د تور خلافت تکفيريان په ګونډو دي

عبدالرحيم (ترين)

 

په دې وروستيو څو مياشتو کې د بغدادي تکفيري خلافت په لارویانو هره خوا توره ورځ ده او د سر پورته کولو سره یې سر وهل او يا هم د تورو تمبو شاته اچول کيږي، شومې موخې يې بربنډې او هيلې یې له خاورو سره خاورې کيږي.

د بادارانو له مخ یې نقاب پورته کیږي او ورکړل شوې د افغان وژنې پروژې یې يو په بل پسې د استخباراتي ځواکونو لخوا شنډې او بربنډې کیږې.

دا د ا.ا سره د رب نصرت او ددې ملت بې سارې مرسته ګده، چې د ويښو استخباراتي اتلانو په شپه او ورځ سرښیندنو یې ددې تکفيري ډلې هر شوم پلان څخه پرده پورته کړې ده او ولس یې ددې اسلام ضد شرارت څخه په امان کړی دی.

د استخباراتو ويښتيا په دې کچه ده، چې د خاورې د باندې یې ددې خوراجو ريښې څو مياشتې وړاندې بربنډې کړې او معلومه یې کړه، چې دوی د چا په فرمايش، د څه لپاره او د کومو موخو د ترلاسه کولو په لټه کې د افغانستان خلک د خپلو بریدونو موخه ګرځوي او ګټه يې چاته ځي‌.

له هغې افشاګرۍ وروسته، چې د المرصاد ادارې لخوا ترسره شوې، همدا وړمه شپه المرصاد بيا تازه په بدخشان ولايت کې د دولسو داعشي خوارجو د ژوندي نيولو خبر ورکړ، دې خبر سره ښکاره کیږي، چې ياد تکفيري او استخباراتي ډله او پروژه د زوال په درشل کې ده او د خپل مينځي اختلافاتو او ور خطايي سره لاس او ګریوان ده، چې حتی د بريدونو د نه کولو له وړتيا ور اخوا اوس ځانونه هم نشې پټ ساتلی او د ويښو استخباراتي ځواکونو لخوا یې پل په پل د محوې چارې روانې دې.

له دې بېګاني خبر دا هم ښکاره کيږي، چې د دې ډلې ځينې غړي د ا.ا‌.ا له استخباراتي ځواکونو سره همکار دي او ورته معلومه شوې، چې دوی په غلطه دي او د خپلو غلطو بریدونو د مخینوي په پار چې ملکي افغانان او جید دیني عالمان په نښه کوي، له استخباراتي ځواکونو سره همکاري کوي او د داسې پېښو مخنیوی کوي.

د بغدادي تکفيري خلافت د ډلې حال او قوت تر بل هر وخت د اوبه کيدو او زوال په وخت کې دی او لرې نه ده، چې دا خاوره به یې له شتون څخه د ابد او د دريو امپراتوريو د هديرې وروسته د داعشي خوارجو هديره وګرځي.

ان شاء الله.

 

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version