د امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه اسلام راوړل

لیکوال: مفتي حماس”انقیادي”

د نبوت په شپږم کال د عمر صیب ایمان راوړل. حضرت عمر رضي الله عنه تر اسلام منلو دمخه د هغو خلکو په کنارو کې وو چې د اسلام سرسخت مخالف وو، له يوې خوا د قریشو مشرانو د اسلام د داعي او اسلامي بلنې پرخلاف له ډیر شدت نه کاراخیسته له بلي خوا د حضرت محمد ﷺ حال دا ؤ چې د هغوی د لارښوونې او هدایت لپاره یې په زړه کښي د زیاتې میني ولوله او جذبه موجوده وه.

ابوجهل او عمر دواړه د هغه خورا سرسخته دښمنان وو، خو څنګه چې پر دوی د بلنې او تبلیغ ټولو هلو ځلو اغیزه او تاثیر ونکړ، نو رسول الله ﷺ یو ځل خدای تعالی ته دا دعا وکړه ((اې خدایه! په ابوجهل او عمر کې چې هر یو تاته نژدي او زیات محبوب وي هغه ته د اسلام ویاړ ور وبښې)).
له دې دعا نه یو څو ورځي وروسته حضرت عمر(ض)ته د اسلام قبلولو توفیق ور په برخه شو.

حضرت عمر(ض)پخپله وایې:

یوه شپه زه د حضرت محمد ﷺ د ځورولو په خیال له کوره راووتلم هغه مسجد حرام ته روان ؤ څنګه چي ښه مسجد ته وردننه شو اولمونځ یی پیل کړ، زه د هغه د قرائت د اوریدلو لپاره ودریدلم، هغه د الحاقه سورة لوست، زه د دې کلام اوریدلو سره هک پک پاتي وم، د کلام نظم او انداز خورا زیات زړه راښکونکی معلومیده، زما زړه ته داخیال راغی، قسم په خدای چې دی شاعر دی، زه لا په همدي خیال کښي وم چې هغه دا آیت ولوست (اِنهُ لَقول رَسُول کَرِیم وَما هُوَ بِقَول شَاعِرقَلِیلاً مَا تُؤمِنُونِ).

چي مي دا واوریدل نو ژر تر ژره مې په زړه کې دا راوګرځیدل چې اوهو! دا خو زما د زړه په خبرو پوه شو، دی کاهن دی، تردي وروسته یې دا آیت ولوست (وَلا بِقَولِ کاهِن قَلِیلاً مَاتَذَکَّرُونَ تَنزِیل مِن رَب العَالمینَ).

ژباړه:
دا دکاهن کلام هم نه دی تاسي خورا کم پند اخلی داخو د جهانونو پالونکي له خوا نازل شوی دی.

حضرت محمد ﷺ دغه سورة تر پایه ولوست او ما دا احساس وکړ چې اسلام زما زړه ته راننوځي، خو داسي معلومیږي چې حضرت عمرصیب یو پوخ کاری او د کلکې ارادي خاوند ؤ.

په دې وخت کي پوره او بشپړ بدلون پکي رانغی او خپله لاره یې ونیوله آن تر دې پوري یوه ورځ یې د دښمنۍ له تاوه توره راواخیسته او په دي اراده له کوره راووت چې همدا اوس (نعوذبالله) د حضرت محمد ﷺ کار ختموم، ناببره په لاره کې نعیم بن عبدالله سره مخامخ شو،

هغه ترې پوښتنه وکړه چي ولي! چیرته ځې؟ (ده وویل دادی اوس د حضرت محمد ﷺ له منځه وړلو لپاره ورځم )
هغه ورته وویل:
لومړی ته د خپل کور خبر واخله ستاخپلي خور او اوښي اسلام راوړی.
چې څنګه یې دا واوریدل په بیړه بیرته راستون شو او نیغ په نیغه خپلې خور کره ورغی، هغې د قرآن کریم تلاوت کاوه چې حضرت عمرصیب یې ولید نوغلې شوه او د قرأن کریم(اجزاء) یې یوي خواته کړل،

