لیکوال: حماس انقیادي
په تيره ليکنه کې مو دوه ډلې ذکر کړې اوس درېیمه ډله ذکر کوو.
النّجَدات( العاذرِيّة )
نجدات او عاذريه دا د بنو حَنِيفَه د قبيلې د نجدة بن عامر يا ابن عاصم ملګري دي، عَاذِریَّه ځکه ورته وايي چې دوی په فرعي احکامو کې يو څوک د ناپوهي له وجې معذور بولي، دوی وايي، دين کې دوه مسئلي دي. اوله مسئله: د الله تعالی او د پيغمبر ﷺ پيژندنه او له دوی سره د موافقو مسلمانانو د وينو حرمت او کوم حکمونه چې د الله تعالی له لورې راغلي په هغو باندې اجمالا اقرار کول دا په ټولو واجب دی او ناپوهي پکې عذر نده.
دويمه مسئله: له دې پرته په نورو حلالو او حرامو کې خلك معذور نه دې، تر څو چې ښه وضاحت نه وي راغلی. نجدة بن عامر د اهل الذمۀوو ويني تويول د تقيّي په وخت کې روا بولي، يعني که ظالم يو مسلمان د ذمي په وژلو مجبور کړي، نو مسلمان ته د ذمي وژل جائز دي.
وايي: دده په ملګرو کې که څوک د حد موجبه ګناه وکړي طمع ده، چې الله تعالی به عفو ورته وکړي او که الله تعالی عذاب ورکوي، نو بي له اوره به يې ورکوي او بيا به يې جنت ته داخلوي. «سبحان الله » دا د اهل کتابو نظريه ده، چې ويل به يې: {وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَةً..}
[البقرة ۸۰]
وايي: په صغائر (واړه ګناهونه) باندې دوام کول کفر دی او کبائر(غټ ګناهونه ) د دوام نه پرته کفر نه دي، د ګناهونو په هکله هغوی د خپلو ملګرو او نورو تر مينځ فرق کوي.
کعبي له نجداتو څخه نقلوي: چې تقيه (ځان ساتل) په عمل او وينا دواړو کې رواه ده که څه هم د خلکو په وژلو سره وي او وايي: نجداتو په دې اتفاق کړی، چې خلك امام ته ضرورت نلري او خلك بايد خپله يو تر بله انصاف وکړي او که دا له امامه پرته نه کيده نو بيا يو کس امام جوړول رواه دي.