د اکتوبر ٧مه د امریکا اشغال او د داعش راوستل

صلاح الدین (ثاني)

 

ښکاره ده او پوهیږو چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اُمت د کُفارو، مرتدینو، خوارجو، بغاوت ګرو او فتنګرو له شر او فساد سره تل لاس او ګریوان دی.

د تاریخ په اوږدو کې د بل هیڅ داسې دین یا مذهب په وړاندې سخت دریځي او وحشت نه دی تر سره شوی؛ لکه څنګه چې د اسلام له مُبارک دین سره شوی.

 

د اسلام تر ټولو لومړني دُښمنان صلیبیان، یهودیان، خوارج، مرتدین، او بغاوتګر دي.

 

١: (په افغانستان د امریکا اشغال)

 

امریکا افغانستان ته د شیخ اسامه بن لادن تقبله الله په بهانه راغله او دا يې د ځان لپاره یو پلمه کړه، چې اسامه له افغانستانه په امریکا بریدونه کوي. په همدې توګه یې د افغانستان خاوره اشغال کړه، د ډېرو وحشتونو او رزالتونو په وسیله یې په افغانستان کې د (شرعي) قانون پر ځای د (ډیموکراسي) قانون بنسټ سازي وکړه او په افغان ملت یې د خپل صلیبي او غربي کلتور او فرهنګ د منلو یا تصویبولو کوښښونه پیل کړل او دا ګوزار او یا موخه یې ځوان نسل وو.

ډېری ځوانان او انجونې یې د ډیمکراسي په ناوړه مرض اخته کړل، داسې څه یې وکړل چې ولیکل شي کتابونه به ونیسي.

 

٢: (افغانستان ته د داعش راوستل)

امریکا د خپلو شومو موخو د پوره کولو لپاره له هر ډول دسیسو او پلانونو څخه کار واخست چې تر ټولو مهم پلان او دسیسه یې په افغانستان کې د داعش ایجادول وو.

د اشرف غني واک ته له رسېدو سره سم په سبا ( ٨ اتم د میزان) اشرف غني د امریکایانو سره تړون لاس لیک کړ، چې افغانستان ته راتلونکې طیارې به د افغان اجیرو ملیشو له لوري نه تلاشي کیږي.

وروسته امریکا د سوریي له (التنیف) بیز څخه داعش راوستل او له خپلو کمپونو څخه یې د افغانستان شمالي ولایتونو ته انتقال کړل، چې په دې کار سره افغان ملت له یوه بل مشکل سره مخ شو.

خو لله الحمد د لوی الله جل جلاله په نصرت او کومک سره افغان ملت ددې صلیبي او خارجي تورو تیارو او جالونو څخه راووت. الحمدلله

د ټولې اسلامي نړۍ د ازادۍ او خپلواکۍ په هیله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version