د جاسوسانو د احتمالي شتون له امله عراق کې داعشیان پرلپسې نیول کیږي

عراقي رسنیو خبر ورکړی چې تېره ورځ یکشنبه په پلازمېنه بغداد کې یو داعشی چې په نینوا ولایت کې یې د امنیتي ځواکونو د ترصد مسؤلیت درلود نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، نوموړی کس د بغداد ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د داعش ډلې په غړیتوب یې اقرار کړی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې، تېره شنبه، په سلیمانیه ښار کې هم دوه داعشیان نیول شوي وو او په تعقیب یې په کرکوک ولایت کې د داعشي خوارجو دوه نور غړي ژوندي ونیول شول.

رسنیز راپورونه وايي چې تېره اوونۍ هم د عراق په نینوا ولایت کې پنځه داعشیان ژوندي نیول شوي وو.

په عراق کې د خوارجو پرلپسې نیول کېدل ښيي چې د شام په څېر په دې هیواد کې هم د داعشیانو په صفونو کې جاسوسانو نفوذ کړی دی. شام او عراق هغه هیوادونه دي چې د داعشیانو رهبري او هسته پکې موجوده ده، خو له څه مودې راهیسې په دې دواړو ځایونو، په ځانګړي ډول په شام کې، داعشي مسؤلین یو په بل پسې ښکار کیږي.

دې مسلسلو پېښو ته په کتلو ګڼ شمېر څارونکي او پخپله ځینې داعشي مسؤلین په دې اند دي چې د خوارجو په لیکو کې ځینې کسان د خپلو ملګرو معلومات له بهرنیو کړیو سره شریکوي. یو له هغو عواملو چې دا نظر نور هم قوي کوي دا دی چې د داعشي خوارجو مخکنی مزعوم خلیفه ابو الحسین الهاشمي القریشي د خپل هویت پټ ساتلو لپاره له ټولو تدابیرو سره سره بیا هم په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو. د نوموړي وژل کېدو ته په کتلو، ځینې مخکني داعشیان هم وايي چې دا کار په صف کې دننه د جاسوسانو له همکارۍ پرته ناممکن و.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version