یو شمېر مسلمانو پوځیانو د رسيو په مټ احاطو ته د ختلو هڅې وکړې خو دا هڅې یې ناکامې شوې، دواړو لوریو ته د مېړانې او نارینتوب تاریخ لیکل کېده، چا هیڅ هم نه شول ویلای چې د دې جګړې پايله به څه وي، په لوېديځې احاطې كې لاره ډېره کوچنۍ وه، مسلمانو سرتېرو چې به له دې لارې د تېرېدو کوښښ وکړ، نو نصراني پوځونو به پرې د غشو باران جوړاوه، له اور څخه د جوړو شویو غونډارو له امله په چا کې دا تاب نه وو چې د احاطې په سورۍ شوې برخې کې ښار ته ننوځي، د شپې تياره ورو ورو په ډېرېدو وه، دښمن په بشپړ ډول باخبره وو، دا چې له جوړې شوې لارې به ښار ته ننوتل ناممکن وو، له همدې امله سلطان خپلو پوځونو ته د شا تگ امر وکړ، داسې ښکارېده لکه سلطان چې د بل پلان په اړه فکر کاوه.
عثماني بحري ځواکونو بشپړ کوښښونه وکړل چې زنځير مات کړي او زرین ښکر ته ځانونه ورسوي د کوم له امله چې دا کلابندي نيمګړې وه، خو دښمن او بحري پوځونو د هغوی ټولې هڅې ناکامې کړې، په دغو کوښښونو کې د يو شمېر مسلمانانو بحري کښتۍ د بيزنطيني د توپونو ښکار او په اوبو کې ډوبې شوې، په هر حال دا هڅې هم ناکامې شوې او بحري ځواکونه بیرته را وګرځېدل.
د عثماني بحري ځواکونو د امیر ګوښه کېدل او د محمد فاتح میړانه:
له دې جګړې (اپریل (۱۸) دوه ورځې وروسته (اپریل (۲۰) د عثماني بحري ځواکونو او د اروپايي بحري کښتیو ترمنځ یوه بله نښته هم وشوه، اروپايي کښتیو خليج ته د ننوتلو هڅه کوله چې په دې وخت کې پرې عثماني بحري پوځونو برید وکړ، دواړه لوریو یو د بل د کمزوري کولو هڅې وکړې، اروپايي کښتۍ مخ په وړاندې راغلې، عثماني پوځونو هڅه وکړه چې دا مرستې تر ښاره ونه رسېږي خو اروپايي کیښتۍ هم هغسې مخ په وړاندې روانې وې، سلطان د بحر په غاړه ولاړ وو او د دواړه لوریو د کښتیو تر مینځ د جګړه ننداره یې کوله.
د عثماني بحري ځواک مشر ته یې پیغام واستاوه: «دا کښتۍ ونیسه، يا يې ډوبې کړه او که داسې نه شې کولای نو خپل ځان ډوب کړه زموږ خوا ته دې د بېرته راتلو هیڅ اړتيا نشته.»
مسلمانانو خپل ټول قوت په کار واچاوه، خو اروپایی کښتۍ بیا هم تر منزله ورسېدې، په دې پایلې سره سلطان په قهر شو د عثماني بحري ځواکونو مشر چې کله له اوبو راووت، نو له هغه سره یې ډېره سختي وکړه، د بزدلۍ او بې زړه توب پېغور يې ورکړ.
د بحري ځواک مشر چې بالطه اوغلی نومېده ډېر اندېښمن وو، د يو غيرتي شخص لپاره د نامردۍ له پیغوره بل لوی پیغور به څه کېدای شي؟ هغه وویل: «سلطانه! زه په خوښۍ سره مرګ ته غاړه ورکوم، خو زما لپاره به دا ډېره د تکلیف خبره وي چې زه مړ شم او د بزدلۍ داغ را باندې پروت وي، ما او ملګرو مې ټول واکونه او قوتونه په کار واچول خو ددې لويو کښتیو په وړاندې مو هيڅ ونه کړل په دې وخت کې د بالطه اوغلی سترګې له اوښکو ډکې شوې، د خپل دستار په پلو یې خپلې سترگې پاکې کړې.
محمد فاتح پوه شو چې بالطه اوغلی بې ګناه دی، هغه یې وبخښه او یوازې د هغه په ګوښه توب یې بسنه وکړه او له بالطه اوغلی وروسته یې حمزه پاشا د بحري پوځونو مشر وټاکه.
