په نړۍ کې د هر څه بنسټ ګر شته او په حدیث شریف کې هم راځي چې چا په نړۍ کې د هر څه بنیاد کېښود که هغه د ښه کار لپاره وو، که د بد، نو په اخرت کې به یې هغه مخکښ ګڼل کېږي.
مثلاً: د قاتلانو باره کې راځي چې چا په نړۍ کې ناحقه قتل کړی وي نو هغه به د قابل په ډله کې چې هغه به ورته مخکې په خنزیر سپور وي، جهنم ته غورځول کېږي.
همدا شان د ښو کارونو سر لاري به هم د خپلو ښو سُنتو له وجې ددې نورو مقلدینو مخکښان ګڼل کېږي.
چونکه له خوارجو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم جګړه (جهاد) او د هغوی د وژلو ارمان حضرت علي کرم الله وجهه تر سره کړ؛ ځکه خو هغه په تاریخ کې لومړی کس یادېږي چې له خوارجو سره جنګېدلی او تر قیامته چې څوک د خپلې زمانې د خوارجو خلاف په دې خاطر چې دوی په باطله دي جګړه (جهاد) کوي، د حضرت علي کرم الله وجهه لارویان ګڼل کېږي.
د فتنو په دې دور کې لله الحمد دا ویاړ یو ځل بیا د افغانستان اسلامي امارت ته ور په برخه شو چې د حضرت علي رضي الله عنه په لاره پل کېږدي او عصري خوارج (داعش) سره جګړه کوي او وژني یې.
مونږ ته د الله جل جلاله له خوا امر شوی چې تاسو به تر هغه وخته جګړه (جهاد) کوئ چې تر څو فتنه ختمه شوې نه وي او ټول دین خاص د الله جل جلاله لپاره شي.
په همدې خاطر ځانونه مکلف ګڼو چې د عصري خوارجو (داعشیانو) په خلاف له ټولو امکاناتو کار واخلو او دوی ووژنو، تر څو د اُمت مُسلمه تر منځ دا ستره فتنه ختمه او اُمت د دوی له عذابه په آرام شي.
له همدې وجې پکار وه چې په خیر القرون کې یو سالار ولرو تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث عمل راشي چې؛ (فعليكم بسُنَّتِي وسنةِ الخلفاءِ الراشدينَ).
ژباړه: (په تاسو باندې زما سُنت عملي کول لازم دي او زما د خلفاء راشدینو سُنت عملي کول)
لله الحمد مونږ هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو عمل کوو، ځکه؛ اهل سُنت یو او هم د صحابه کرامو بالخصوص د خلفاء راشدینو په سُنتو عمل کوو، ځکه؛ والجماعت هم یو.