ یا نوموړی خو د چا لخوا تر فشار لاندې نه دی؟ یا له نوموړي خو دا قول به غلطی کې نه دی صادر شوی؟
خود بغدادي خوارج دا اصول نه پیژني هغوی په سوریه کې لومړى د سوريې ائتلاف او هيئة الاركان كافر أوبلل ځکه چي د بشار په وړاندې له امریکا کومک اخلي او په سوریه کې ديموکراتيک نظام غواري وروسته يې ټولې هغه جهاديډلې لکه الجبهة الإسلامية، احرار الشام، صقور الشام یا نور په دې دلیل کافر اوبلل چي دوى د هيئة الاركان او جيش الحر سره د بشار په ضد په ځينو عملياتو کې ګډون کړی او جبهة النصرة له دي امله مرتد بولي چي هغوى تل د احرار الشام سره په عملياتو کې گدون کوي او د داعش په ضد دیری عملیاتپه ګډه پر مخ وړي،
ومن الله التوفیق.
ماخذ (داعش له موصله تر ننګرهاره)
له لوستلو مو نړۍ مننه .