د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! پنځه څلوېښتمه برخه

حارث عبیده

د قسطنطنیې تر عظیمې فتحې مخکې، سلطان محمد فاتح د خپلو سرتېرو د حوصلې لوړولو لپاره تحفې ووېشلې او د شاندارې مېلمستیا تابیا یې وکړه، د فتحې جشن درې ورځې روان و؛ ښار د خوشحالۍ، زینت او شوق جنت ته ورته شوی و. سلطان په خپله د پوځیانو په لاس ډوډۍ ویشله، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « د قوم لپاره هغه مشر غوره دی چې د هغوی خدمتګار وي.»

د دې خوښیو په منځ کې د سلطان روحاني استاد او پیر، شیخ اق شمس الدین چې یو باوقاره عالم، متقي او عاجز انسان و، ودرېد او پوځ ته یې په پخه لهجه خطاب وکړ:
«ای د اسلام سرتېرو! پوه شئ او یاد وساتئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاسو په اړه فرمایلي: “لتفتحن القسطنطینیة على ید رجل، فلنعم الأمیر أمیرها، ولنعم الجیش ذلك الجیش” (قسطنطنیه به حتماً ستاسو په لاس فتحه کېږي؛ څومره غوره به وي هغه مشر او څومره غوره به وي هغه لښکر!).

له الله څخه خوښي غواړئ، غنیمتونه له اسرافه وساتئ او د ښار د ولس د نېکمرغۍ لپاره یې ولګوئ. د خپل سلطان اطاعت وکړئ او محبت ورسره ولرئ.»

ورپسې شیخ سلطان ته مخ کړ او ویې ویل:
«ای سلطانه! تا د ټولو عثمانیانو سرونه لوړ کړل، الله دې همېشه د خپلې لارې مبارز اوسي!»
او بیا یې په لوړ غږ تکبیر ووایه.

دا مهال شیخ شمس الدین ته په الهامي ډول د ابو ایوب انصاري رضی الله عنه د قبر مبارک ځای معلوم شو، کوم چې د قسطنطنیې دروازو ته نږدې و. دی لومړی څوک و چې د جمعې مبارکه لمونځ یې په آیا صوفیا کې ادا کړ، شیخ ډېر وېریده چې سلطان محمد فاتح مبادا د ډېرو بریاوو تر سیورې لاندې د تکبر ښکار نه شي.

سلطان له خپل پیر سره بې حده مینه او درناوی درلود، له فتحې وروسته یې خلکو ته وویل:
«زما خوښي یواځې د دې کلا د فتحې له امله نه ده، بلکې زما اصلي خوشالي دا ده چې زما په سلطنت کې یو داسې باعزته کس شته لکه زما پیر او استاد شیخ اق شمس الدین رحمه الله.»

سلطان یو وخت خپل وزیر محمود پاشا ته وویل:
«شمس الدین ته زما درناوی غیر اختیاري دی؛ زه چې د ده حضور ته ورځم، په زړۀ کې مې د هغه رعب او دبدبه خپرېږي.»

د البدر الطالع کتاب لیکوال لیکي: «له فتحې یوه ورځ وروسته سلطان د شیخ خېمې ته لاړ، شیخ څملاستی و او د سلطان په راتګ ونه درېده. سلطان د هغه لاس ښکل کړ او عاجزانه یې ورته وویل: زه غواړم له تاسو سره یوازې خبرې وکړم، شیخ انکار وکړ، سلطان بیا بیا غوښتنه وکړه خو ځواب هماغه و.
سلطان لږ غوندې خپه شو او ویې ویل: یو عادي ترکي چې راشي، ته ورته خلوت ورکوې، خو زه چې دومره ټینګار کوم، نه راته کوې؟ شیخ په کمال د بصیرت ورته وویل: کله چې ته د خلوت خوند وڅکې، نوره به امپراتوري او سلطنت په سترګو کې درته بې قدره شي، چې دا کار به د حکومتي چارو په ګډوډېدو تمام شي او الله به زموږ څخه نا راضه شي، زموږ په ژبه له ګوښې معنا دا ده چې هر څه په خپل ځای کېږدول شي او ته باید د خپلې امپراتورۍ کارونه پر خپل ځای ترسره کړې.»

هغه ډېر نصیحتونه ورته وکړل، سلطان د نذرانې په توګه زر دیناره وروړل؛ خو شیخ ونه منل، وروسته چې سلطان د خېمې نه ووت، له خپل ملګري یې وپوښتل: «څه وجه ده چې شیخ زما په راتګ ونه درېده؟»
ملګري مسک شو او ویې ویل: «کېدای شي په تا کې یې د ځان خوښونې څرک لیدلی وي؛ ځکه له دومره لویې فتحې وروسته دا احساس یو پاچا کې ډېر طبیعي وي، شیخ هڅه وکړه چې ستا د نفس غرور مات کړي او تا د خانخوښۍ له ویده خوبه راویښ کړي.»

Exit mobile version