خو دوی چې څه لوستل حضرت عمر صيب اوریدلي ؤ پوښتنه یې تري وکړه چې څه مو لوستل؟
او دا یې وویل:
چې تاسي دواړو د خپل پلار نیکه له دین نه ګرځیدلي یئ او خپل اوښی یې وهلو لاندي ونیو، کله چې خور یې د هغه د خلاصون لپاره ورغله نو هغې ته يې هم ګوزار ورکړ تر هغي پورې چې دواړه په وینو لت پت شول خو په همغه وخت کښي هم هغوی دواړو په ډاګه اوښکاره وویل چې مونږ اسلام قبول کړی او اوس ستاسي ظلمونه مونږ له دي لارې څخه نشي اړولی.

د دوی دغه پخه اراده چې حضرت عمر ولیدله نو څه اغیزه یې پري وکړه او ویې ویل:
ښه! هغه څه چې تاسو لوستل هغه راوړئ چې زه یې هم واورم، د هغه خور(فاطمي رضي الله عنها)د قرآن کریم توکې یې راوړل او په مخ کي يې ورته کیښودل هغه د طٰه سورة ؤ، او ده یې په لوستلو پیل وکړ کله چې دي آیت ته ورسید:

(انی انا الله لااله الا انا فاعبدنی واقم الصلوة لِذکري)
ژباړه:
زه خدای یم بي له مابل خدای نشته نوزما بندګي وکړئ اوزما په یاد لمونځونه وکړئ.

د دغه آیت اغیزه وه چې ناڅاپه یې چیغه کړه ((لا اله الاالله)) او نیغ په نیغه د حضرت محمد ﷺ خدمت ته وخوځید، دا مهال حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم دا رقم په کور کې استوګن ؤ، کله چې حضرت عمر د دې کور دروازې ته ورسید توره یې په لاس کي وه نوصحابه زړه نازړه شول، حضرت حمزه(ض) وویل:
پریږدئ که په ښه نیت راغلی وي خو ډیره ښه! کنه په خپله توره به یې سر والوزوم.

حضرت عمر چې دننه قدم کیښود نو حضرت محمد ﷺ له لمني ونیو اورته یې وویل:
ولې عمره! په کوم نیت راغلی یې؟
حضرت عمر چې دا خبره واوریده نو یو ډول ویره او ریږدیدنه پرې راغله او په پوره عاجزي سره یې وویل:
(دایمان راوړلولپاره) حضرت محمد ﷺ ناڅاپه د الله اکبر ناره وکړه او ټولو صحابؤ ورسره تکبیر ناره اوچته کړه.

د حضرت عمر رضي الله عنه اسلام راوړلونه وروسته اسلامي ټولګۍ پوره ځواکمن شو، تر دې وخته پورې مسلمانانو خپل مذهبي فرائض په ښکاره توګه نشول اداکولای، په کعبه کې په جماعت سره لمونځ کړل ناممکن وو، د حضرت عمر صیب اسلام راوړلو نه وروسته حالت بدل شول، مسلمانانو په ښکاره د خپل اسلام څرګندونه وکړه که څه هم په دوی باندي زیات شورماشورجوړ شو.

خو په کعبه کې یې لمونځ په جماعت سره اداکړ، په دې جماعت کې د مسمانانو ټولګۍ تر هغو ډیر ځواکمن شو، او دشمنانو دا ولیدل چې د وروستي پیغمبر ﷺ د دعا مننه تر دې اندازې پورې څرګنده شوه چې څوارلس سوه کلونو نه راپه دیخوا تر نن ورځې پورې هم تاریخ په دې خبره باندې شاهد دی چې الله تعالی د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په لاسونو کوم عزت او سرلوړي یې اسلام ته وربخښلي ده بل مثال یی نشته.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version