ازادي او خپلواکي د هر ملت هغه قیمتي شتمني ده چې د ترلاسه کولو لپاره یې نسلونه خپلې وینې نذرانه کوي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ۱۹۹۲م کال د اپرېل ۲۸مه یا د ثور ۸مه داسې یوه تاریخي ورځ ده چې د اوږدې او خونړۍ جګړې منطقي پایله بلل کېږي، هغه جګړه چې نه یوازې یې یوه ستره نړیواله ځواک د ماتې منلو ته اړ کړ، بلکې د نړیوال سیاست مسیر یې هم د تل لپاره بدل کړ.
دا ورځ د شوروي اتحاد تر ملاتړ لاندې د لاسپوڅي حکومت د رسمي پای او د افغان ولس د فکري او پوځي بریا اعلان و. که تاریخي شالید ته وکتل شي، د شوروي اتحاد لاسوهنه په ۱۹۷۹م کال کې پیل شوه، کله چې سرو پوځونو نړیوال سرحدونه مات کړل او پر افغانستان یې د اشغال هڅه وکړه. د دې یرغل موخه دا وه چې په سیمه کې داسې یو نظام ټینګ کړي چې د کمونیزم د پراختیا مرکز وګرځي. خو افغان مجاهدینو د خپل ایماني ځواک او دودیزې غیرت له مخې دا تسلط ونه مانه. دا جګړه د تاریخ له هغو نادرو پېښو څخه وه چې پکې د مادي وسایلو له کمښت سره سره، د ایمان ځواک او د واقعیتونو درک د یوې سترې نړیوالې ځواک غرور په خاورو کې خښ کړ.
کله چې د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ په ۱۵مه د شوروي پوځ وروستی عسکر د آمو سیند له پولې واوښت، دا که څه هم پوځي وتل وو، خو په کابل کې لا هم د هغوی ملاتړ شوې د ډاکټر نجیب الله اداره پر ځای وه. د ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۲ پورې موده ډېره سخته وه، ځکه کابل حکومت لا هم د شوروي اتحاد له لوري له مالي او پوځي ملاتړ څخه برخمن و او تر یوې مودې یې مقاومت ته دوام ورکړ.
خو کله چې خپله شوروي اتحاد د کورنیو ستونزو له امله د ړنګېدو پر لور روان شو، د کابل حکومت بنسټونه هم ورو ورو کمزوري شول. د ۱۹۹۲م کال د اپرېل په وروستیو کې د مجاهدینو بېلابېلو ډلو کابل کلابند کړ، او د اپرېل په ۲۸مه یې په بریالۍ بڼه پلازمېنې ته ننوتل. دا یوازې د یوه ښار نیول نه وو، بلکې د یوې نظریاتي جګړې پای و، چې پکې کمونیزم سخته ماتې وخوړه.
د افغانستان اسلامي امارت دا ورځ د “فتحې ورځې” په توګه لمانځي او ټینګار کوي چې دا بریا د کوم ځانګړي تنظیم یا ډلې نه، بلکې د ټول افغان ملت ګډه بریا وه. په دې جګړه کې له ۱۵ لکو زیات افغانان شهیدان شول، سلګونه زره معیوب شول او میلیونونه نور کډوال شول. د دې قربانیو(چې پکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مجاهدینو د سپېڅلو وینو رنګ هم ګډ و) بنسټیز هدف دا و چې په افغانستان کې داسې نظام رامنځته شي چې پر اسلامي ارزښتونو ولاړ وي.
د اپرېل ۲۸مه موږ ته دا پیغام راکوي چې کله یو ملت او مشري د یوه هدف لپاره سره یو شي، هېڅ ځواک یې غلامولای نه شي. دا ورځ د اوسنیو ننګونو لپاره هم یو مهم لارښود ګڼل کېږي. لکه څنګه چې شوروي اتحاد غوښتل افغانستان د خپلو تجربو ډګر وګرځوي او ناکام شو، همداسې وروسته راتلونکو ځواکونو هم له همدې خاورې عبرت اخیستی دی.
تاریخ ثابته کړې چې په افغان خاوره کې تحمیل شوی هر نظام، که هر څومره ځواکمن وي، دوام نه شي کولی. د دې ورځې یو مهم درس دا هم دی چې هغه حکومتونه چې پر بهرنیو ملاتړونو ولاړ وي، د خلکو په زړونو کې ځای نه شي موندلی او د بهرني ملاتړ له ختمېدو سره سم له منځه ځي.
په سیاسي او نړیواله کچه، د ۱۹۹۲م کال د اپرېل ۲۸مې پېښې په منځنۍ آسیا او اسلامي نړۍ کې یو نوی بدلون راوست. د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره د منځنۍ آسیا ګڼو هېوادونو خپلواکي ترلاسه کړه، چې دا هم د افغان مجاهدینو د مقاومت یوه غیر مستقیمه پایله وه.
اسلامي امارت دا حقیقت په ویاړ سره بیانوي چې افغانانو او مجاهدینو نه یوازې د افغانستان د ازادۍ لپاره مبارزه وکړه، بلکې نړۍ یې هم د یوه ظالمانه نظام له منګولو د خلاصون په برخه کې بنسټیز رول ادا کړ.
نن چې افغانستان یو ځل بیا د یو خپلواک هېواد په توګه نړۍ ته ولاړ دی، هڅه کوي چې له دې تاریخي تجربو زده کړه وکړي او په خپله کورنۍ او بهرنۍ تګلاره کې دا اصل وساتي چې هېڅ ډول غلامي به ونه مني. د یولسم سبتمبر له پېښو وروسته هم افغانستان ورته وضعیت تجربه کړ او له اوږدې مبارزې وروسته یې یو ځل بیا ازادي ترلاسه کړه.
نو ځکه، د اپرېل ۲۸مې یادونه نن هم د افغان ولس او مجاهدینو روحیه پیاوړې کوي. دا ورځ د دې ژمنې د نوي کولو ورځ ده چې د هېواد سرحدونه، ارزښتونه او اسلامي هویت به په هر قیمت ساتل کېږي.
اسلامي امارت باور لري چې ریښتینې پرمختګ یوازې هغه مهال ممکن دی چې هېواد له بهرني فشار څخه ازاد وي او د خپلو ارزښتونو پر بنسټ پرېکړې وکړي. له همدې امله، د ۱۹۹۲م کال د اپرېل ۲۸مه د افغانستان په تاریخ کې یو روښانه باب دی چې د مظلوم د ظالم پر وړاندې د بریا کیسه بیانوي.
دا ورځ موږ ته دا را زده کوي چې د حق لاره که څه هم سخته ده، خو پایله یې تل بریا وي. اسلامي امارت په دې عزم سره مخ پر وړاندې روان دی چې د تېرو قربانیو درناوی وکړي او افغانستان یو با ثباته، سوکاله او پر عدالت ولاړ هېواد وګرځوي.
دا نظام چې د قربانیو په بدل کې ترلاسه شوی، موږ ته د هغو شهیدانو یاد تازه کوي چې د خپلې ځوانۍ وینه یې د ازادۍ د دې باغ د خړوبولو لپاره توی کړه او د تل لپاره یې د ازادۍ یوه نه هېریدونکې بېلګه پرېښوده.








































