د بدر د غزا د پيل تصویر

لیکوال: عبدالحمید جوده السحار
ژباړن: شرر ساپی

د سولې وروستۍ هيله د اسود بن ابي سلمه المخزومي په مرګ پای ته ورسېده، عتبه بن ربيعه د خول په تلاش کې دی چې په سر يې کړي، خو دومره لوی خول يې ونه مونده، ځکه چې د سر کوپړۍ يې ډېره لويه وه، له خپل څادر نه يې پټکي وواهه او د ږيرې لاندې يې هېڅ شی نه و.

حکيم بن حزام، عتبه وليده چې جګړې ته کوزېږي، حکيم ورته وويل:

– ای ابي الوليده! ارام شه، ارام شه! له داسې څه نه بل منع کوې چې ته تر ټولو لومړی ورځې.

عتبه هڅه کوله چې د حنظليه زوی له جګړې منع کړي، خو چې جګړه ونښته، بايد دا تر ټولو لومړی د جګړې ميدان ته ووځي، له خپل ورور شيبه او زوی وليد سره له ليکو راووتل او د مبارزې چلنج يې ورکړ، له انصارو څخه ورته د عفراء درې زامن راووتل: معوذ، معاذ او عوف.

عتبه وويل:

– تاسې څوک ياست؟

– موږ انصار يو.

– تاسې سره مو کار نه شته.

رسول الله _ﷺ_ورته د بېرته راګرځېدو امر وکړ او دعا يې ورته وکړه، د عتبه، شيبه او وليد جار چي غږ وکړ.

– ای محمده! موږ ته زموږ د قوم سيالان راوباسه.

نبي_ﷺ_وويل:

– ای هاشميانو! ورپاڅېږئ او په خپل هغه حق ورسره جګړه وکړئ چې تاسې ته يې پرې نبي راولېږه، دوی راغلي چې دا باطل کړي او د الله نور په خپلو خولو مړ کړی.

عبيده بن الحرث! ورپاڅېږه، حمزه! راپاڅېږه، علي! راپاڅېږه.

کله چې پاڅېدل او ورنږدې شول، ورته يې وويل:

– تاسې څوک ياست؟

دوی پټ وو، له وسلو څخه نه معلومېدل، عبيده وويل:

– عبيده بن الحرث.

حمزه وويل:

– زه د عبدالمطلب زوی حمزه يم. د الله او د هغه د رسول زمری يم.

علي وويل:

– زه علي بن ابي طالب يم.

– هو! عزتمن سيالان.

عبيده چې تر ټولو مشر و، عتبه ته ورغی، حمزه شيبه ته ورغی او علي له وليد سره مخ شو، دواړو لښکرو په کې سترګې خښې کړې، دواړه خوا چوپه چوپتيا وه، يواځې د جنګياليو د تورو شرنګا اورېدل کېدله، لومړۍ مبارزه د تربورانو تر منځ وه، د عبدشمس د مشرانو او د هاشمي اتلانو تر منځ. د مهاجرينو او انصارو په شونډو باندې د دعاګانو ګلابي توري نيغ د رحمن ذات عرش ته ختل، که عبيده، حمزه او علي په لومړي وار ووژل شي، نو دا به د رسول الله-ﷺ-له پاره ستره فاجعه وي.
ابوبکر په درزېدلي زړه ورګوري، خو عمر د رسول الله-ﷺ-سترګو ته په غلا غلا ګوري او رسول الله-ﷺ-جګړې ته ځير دی. د دغو شېبو د تېرېدو دروندوالی حس کوي او په ټول زړه هيله لري چې هاشمي ځوانان بريالي شي، څو پرې رسول الله_ﷺ_او مسلمانان خوشاله شي.

د مشرکانو په ټولي کې هم ځينې داسې خلک شته دی چې د عبيده، حمزه او علي پر سوبه خوشالېږي، که څه هم د هغوی په دين نه دي، له ديني اړيکو څخه هم د خپلوۍ اړيکې غښتلې وي.

حمزه لږه شېبه وروسته شيبه وواژه، د مسلمانانو په مخونو کې هيلې وغوړېدې، خو د کافرانو مخونه په خاورو خړ شول او ډېر ژر ورپسې علي، وليد وواژه، د مسلمانانو له خولو نه د خوښۍ چيغې پورته شوې، خو د مشرکانو په مخونو د غم لړۍ راخورې شوې، د عبيده او عتبه ګوزارونه سر په سر ولګېدل، د عبيده په زنګون ګوزار ولګېده، پښه يې سخته ژوبله شوه، تر دې چې له هډوکي نه يې ماغزه راوبهېدل، بيا حمزه او علي يوځای په عتبه ورغوټه شول، ويې واژه او خپل ملګری يې رسول الله-ﷺ-ته راووړ، رسول الله_ﷺ_پښه وغځوله، عبيده پرې خپل مخ کېښود او رسول الله-ﷺ- ته يې وويل:

– ای د الله رسوله! زه شهيد نه يم؟

– زه ګواهي وايم چې ته شهيد يې.

محمد صلی الله علیه وسلم او ملګري يې

اوم ټوک د بدر غزا څخه

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version