۲۰۱۵ز د افغانستان د اسلامي امارت لپاره ننګوونکی کال و. د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات خبرونه خپاره شوي وو. په افغانستان کې دېره کفري ټلواله او د هغوی ګوډاګیان په دې تمه وو چې د اسلامي امارت خپل مجاهدین به په اختلافاتو کې سره ښکېل شي، میدان به دوی ته ورپاتې شي او د طالبانو فاتحه به ورسره پیل شي.
خو د اسلامي امارت رهبري، چې په سر کې یې شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور و، د الله تعالی په نصرت وتوانېد چې ټول مجاهدین پر ځان راټول کړي او د دښمنانو شوم ارمانونه بشپړېدو ته پرېنږدي.
په همدې سختو شپو ورځو کې چې د افغانستان اسلامي امارت د صلیبي ټلوالې پر ضد د خپل سپېڅلي جهاد د تقویې پلانونه جوړول او ځانونه یې نور هم منسجم کول، د هیواد په شرق کې د بغاوت او تفرقې تور بیرغونه پورته شول. د خلافت قایمولو نویو مدعیانو د بیرغ له پورته کولو سره سم پر هغو خلکو د کفر او ارتداد ټاپې ووهلې چې دوی ترې د جهاد او قتال مفاهیم زده کړي وو، مشرانو یې د مدحې قصیدې ویلې او د نړیوال جهاد بنسټګران یې په بیعت کې پاتې شوي وو.
د بغاوت او تفرقې د اور مړه کولو په هدف شهید امیرالمؤمنین د ”نړیوال اسلامي خلافت“ مدعي ابو بکر بغدادي ته له احترامه ډک لیک ولېږه، چې په هغه کې یې د خدای او رسول روی ورته پېښ کړی و چې دلته دې د مسلمانانو او مجاهدینو ترمنځ اور نه بلوي. خو دا لیک د ابو محمد العدناني (مشهور په: غپېدونکي سپي) لخوا د عراق او شام له تودو بړستنو په ډېرو توندو ښکنځلو او ټاپو ځواب شو. دا هماغه عدناني و چې یو وخت یې د طالبانو او ملا محمد عمر مجاهد په ستاینه کې ترانې ویلې، خو هغه وخت چې تازه په لوټه درېدلی و، نو کشمیر یې ولید او له ځان پرته ټوله نړۍ کافره کافره ورته ښکارېده.
د افغانستان په ختیځ کې راشنه شوې سرطاني غده، چې لږ یې رېښې مضبوطې شوې وې، د هیواد شمال ته هم خپره شوه. هلته یې هم د شرق په څېر توپکیان د مجاهدینو له صفه شړل شوي مفسدین، منافقین او یا هم بې ږیرې هلکان وو. ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ز کلونه نو په افغانستان کې د دوی د وحشت د عروج شپې ورځې وې. د سپین غر له غرونو به یې پوچ خولي خبریال په امریکايي ډالرو د خریداري شوې راډیو له موجونو چیغې وهلې او له کبره په ډکه لهجه به یې خلک له دوی سره جنګ ته رابلل. کله چې به له کفري ټلوالې او د هغوی له ګوډاګیانو سره له مقابلې د مجاهدینو د راګرځولو له مصروفیته فارغ شول، نو بیا به یې پر بمونو د ناستو خلکو د الوزولو ایچ ډي ویډیوګانې ډکولې او د اسلامي خلافت د قیام لپاره د جهاد په نوم به یې بازار ته راایستلې.
شپې ورځې تېرېدې، بالآخره د مجاهدینو د صبر کاسه ورته ډکه شوه او د ۲۰۱۹ز کال تر پایه پورې یې په هیواد کې داسې ساحه ورپرېنښوده چې دوی یې د تمکین په نوم وبولي او خام فکره ځوانان پرې وغولوي. رمې رمې توپکیان یې یا د ملي امنیت په چورلکو کې د جګړو له سیمو وایستل شول او یا یې هم پخپله د امریکا او ګوډاګۍ ادارې بېسونو ته پناه وروړه. دلته یې لومړی راښکاره شوی ښکر او ډله قلم شوه.
د هیواد په شرق کې د خپل وحشت د شاهدو سیمو تر بایللو وروسته دوی د ۲۰۲۱ز تر اګست میاشتې پورې خپ و چپ و. د امریکايي اشغال پر ضد د مقدس جهاد له بریا سره سم یې بیا سر راپورته کړ. دوی په دې زعم و چې بیا به راپورته کیږي، خو ناخبره له دې چې خراسان کنانة الله دی، هر کله چې د الله تعالی له کوم دښمنه کبر وشي او د قهر مستحق یې جوړ شي، نو دې خاورې ته راسیخیږي؛ او الله تعالی یې همدا ځای قبرستان ګرځوي.
په لږ موده کې په خراسان کې د دوی راپورته شوي ښکرونه بیا قلم شول، مشران یې ګاونډیو هیوادونو ته وتښتېدل او له هغه ځایه یې خپلو توپکیانو ته په سوړو د بېرته ننوتلو اوامر صادر کړل.
په دې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه وړاندوینه یو ځل بیا رښتیا ثابته شوه چې وايي: ”كلَّما خرج قرْنٌ قُطِعَ، حتى يخرجَ في عراضِهم الدَّجالُ“. [ أخرجه ابن ماجه (174)]. ژباړه: هر کله چې د دوی [خوارجو] یو ښکر (یا څپه) راپورته کیږي نو قطع کیږي به، تر دې پورې چې د دوی په غټو لښکرو کې دجال راښکاره شي. (د دوی په مزخرفو دعوو غولېدلي کسان دې د خوارجو په لښکر کې د مهدي علیه السلام د ظهور نه، بلکې د دجال د راوتلو انتظار وباسي.)
د کبر په نېلي هغه سپاره خراساني خوارج، چې ښکر یې وهل شوی، اوس دومره مجبوره او مفلسه شوي چې د خلافت د تمکین ځمکه یې د فېسبوک او ټلګرام پاڼې ټاکلي او په اوونۍ کې اووه ورځې پکې له خلکو د پیسو سوال کوي.