داعش څنګه خپلو لیکو ته خلګ جذبوي؟ څلورمه برخه

أحمد عابد

#image_title

۳:- د ټولنیزو شبکو کارول؛
له هغه ځايه چې انټرنیټ او مجازي رسنیو پر عامه افکارو د نفوذ سرعت دوه چنده کړی، داعش په پراخه کچه له مجازي رسنیو څخه کار اخلي؛ چې په دې توګه کولای شي، خپل پیغام ټولې نړۍ ته په آسانۍ ورسوي او مختلفې طبقې پرې ښکار کړي.

رسنۍ او ټولنیزې شبکې په دې دوره کې د سیاسي، نظامي، ټولنیزو او کلتوري اهدافو د پرمختګ لپاره خورا مهم پلیټ فارم ګڼل کیږي، په ټولنیزو شبکو کې د داعش ډلې ازاد او پراخ فعالیت د ځانګړو موخو د ترلاسه کولو لپاره اسانتیاوې برابروي.

د داعش تبلیغاتي وسایل په دوو برخو ویشل کیدای شي:

۱‌: د مجازي رسنیو او ټولنیزو شبکو لکه واټساپ، اکس، فيسبوک، ټیلیګرام او … په مټ تبليغات

۲: د دودیزو رسنیو لکه راډیو او تلویزیون په مټ اعلانات او فعاليتونه.

داعش د رسنیو په کارولو سره نورو ته درې لوی او کلیدي جریانونه رسوي؛ له يوې خوا په رسنیو کې د خپلو بې سارو جنایتونو او وحشتونو په ښودلو او خپرولو سره هڅه کوي، چې په خلکو کې وحشت، ډار او ویره رامنځته کړي او له بلې خوا د خپلو دروغجنو او نمايشي عملیاتو د راپورونو په خپرولو او نشرولو سره هڅه کوي، چې خپله واکمنتيا خلګو ته وښيي.

د داعش دریم رسنیز جریان د ځینو بشردوستانه صحنو هغسې ښکارندویې کوي، چې د لومړي جریان سره په بشپړ تضاد او ټکر کې دى.

داعش ترهګره ډله هڅه کوي، چې په دوه ګوني او له تضادونو څخه ډک چلند سره له يوې خوا خپل ځواک وښيي او له بلې خوا د نړۍ په خلکو کې نسبي محبوبيت ترلاسه کړي؛ خو دغه موخې ته په رسیدو کې به هیڅکله بریالي نه شي.

په ټولیېز ډول ویلای شو، چې په دغه شبکو کې د داعش ډلې اهداف پر پام جلبولو، د مشروعیت ترلاسه کولو او منلو، د خپل وجود اعلانولو او د خپل ځواک پر ثابتولو شامل دي.

که څه هم هر ګوند، سازمان او حرکت هڅه کړې، چې د رسنیو له ځواک څخه ګټه پورته کړي، خو داعش ډله توانېدلې چې د خپلو موخو د پرمخ وړلو لپاره له شته رسنیزو اسانتیاوو څخه ښه پوره ګټه پورته کړي؛ له همدې امله، ځینې شنونکي انټرنیټ د “داعش د اصلي لوبې ډګر” بولي.

ابو جلال
Exit mobile version