د اسلامي امت ماشومان د غرب د فکري جګړې په لومو کې

#image_title

نور الهدی بهیر

د اسلام په تربیوي منهج کې په ماشومتوب کې د سالمې عقیدې تأسیس او بنسټ زیات اهمیت لري ځکه چې ماشوم خپلو والدینو سره امانت دی او زړه یې د هر ډول نقش او فکر څخه خالي وي او د هر ډول نقش او فکر د ځایولو لپاره آماده وي نو د هغه په زړه کې د سالمې عقیدې بنسټ د دنیا او آخرت خیر او سعادت دی او په دغه ثواب کې د هغه والدین او هر معلم شریک وي او په دې لاره او مسئولیت کې هر ډول غفلت سخت خطرناک دی ځکه الله سبحانه و تعالی فرمایي (یاأیهالذین آمنو قوا أنفسکم و أهلیکم نارا و قودهاالناس والحجارة) سورة التحریم الایه ۶.

ژباړه: ای مؤمنانو خپل ځانونه او خپل اهل او عیال له هغه اورڅخه و ساتی چې خس يې خلک او تیږې دي. نوپه دې اساس د ماشومتوب مرحله هغه مرحله ده چې د سالمې عقیدې ښو عاداتو او اخلاقو د روزنې لپاره بنسټیزه مرحله بلل کیږي په دې مرحله کې ماشوم له هر ډول فکرونو څخه خالي وي د ماشوم زړه او فکر د سالمې عقیدې د روزنې لپاره کاملا خالي او آماده وي دا مرحله د پاکۍ او صفايي مرحله ده چې زړه او فکر د هر ډول فساد منافقت او ګناه څخه پاک وي په دې مرحله کې کې تر ټولو مهم څه چې د یو ماشوم په جوړونه کې رول لري هغه کورنۍ او ټولنه ده دا چې یو ماشوم په څه ډول یوه کورنۍ او ټولنه کې لوییږي که چیرې ټولنه او ماحول فاسد او کفري وي د ماشوم په عقیده فکر عاداتو او اخلاقو باندې ژور اثر کوي که چیرې یو ماشوم په داسې یوه کورنۍ کې وده کوي چې هلته کورنی نظام، اخلاق، معنویات موجود نه وي او یا هم که وي خو د زوال په حالت کې وي نو طبعي خبره ده چې د هغې ټولنې ماشومان به له یوې داسې راتلونکې سره مخ وي چې نه تنها خپله کورنۍ بلکې ټوله ټولنه به یې له اضرارو څخه په امن کې نه وي که چیري نن ورځ د اسلامي ټولنې ځوانانو ته ښه ځیر شو نو د اسلامي امت ماشومانو په هغه شکل سالمه او په اسلامي روحیه او احساساتو سمباله روزنه نده لیدلې لکه څومره چې ورته ضرورت ده که چیرې نن ورځ د یو ځوان د افکارو پلټنه وکړو هیڅ داسې څه به لاس ته ترې رانشي چې د اسلامي امت د خدمت لپاره ترې هیله او تمه پیداشي نه به د اسلامي امت غمخواري او دفاع احساس پکې پیداشي. دا ځکه چې نن ورځ که د اسلامي امت ماشومان روزل کیږي د هغوی روزنه په داسې یوه ټولنه کې کیږي چې د ماشوم لومړی ځل خبرې کول په ځای ددې چې په کلمه يې توحید شروع شي په ښکنځلو بي ادبي فحش بې فایدې ناروا الفاظو په ویلو سره شروع کیږي. کله چې په ښه او بد پوه شي د تعلیم او تحصیل دوره یې شروع شي په ځای ددې چې د اسلام ایمان اخلاقو عقیدې فکر زده کړه وکړي د فحاشت موسیقی جنسي فلمونو سریالونو په کتلو باندې اخته شي چې همدغه اخلاقي ناروغي بیا له ځان سره په اسلامي ټولنه کې د نصرانیت، یهودیت، او بې دینی عقاید خپرول دي په همدې اړه د نصرانیت دین یو مبلغ وایی: موږ د مسلمانانو داسې نسل برابر او چمتو کړی چې استعمار دهغه په انتظار دی داسې نسل چې د سختۍ په وړاندې مقابله نشي کولای بې پروا راحت طلبه او ټمبل دي که چېرې کوم لوړ مقام او مرتبه ترلاسه کړي د عیش او شهرت پرستۍ له کبله کومه د ځوانمردۍ سخا نلري. سخا ځکه نلري چې په اسلامي ټولنه کې ماشومانو ته د اسلامي کلتور او تهذیب په اړه پوهه نه ورکول کېږي لوستي او نالوستي ماشومان د هندي او ترکي سریالونو د عشقي افسانوي کتابونو ناولونو او کیسو په ویلو بوخت دي د اسلامي نړۍ تر فاتحینو د هر فلم ډایرکتر او ستوری ښه پېژني. استعمارګر د اسلامي امت د ماشومانو په ذهنونو کې د خپلې عقیدې او منحوس فکر تخمونه شیندي او ماشومان په داسې توګه لویوي چې دوی یې اراده لري د مسیحیانو مشر زویمر وايي: موږ مسیحیت ته هغه ماشومان په آسانۍ سره داخلولای شو چې په کورنۍ کې داسې څوک ونه لري چې اسلام يې په واقعي توګه ورښودلی وي. نو ویلای شو چې په ټوله کې د مسلمانو کورنیو مییندو او خویندو او اسلامي نظام ته ضرورت ده چې د اسلام د اتلانو هغه تاریخي کیسې چې حقیقي بڼه لري د اسلامي امت تر ماشومانو ورسوي مییندې دې د هغو اتلانو مییندو داستانونه ولولي او زده کړي چې میړونه به یې د الله ج په لاره کې شهیدان شول نو دوی به یې اولادونه د قربانۍ جهاد او شهادت په روحیه روزل په لمړي سر کې به یې نېزې غشي او لیندې ورته جوړولې او یو بل ته به یې په مقابله وروستل د قرآن او احادیثو لومړۍ زده کړې به یې ورکولې او د رسول الله ص او نورو واقعي اتلانو داستانونه به یې وریادول او بلاخره به د محمد بن قاسم، سلطان محد فاتح، او صلاح الدین ایوبي په شان یو تاریخي شهکار ترې جوړ کړ. اسلامي دولت ته ضرورت ده چي په جوماتونو، مکتبونو او پوهنتونو کې د زده کړو له لارې د علمي او تحقیقاتي سیمینارونو له لارې د اسلامي امت ماشومان په داسې فکر وروزي تر څو دا ویده امت د غفلت له خوبه رابیدار کړي د کفارو او باطل پرستانو له خوا د هر ډول فکري استعماري دعوتي او نظامي تیریو څخه دفاع وکړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version