د تاجکستانیانو له داعش سره د تړاو مخينه

محمدصادق طارق

په هېواد او سیمه کې وروستیو فعالیتونو ثابته کړه، چې په منځنۍ اسیا کې د داعش خراسان څانګه، په ټولو بریدونو او فعالیتونو کې ښکاره لاس لري.

دا باید ومنو چې په دې تکفیري ډله کې تاجک نژادو اتباعو زیات او پراخ نفوذ پيدا کړی دی. افغان چارسمبالو د یادې موضوع په درک کولو سره، په وار وار یادونه کړې چې تاجکستان چې د منځنۍ اسیا یو بې وزله هېواد دی، باید د خپلو اوږو بار نور دروند نه کړي او نور باید د فتنه ګرو د لېږد لپاره په پټنځای او مرکز بدل نشي.

زه په خپله لنډه لیکنه کې هڅه کوم، چې په دې ډله کې د تاجکانو نفوذ بیان او حکايت کړم، دا باید ومنو چې د تاجکستان تاجکان په دې وروستیو کې د داعش ناوړه پدیدې ته نه دي متوجه شوي، بلکې له کلونو راهیسې د داعش په نقش قدم پسې ځي.

د مشرق خبري اژانس په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې داعش ته د تاجکستاني اتباعو د جلب او جذب په اړه لیکي: د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو راهیسې تر ۲۰۰۰ ډېر تاجکان سوریې او عراق ته تللي چې ۸۰ سلنه یې هغه کسان دي چې په روسیه کې د مهاجرو کارګرانو په توګه ميشت وو. له دغو کسانو څخه يو شمېر يې له خپلو کورنيو سره سوريې او عراق ته تللي وو، چې شاوخوا ۵۰۰ يې وژل شوي او اوس يې مېرمنې او ماشومان لالهانده دي.

د داعش د عادي غړو په توګه د تاجکانو د شتون سربېره، کله ناکله کلیدي رول هم لوبوي. په دې لړ کې د منځنۍ اسیا د سیاسي مسایلو کارپوه، اندري سریینکو څو کاله مخکې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو: د داعش ترهګرې ډلې وروستۍ تبلیغاتي ویډیوګانې د عراق په موصل ښار کښې له جنګونو څخه دا جوتوي چې د دغې ترهګرې ډلې د ځواکونو قوماندان د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو پخوانی او تښتیدلی قومندان ګلمراد حلیموف و.

د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر میاشت کې دغه تاجک افسر د داعش د مشرانو په امر د ۴۰۰ سنائپرانو یوه ځانګړې قطعه جوړه کړه، چې له دغو کسانو څخه د یوه اساسي دفاعي عنصر په توګه کار واخلي.

۴۱ کلن ډګروال ګلمراد حلیموف، د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت، د ځانګړو ځواکونو پخوانی قوماندان؛ چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت او انټرپول پولیسو ته مطلوب و. د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په پای کې لادرکه شو او له لنډې مودې وروسته، نوموړي په یوه ویډیويي کلیپ کې د ټولنیزو رسنیو له لارې اعلان وکړ، چې له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.

نوموړی د تاجکستان په ځانګړو ځواکونو کې کلیدي او مهم مقام درلود، په خپلو پراخو تبلیغاتو سره په دې بریالی شو چې ډېری تاجک نژاده وغولوي او د خراسان د دواعشو په جال کې یې ګیر کړل.

له بده مرغه نن ورځ هماغه تاجکان، چې د داعش د ځینو غړو له خوا استخدام شوي دي، د افغانستان او سیمې د نورو هیوادونو د ناامنه کولو لپاره کارول کيږي.

یادونه: مراد یوازې هغه تاجکان دي، چې عملاً د داعش په لیکو کې ونډه لري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version