د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا لخوا ابو بکر البغدادي ته لېږل شوی پیغام! مبارز هروي

#image_title

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د «دولت الاسلام فی ولایت خراسان» یا «داعش خراسان» تر نامه لاندې د داعشي خوارجو فعالیتونه په افغانستان کې پیل شول.

هغه جبهه؛ چې ظهور یې د یوې لویې او سترې فتنې د را منځته کېدو په معنا وو، داسې فتنه چې څه موده وړاندې په شام کې راڅرګنده شوې وه؛ د اختلافاتو اور یې بل کړ او د شام د مجاهدینو ټولې لاسته راوړنې یې له منځه یووړلې.

هو! داعش خراسان په افغانستان کې هم د القاعدې پرېوتی بیرغ پورته کړ او د خپلو فعالیتونو اعلان یې وکړ.

اسلامي امارت د شوروي له ماتې وروسته؛ د مجاهدینو د ګروپونو او ګوندونو د تاریخ څخه درس اخیستی و، د دې لپاره چې هغه تريخ تاریخ تکرار نه شي؛ هیڅکله یې د نورو جهادي ګروپونو فعالیتونه تر بل بیرغ لاندې نه شوای منلی.

په حقیقت کې، ولې باید بله جبهه پیل شي، سره له دې چې ټول معاصر جهادي مشران لکه؛ امام المجاهدین شیخ عبدالله عزام، قائد المجاهدین شیخ اسامه بن لادن، قاهر الصلیبین ابومصعب الزرقاوي او قاهر الملحدین خطیب رحمهم الله، ټول د افغانستان د جهادي مدرسې د شاگردۍ ویاړ لري.

آیا دا دوکه شوي خوارج د جهاد او د نړیوال کفر په وړاندې د مبارزې په لومړیو کسانو کې هم مخکښ شوي دي؟!

په دې توګه، د اسلامي امارت رهبري شوری د خوارجو مشر ته؛ چې هغه وخت د اکثرو جهادي ګروپونو له خوا ښه نیت لرونکی ګڼل کېده او د دوی باطل نظریات لا نه و څرګند شوي؛ یو پرانستی پیغام ولېږه.

دغه لیک چې بغدادي ته ولیکل شو؛ واضحاً بیان شوي و، چې د اسلامي امارت باورونه باید د نورو ادرسونو له لارې و نه پیژندل شي، بلکې د اسلامي امارت د منهج په اړه باید مستقیماً د مسؤلینو، رسمي ویاندویانو او د رسنیو څخه معلومات ترلاسه شي.

خو دغه وړاندیز د خوارجو له لوري نادیده ونیول شو او د انتقاد نه منلو، تکبر، غرور، او د کفري قدرتونو د استخباراتي ادارو لپاره د کار کولو له امله یې نه یوازې د خپلو پیروانو وینه هدر کړه؛ بلکې افغانستان کې یې د عملیاتو له لارې خپل اصلي حقیقت څرګند کړ او د اسلامي امارت د مبارزینو د زړورتیا له برکته، د نړۍ مسلمانانو د دې منفورې ډلې څخه خپل برأت اعلان کړ.

ابو جلال
Exit mobile version