د تاریخ کتابونه ليکي چې سلطان محمد فاتح بحري جګړې په ډېرې دلچسپۍ سره لیدلې، هغه به په آس سپور وو او د بحر په غاړه به یې له جګړې لیدنه کوله، په دې جګړه کې سلطان خپل آس سمندر ته کوز کړ، اسلامي کښتیو ته نږدې شو په لوړ غږ بالطه اوغلی ته مخاطب شو او بیا یې د لاس په اشارې سره هغه ته امر وکړ چې خپل سپه سالار وګوره، عثمانیانو خپلې هڅې ګړندی کړې خو نتیجه یی ورنه کړه.
د عثماني بحري ځواکونو د ناکامۍ ډېر لاملونه وو، خو يو لامل يې دا و چې د سلطان ځينو سلاکارانو چې په هغو کې د خلیل پاشا نوم په سر کې راځي، هڅه وکړه چې سلطان د قسطنطنيې د نيولو خيال له سره وباسي او د ښار د اوسېدونکو له نيولو پرته په نورو شرطونو سلا سره وکړي او کلابندي ماته کړي او بيرته وګرځي، خو سلطان بريا غوښته او له هر لوري یې ښار د توپونو تر بريد لاندې راوست او له دې سره – سره یې زرین ښکر ته د عثماني کښتیو د رسېدلو فکر هم کاوه.
د زرين ښکر په لور د احاطو دیوالونه دومره لوړ نه وو، سلطان غوښتل چې په هر ډول وي خو باید کښتۍ زرین ښکر ته ورسېږي، تر څو د لوېديځ لوري د ساتنې لپاره د دښمن پوځونه ووېشي او د جزيرې له لارې زور ډېر کړي.
سلطان محمد فاتح او قسطنطنيه کي یوه بې مثاله نظامي کارنامه:
د سلطان محمد فاتح زړه ته یو نا اشنا فکر راغی، اراده یې وکړه چې کښتۍ به د بشكطاش له بندر څخه زرین ښکر ته بوځي، خو څنګه؟ ګویا کوم کرامت ترسره کېږي؛ یوه نا اشنا خبره مخته راتلونکې وه، سلطان امر وکړ چې کښتۍ دې د دواړو بندرونو تر مینځ د جزیرې له لارې زرین ښکر ته راولي، خو دا کار باید په بشپړې راز دارۍ او پام سره وشي، ځکه چې د جینوا کښتۍ پرې بريد ونه کړي، د دواړو بندرونو تر مینځ کابو (۳) میله واټن وو، بله دا چې لاره هم هواره او ميداني نه وه، بلکې لوړ، ژور، کاره او کندي کبري غرونه وو.
محمد فاتح خپل جګړه یېز سلاکاران را وغوښتل او د هغوی په وړاندې یې خپله نا اشنا رايه وړاندې کړه، په خپلې جګړه یېزې کړنلارې یې خبرې وکړې، چې هغه له کوم لوري بريد كوي، ټولو سلاکارانو د هغه رايه ومنله او د پاچا دا فکر یې وستایه، د دې پلان په عملي کولو پیل وشو، سلطان محمد فاتح امر وکړ چې لاره دې هواره شي د پوځ مېړني سرتېري د خپل مشر د دې حیرانوونکي رايي د عملي کولو لپاره پورته شول، ځمکه هواره او په څو ساعتو کې چمتو شوه، د لرګیو تختې راوړل شوې، په موم او تیلو غوړې شوې او بیا یې هغه غوړې تختې په هواره ځمکه داسې کېښودې چې کښتۍ پرې په اسانی سره وښویېږي.
له باسفورس څخه تر جزیرې کښتۍ راکش شوې، دا کښتۍ یې د هغو تختو په مرسته چې په تیلو غوړې شوې وې په راکش کولو تر هغه ځایه ورسولې چیرې چې هر لوري ته امن وو او له يو لوري څخه هم د برید خطر نه وو؛ کله چې شپه او تياره په خپرېدو شوه نو په پټ ډول يې دا کښتۍ د زرين ښکر اوبو ته ښکته کړې، د دې کښتیو شمېر تر (۷۰) ډېر وو، دا د سلطان يوه بې سارې کارنامه وه، تر ده وړاندې د نورو واکمنانو لخوا داسې کړنې نه وې تر سره شوي، دښمن د غفلت په خوب ویده وو سلطان محمد فاتح له جزيرې د کښتیو د تبديلولو چاره له نږدې ولیدله او دا کښتۍ يې په پرده کې د دښمن تر شا تیرې کړې.